سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 705

ډونالډ ټرمپ؛مورګان اورتګاس د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله ټاکلې

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې مورګان اورتګاس یې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله ټاکلې ده.

مورګان اورتګاس د ډونالډ ټرمپ په لومړۍ اداره کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وه.

د یادونې ده چې تېره ورځ مایک جانسن، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړی دی، د دوهم ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې مشر وټاکل شو.

مایک جانسن؛د دوهم ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې رییس وټاکل شو

0

مایک جانسن، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړی دی، د دوهم ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې مشر وټاکل شو.

د امریکا د استازو په مجلس کې د جمعې په ورځ د ددغې څوکۍ لپاره رایه اچونه وشوه.

سي‌ان‌ان ویلي، چې په دې رایو کې جانسن په پیل کې د خپل ګوند د ځینو غړو د ملاتړ د نشتوالي له امله د ماتې په لاره کې و؛ خو د هغه مخالفینو په وروستۍ دقیقه کې د هغه د ملاتړ لپاره خپلې رایې بدلې کړې.

جانسن ددې رایې اچونې په پای کې د ۲۱۸ رایو په ګټلو سره بریالی شوی دی.

مایک جانسن د امریکا د استازو جرګې د رییس په توګه له بیا ټاکل کېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي، چې نوی کانګرس به د خلکو غږ واوري او په وینا یې، د ده لومړیتوب به د امریکا د سرحدونو دفاع وي.

اختر حیات:پښتونخوا کې جنګېدونکي وسله وال ۳۵ سلنه افغانان دي

0

د پاکستان پولیسو قومندان اختر حیات ادعا کړې چې په پښتونخوا کې جنګېدونکي وسله وال ۳۵ سلنه افغانان دي.

د هغه په خبره، په دغه سیمه کې ۱۸۸ اورپکې فعالیت کوي، چې افغانستان سره له فرضي کرښې ګټه پورته کوي.

نوموړی وایي، یادو ډلو په اسماعیل خان، ټانک، بانو او لکي مروت ولسوالیو کې پناه ځایونه جوړ کړي دي.

د حیات په خبره، دا سیمې اوس د اورپکو په مرکز بدلې شوې دي.

د اسلام اباد I-9 سیمه؛تېره شپه د پولیسو پر سټیشن برید شوی

0

د اسلام اباد په I-9 سیمه کې تېره شپه د پولیسو پر یو سټیشن برید شوی.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې پولیسو نن سهار هغه راکټ موندلی چې د پولیس سټیشن پر بهرني دېوال لګېدلی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري چې برید ټي‌ټي‌پي کړی وی.

تر اوسه د برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده چېI-9 د اسلام اباد با امنه سیمه ګڼل کېږي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت:د خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مؤسسو استادان دې د دولتي پوهنتنونونو له لارې وګمارل شي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت امر کړی چې د پوهنتونونو او خصوصي ښوونیزو مؤسسو استادان باید د دولتي پوهنتونونو له لارې و ګمارل شي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پوهنتونونو او خصوصي ښوونیزو مؤسسو د استادانو د کموالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دې ادارو د علمي کادرونو د ګمارنې د چټکتیا لپاره یې یو لارښود ترتیب کړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دې لارښود له مخې، خصوصي پوهنتونونه او ښوونیزې مؤسسې دې ژر تر ژره خپل خالي بستونه اعلان او د کاندیدانو لېست دې دولتي پوهنتونونو ته واستوي، څو د ګمارنې پروسه له همدې پوهنتونونو څخه پر مخ یوړل شي.

دې وزارت ټینګار کړی چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو مسئولین دې ترتیب شوی لارښود په دقت سره مطالعه کړي او د علمي کدرونو د غړو د جذب د کړنلارې له مخې دې د خصوصي ښوونیزو مؤسسو د استادانو د ګمارنې دوسیې په چټکۍ وګوري.

اسحق ډار:کابل کې د فیض حمید د یوې پیالې دود پتي چای قیمت پاکستان ته دروند تمام شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د ای‌ایس‌ای د مشر جنرال فیض حمید پر راتګ سخته نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د یوې پیالې قهوې په بدل کې یې د ټي‌ټي‌پي غړي ازاد او پاکستان یې نا امنه کړ.

اسحق ډار ویلي، د پوښتنې ځای دی، چې له ۴۰ زرو څخه تر ۴۵ زره جنګیالیو ته څنګه اجازه ورکړل شوه چې د پاکستان خاورې ته داخل شي.

د یادونې ده چې جنرال فیض حمید د طالبانو حکومت تر واک ته رسېدو وروسته کابل ته راغی او دلته یې د ” دود پتي ” چایو ډک ګیلاس سره اېستل شوي عکس ګڼ غبرګونونه را وپارول.

خیبر پښتونخوا؛نامعلومه وسله والو یو پولیس په ډزو وژلی

0

د خيبرپښتونخوا د بنو ضلعې په داود شاه سيمه کې نامعلومو وسله والو يو پوليس په ډزو وژلى دى.

سرچینې وایي، چې هغه سخت ټپي شوی و او روغتون ته په لاره کې د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

تر اوسه ددې پېښې مسولیت کوم چا نه دی منلی.

له احمد الشرع سره د خبرو لپاره؛د المان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران سوریې ته تللي

0

د فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی چې د المان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د سوریې پلازمېنې دمشق ته تللي دي.

د المان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفر موخه له سوریې سره مرسته کول دي، تر څو دغه هېواد یو ځل بیا د یو فعال هېواد په توګه پر خپل قلمرو بشپړ کنټرول ولري.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالینا باربوک، د دمشق سفر او د سوریې د موقت حکومت له چارواکو سره د لیدو په اړه وویل، چې د تحریر الشام ځواکونو په اړه د بدبینۍ سربېره، دوی باید د سوریې خلکو سره د ملاتړ لپاره دا مهم فرصت له لاسه ورنه کړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، او انالینا باربوک به د اروپايي اتحادیې په استازیتوب د سوریې د موقت حکومت له مشر، احمد الشرع، سره وویني.

خوست؛په علي شېرو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

یو شمېر سرچینې وايي، چې تېره شپه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ په ډبګي سيمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

ویل کېږي دا نښته د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان له لوري افغان خاورې ته د توغندیو په توغولو پیل شوه.

ویل کېږي چې دغې نښتې د سهار تر پنځو بجو دوام کړی او د دواړو لوریو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

دغې نښتې د سیمې ګڼې کورنۍ هم د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

غزه کې؛د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۶۸ تنه وژل شوي

0

غزه کې اسراییلو په تازه بریدونو کې ۶۸ فلسطینیان وژلي دي.

رویټر خبري اژانس ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د غزې پر المواسي سیمه چې، د بشري مرستو د وېش سیمه وه، برید کې د غزې د پولیسو مشر محمد صلاح او د هغه مرستیال حسام شاهوان هم وژلي دي.

بل لورته اسراییلي ځواکونو ویلي، چې حسام شاهوان یې د برید موخه و.