یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 7

هند؛له افغانستان سره شل ټنه د طبي موادو مرسته وکړه

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جېسوال وایي، هند افغانستان ته د ماشومانو د واکسین پروګرام د پیاوړتیا لپاره ۲۰ ټنه مهم وچ طبي مواد استولي دي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو مرستو کې د BCG واکسین او د تیتانوس او ډیفتریا (Td) واکسینونو اړوند مواد شامل دي، چې کابل ته رسېدلي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې د مرستو نورې جوپې هم د لېږد په حال کې دي او هند به د روغتیا په برخه کې د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو او ملاتړ ته دوام ورکړي.

هند په وروستیو کلونو کې څو ځله افغانستان ته په ځانګړي ډول د روغتیا او خوراکي توکو په برخو کې بشري او طبي مرستې استولي دي.

بلوڅ آزادي غوښتونکو؛د بلوچستان یو شمېر لویې لارې تړلي او د سون توکو موټرونو ته یې اور ورته کړی

په بلوچستان کې ځایي سرچینې وایي، د بلوڅ آزادۍ غوښتونکي د بلوچستان یو شمېر لویو لارو ته راوتلي، د خضدار په ونګو سیمه کې یې د چین د سي-پاک پر لار څو ساعتونه تالاشي هم کړې او د لویو لارو کنټرول یې په خپل لاس کې اخیستی.

سرچینې وایي، بلوڅ آزادي غوښتونکو د زیارت او هرنایي ولسوالۍ لویې لارې ته څېرمه په مانګي سیمه کې له ډبرو سکرو بار موټرونو او د سړک جوړولو ماشینریو ته هم اور ورته کړی او سوځولي یې دي.

د سرچینو په وینا، کله چې پاکستاني امنیتي ځواکونو سیمې ته د ورتګ هڅه کوله له آزادي غوښتونکو سره په نښته اوښتي.

په ورته وخت یې د ډالبندین چهتر او د کوټې- تفتان پر لار هم تالاشي کړې او د سیندک پروژې لپاره د تېلو وړونکي ټانکرونه او موټرونه یې سوځولي دي.

بلوڅ آزادي غوښتونکي وخت ناوخت د پاکستاني پوځ پر غړو او تاسیساتو بریدونه کوي خو تازه یې د سون توکو موټرونه په داسې حال کې سوځولي چې یاد هېواد د انرژۍ سون توکو له کمښت سره مخ دی.

ریچارډ بنټ؛پر امید روغتون د پاکستان د هوایي برید په اړه د پلټنو غوښتنه کړې

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ په کابل کې د امید په نوم په نشه ‌یي توکو د روږدو د درملنې پر روغتون د پاکستان د هوایي برید په اړه د بشپړو او خپلواکو پلټنو غوښتنه کړې ده.

بنټ په خپل ایکس پاڼه لیکلي، د مارچ د ۱۶مې په برید کې چې د یوناما د معلوماتو له مخې په کې له ۲۶۹ ډېر ملکي کسان وژل شوي، د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو په نښه کول ښایي جنګي جرم وګڼل شي.

هغه ویلي، دا پېښه جدي او د اندېښنې وړ ده او باید په اړه یې هر اړخیزې پلټنې ترسره شي.

ریچارډ بنټ همداراز له طالبانو غوښتي چې د روغتونونو او ورته روغتیايي مرکزونو د ناروغانو خوندیتوب ډاډمن کړي.

ریچارډ بنټ دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کوي چې په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پارواتانېني هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د «وسله والو شخړو پر مهال د ملکي وګړو ساتنې» کلنۍ پرانیست غونډې کې د پاکستان دې کړنې ته اشاره وکړه او په سختو ټکو یې وغندله.

په بغلان کې سېلابونه؛۱۵ کسان وژل شوي او سلګونه کورونه تخریب شوي

د بغلان ولایت د طالبانو حکومت د والي ویاند ویلي چې د تېرې شپې سېلابونو لږ تر لږه ۱۵ کسان وژلي.

هغه ويلي چې د دغې سیلابونو له کبله له ۲۰۰ زیات کورونه او زرګونه جریبه ځمکه تخریب شوې ده.

بل لور ته د فواید عامې وزارت د سالنګ لویه لار تړلې او له خلکو یې غوښتي چې له دې لارې تر بلې خبرتيا تګ ونه کړي.

په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د جوزا په ۱ او ۲ نېټه په ۱۸ ولایتونو کې د سېلاب خطر شته او خلک دې د اوبو لارو او سېلاب‌خیزو سیمو څخه ځان وساتي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کابل ــ جلال اباد لويه لار هم د غر ښوېدنې له کبله تړل شوې وه.

محمود خان اڅکزی:که حکومت د خلکو امنیت نه شي ساتلی، ولس به د ځان د خونديتوب غم وخوري

په خیبر پښتونخوا کې د یوې ۱۱ کلنې ماشومې د تښتونې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د پاکستان د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي ویلي، که حکومت د خلکو امنیت نه شي ساتلی، ولس به خپل برخلیک پخپله وټاکي.

اڅکزي ویلي، په پښتني سیمو کې روان ناامنه وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او حکومت باید د خلکو د امنیت، قانون او عدالت د تامین لپاره عملي اقدامات وکړي.

د راپورونو له مخې، یاده ۱۱ کلنه ماشومه د غلو له خوا تښتول شوې او وروسته یې مور هم له فشار سره مخ شوې ده.

بل لور ته پښتون ژغورنې غورځنګ هم دغه پېښه د ناامنۍ او بې‌وسۍ یوه بېلګه بللې ده.

نجیب ننګیال:اقتصادي بندیزونه د افغان ولس د فقر او لوږې بحران ژوروي

سیاسي شننونکي نجیب ننګیال د ملګرو ملتونو د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د فقر او لوږې پراخېدونکی وضعیت “ډېر بوږنوونکی” دی او دا یو ځل بیا ثابتوي چې اقتصادي بندیزونه او د هېوادونو سیاسي انزوا تر ټولو زیات عام ولس زیانمنوي، نه حاکمان.

ښاغلي ننګیال ویلي، نړیوالو تجربو ښودلې چې اقتصادي بندیزونه هېڅکله هغه نظامونه نه دي نسکور کړي چې نړۍ یې مخالفت کاوه، بلکې ملتونه یې قرباني شوي دي.

هغه له بهر مېشتو افغانانو غوښتي چې د افغانانو د اقتصادي خودکفایۍ او سوکالۍ لپاره غږ پورته کړي او د افغانستان د خلکو د ژغورنې په موخه د نړیوالو مرستو د پراخېدو غوښتنه وکړي.

د هغه په وینا، نړیوال بنسټونه او متحده ایالات چې تر دې وړاندې یې له افغانانو سره مرستې کړي، باید خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي، څو عام خلک د لوږې او سخت فقر له ناورین څخه وژغورل شي.

نجیب ننګیال ټینګار کړی چې نړۍ باید د افغانستان په اړه داسې تعامل ته ورسېږي چې اعظمي ګټه یې عامو افغانانو ته ورسېږي او ولس د نړیوالو تګلارو قرباني نه شي.

ننګیال همداراز بهر مېشتو افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د خیریه بنسټونو پر ځای له خپلو هېوادوالو سره مستقیمې مرستې وکړي، ځکه د ده په باور دا ډول مرسته تر ټولو شفافه او اغېزمنه ده.

هغه د افغانستان پر اوسنیو واکمنو هم غږ کړی چې د هېواد بحراني وضعیت درک کړي او پر هغو تګلارو بیاکتنه وکړي چې د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي.

د ننګیال په خبره، یوازې یو مشروع او د خلکو له ملاتړه برخمن نظام کولای شي افغانستان له اوسني بحرانه وباسي.

نوموړي زیاته کړې: “موږ ټول مسوول یو چې د شته بحران د ژورتیا مخه ونیسو او د افغانانو د ډوډۍ، زده کړو، روغتیا او هوساینې لپاره راتلونکي ته متمرکز فکر وکړو.”

بریتانیا طالبانو ته:د ښځو او لوستي نسل له ګډون پرته اقتصادي پرمختګ ناشونی دی

د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي د طالبانو حکومت د اقتصاد له وزیر دین محمد حنیف سره په لیدنه کې د افغانستان په اقتصادي ودې کې د لوستي قشر او ښځو پر مهم رول ټینګار کړی دی.

لینډزي په خپل ایکس پاڼې لیکلي، د افغان ښځو فعاله ونډه کولی شي د اقتصاد لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي او د هغوی د ګډون د پراخېدو لپاره باید عملي زمینه برابره شي.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي چې د ښځو پر کار او زده‌کړو محدودیتونه لا هم د نړیوالو اندېښنو اصلي محور ګڼل کېږي، خو طالبان یې د خپل شرعي دریځ برخه بولي.

افغانستان ته د ازبکستان د ۲۰ فابریکو انتقال؛د اقتصادي بدلون او سیمه‌ییز مشارکت نوی فصل

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزی د ازبکستان له لوري افغانستان ته د شلو فابریکو د انتقال خبر یو «غوره او ستر اقتصادي اقدام» بللی او ویلي یې دي چې افغانستان یوازې د پایدار اقتصاد، پانګونې او د کارموندنې له لارې له اوسني بحرانه راوتلی شي.

ښاغلي داودزي ټینګار کړی چې افغانستان او ازبکستان نه یوازې ګډه پوله، بلکې ګډ تاریخ، فرهنګ او اقتصادي ګټې لري، او د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا د مرکزي او جنوبي اسیا د سولې، ثبات او اقتصادي راتلونکې لپاره حیاتي ارزښت لري.

د ملګرو ملتونو تاریخي پرېکړه؛د اعتصاب حق به د افغان کارکوونکو غږ هم پیاوړی کړي

د ملګرو ملتونو تر ټولو سترې نړیوالې محکمې په یوې مهمې او تاریخي پرېکړې کې ویلي، د کارګرانو او اتحادیو د اعتصاب حق د نړیوال کار قانون له مخې خوندي او قانوني حق دی.

دا پرېکړه د نړۍ د کارکوونکو لپاره لوی بری بلل کېږي او تمه ده چې په بېلابېلو هېوادونو کې د کار قوانینو او د کارګرانو د حقونو پر وضعیت اغېز وکړي.

کارپوهان وایي، دا پرېکړه افغانستان ته هم مهمه ده، ځکه افغان کارکوونکي، ښوونکي، روغتیايي کارکوونکي او بشري مرستندوی بنسټونه له اقتصادي ستونزو، د معاشونو ځنډ او کاري محدودیتونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښيي چې افغانستان لا هم له بشري او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او زرګونه کسان د کار او اساسي حقونو له ستونزو کړېږي.

د بیجینګ او اسلام آباد اړېکې؛د پاکستان لومړی وزیر سبا چین ته مهم رسمي سفر پیلوي

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د مې له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې پورې چین ته په رسمي سفر ځي.

د راپورونو له مخې، په دې سفر کې به د اقتصاد، پانګونې، انرژۍ او سیمه‌ییز امنیت په موضوعاتو خبرې وشي.

ویل کېږي چې اسلام‌اباد هڅه کوي له بیجینګ سره خپلې اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.