سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 69

راپورونه:عباس عراقچي له عمان څخه بیرته پاکستان ته ستون شوی

0

راپورونه وایي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عمان له پلازمېنې مسقط څخه بېرته اسلام اباد ته ستون شوی او هلته به د څو ساعتونو لپاره تم شي.

د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، تمه ده چې هغه د پاکستان له مشرانو سره وګوري، مخکې له دې چې خپل راتلونکی سفر روسیې ته پیل کړي.

راپورونه وايي چې عراقچي مخکې هم د پاکستان له لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې وې او د شخړې د پای لپاره یې ځینې وړاندیزونه شریک کړي دي.

همدارنګه ویل کېږي چې پاکستاني لوري د هغه د عمان سفر لپاره الوتکه برابره کړې وه.

سرچینې زیاتوي چې د عراقچي شخصي الوتکه «MERAJ» هم له تهران څخه الوتنه کړې او ټاکل شوې د نور خان هوايي اډې کې ښکته شي.

بنیامین نتانیاهو:په لبنان کې اوربند د حزب‌الله د سرغړونو له امله کمزوری شو

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د حکومت په غونډه کې ویلي چې د دغه هېواد پوځ په لبنان کې په ځواکمن ډول عملیات ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړې چې اوربند د حزب‌الله له لوري د پرله‌پسې سرغړونو له امله د کمزورۍ په حال کې دی.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د اسرائیلو پوځ نه یوازې د بریدونو په ځواب کې، بلکې د سمدستي ګواښونو د خنثی کولو لپاره هم په ځواک سره اقدام کوي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر:د عصري علومو پرته د هېواد دفاع ممکنه نه ده

د طالبانو حکومت د پوهنې وزیر حبیب‌الله اغا په بامیان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د عصري علومو پر زده کړې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په اوسني وخت کې د هېواد د دفاع لپاره پرمختللي سیستمونه اړین دي.

نوموړي ویلي، یوازې په دودیزو وسلو لکه کلاشنکوف او نورو ساده وسایلو د عصري جګړو پر وړاندې اغېزمنه دفاع نه شي کېدای، او اړتیا ده چې د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ دفاعي وړتیاوې پیاوړې شي.

هغه زیاته کړې چې که ګواښونه له هوا او یا سمندر څخه وي، نو باید د مقابلې لپاره هم پرمختللي او عصري وسایل موجود وي.

حبیب‌الله اغا همدارنګه د عصري زده کړو اهمیت ته اشاره کړې او ویلي چې د هېواد د پرمختګ او امنیت لپاره د علمي او تخنیکي ظرفیت لوړول مهم دي.

مکرون:پر ټرمپ وسله‌وال برید نه منونکی دی

0

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې هغه وسله‌وال برید چې تېره شپه د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې ترسره شو، «نه منونکی» دی.

مکرون ټینګار کړی چې تاوتریخوالی په هېڅ ډول دیموکراسۍ کې ځای نه لري او دا ډول پېښې د سیاسي ارزښتونو او ازادیو پر وړاندې ګواښ ګڼل کېږي.

د فرانسې ولسمشر په پای کې ویلي چې د امریکا له ولسمشر سره خپله بشپړه همدردي او ملاتړ څرګندوي.

امریکایي رسنۍ:د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د میلمستیا دننه ډزې کوونکی امریکایي ښوونکی دی

0

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ټولنې د مېلمستیا بهر د ډزو پېښې له امله د امنیتي وضعیت جدي اندېښنه رامنځته شوې ده.

د سي بي ایس د راپور له مخې، د پېښې شکمن کس یو ښوونکی دی چې په ۲۰۲۴ کال کې د کالیفورنیا ایالت په تورنس ښار کې یې د «میاشتې غوره ښوونکي» جایزه هم ترلاسه کړې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ویلي چې د امنیتي ادارو لومړني معلومات ښيي چې شکمن کس په دې برید کې یوازې عمل کړی او د نورو کسانو د ښکېلتیا نښې نه دي لیدل شوې.

له بلې خوا، اسوشټېډ پریس راپور ورکړی چې د ډزو له غږ وروسته د مېلمستیا ډېری ګډونوال د غونډې په تالار کې بند پاتې شول او د وتلو اجازه یې نه لرله، ځکه امنیتي ځواکونو سیمه محاصره کړې وه.

د افغانستان برېښنا شرکت:روسي کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ سکتور کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د دې ادارې مشرتابه پلاوي روسیې ته د رسمي سفر پر مهال د یاد هېواد له یو شمېر مهمو برېښنايي تولیدي او تخنیکي کمپنیو سره لیدنې ترسره کړې دي.

د برېښنا شرکت په وینا، په دغو لیدنو کې روسي کمپنیو ته بلنه ورکړل شوې چې افغانستان ته سفر وکړي، د پانګونې له شته فرصتونو ګټه واخلي او د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره تخنیکي همکارۍ پیل کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د دواړو لورو ترمنځ د شوي تفاهم له مخې، روسي کمپنۍ به د برېښنا شبکو د پراختیا، تخنیکي روزنې او نورو اړوندو برخو کې له افغانستان برېښنا شرکت سره همکاري کوي.

یادو کمپنیو په دې برخه کې خپل چمتووالی هم ښودلی دی.

سهیل اپرېدی:د عمران خان د خوشې کېدو لپاره به احتجاجي لړۍ له کشمیره پیل کړو

0

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه پراخه ولسي غونډه کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپرېدي ویلي چې د ګوند بنسټګر او پخواني لومړي وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره به احتجاجي لړۍ روانه ساتي او دا به له کشمیره پیل کړي.

دا غونډه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په پلازمېنه مظفرآباد کې د تحریک انصاف له لوري ترسره شوې وه.

سهیل اپرېدي ویلي چې دوی د عمران خان د خوشې کېدو لپاره ټولې قانوني، اساسي او ولسي لارې کارولي؛ خو تر اوسه کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه شوې.

هغه ادعا کړې چې محکمې د عمران خان سره د لیدنې اجازه ورکړې، خو د زندان چارواکي دا پرېکړه نه عملي کوي او د محکمې حکم ته غاړه نه ږدي.

بلوچستان؛نامعلومو وسله‌والو په ګلستان سیمه کې دوه افغان کارګر په ډزو وژلي

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کلا عبدالله ولسوالۍ د ګلستان په سیمه کې دوه افغان کارګر د ډزو په یوه پېښه کې وژل شوي دي.

د ځايي چارواکو په وینا، یاد کسان د کار موندنې لپاره سیمې ته تللي وو، خو نامعلومو وسله‌والو پرې ډزې کړې چې له امله یې دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

امنیتي ځواکونه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او مړي یې روغتون ته انتقال کړي دي.

پولیس وایي، د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته به جسدونه د وژل شویو کورنیو ته وسپارل شي.

تر اوسه د برید د انګېزې او عاملانو په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.

نړیوالې رسنۍ:بریتانیا د رد شویو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره د طالبانو له حکومت سره د خبرو احتمال ارزوي

0

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د بریتانیا حکومت د هغو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو په اړه د طالبانو حکومت له چارواکو سره د احتمالي خبرو امکان ارزوي.

د راپورونو له مخې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي چې لندن د اروپایي هېوادونو د هغو پرېکړو جدي څارنه کوي چې د رد شویو افغان کډوالو د ایستلو په تړاو نیول کېږي.

مالومات ښيي چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰ زره افغانانو په بریتانیا کې د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې ځینو اروپایي هېوادونو ویلي وو، ټاکل شوې د طالبانو حکومت یو پلاوی د رد شویو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع د خبرو لپاره اروپا ته سفر وکړي.

ډونالډ ټرمپ:د سپینې ماڼۍ پېښه ناڅاپي وه؛ خو امنیتي ځواکونو چټک او اغېزمن اقدام وکړ

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې رامنځته شوې ډزې یوه ناڅاپي پېښه وه، خو د امنیتي ځواکونو او د امریکا د پټو خدماتو ادارې غبرګون یې ډېر چټک او اغېزمن وباله.

نوموړي ویلي چې دا مراسم د بیان د آزادۍ او د اساسي قانون د ارزښتونو لپاره جوړ شوي وو، او پېښې د ګډونوالو ترمنځ د یووالي احساس نور هم پیاوړی کړ.

ټرمپ زیاته کړې چې یو وسله‌وال کس له څو وسلو سره پر امنیتي پوستې برید کړی او هڅه یې کړې د مراسمو ځای ته ننوځي، خو ژر د امنیتي ځواکونو له لوري بې‌وسه کړای شو.

هغه ویلي، د روڼتیا لپاره یې د پېښې د ویډیو د خپرولو امر کړی دی، څو د بریدګر تاوتریخوالی او د ځواکونو چټک غبرګون څرګند شي.

د هغه په وینا، د امریکا د پټو خدماتو یو مامور له نږدې واټن څخه په قوي وسله ویشتل شوی، خو د مرمۍ ضد واسکټ یې ژوند ژغورلی او روغتیايي حالت یې ښه دی.

ټرمپ دا هم ویلي چې دا په تېرو دوو کلونو کې لومړی ځل نه دی چې یو جمهوري‌پال سیاستوال د ترور هڅې هدف ګرځي، او د پنسلوانیا او فلوریډا د پخوانیو پېښو یادونه یې کړې ده.

نوموړي له امریکایانو غوښتي چې سیاسي اختلافات په سوله‌ییزه توګه حل کړي او ویلي چې دا مراسم به بیا ترسره شي.