دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 68

د طالبانو حکومت؛د ملا برادر په مشرۍ د ګلبهار ښارګوټي طرحه تصویب کړه

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د یوې غونډې پر مهال د ګلبهار استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي طرحه تصویب شوه.

په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یاده طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښتونو په نظر کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید شوې.

په راپور کې ویل شوي چې خصوصي سکتور د دې ښارګوټي د جوړولو لپاره شاوخوا ۸ میلیارده ډالره د پانګونې لېوالتیا ښودلې ده.

ویل شوي، دغه پروژه به پر شاوخوا ۱۱ زره جریبه ځمکه تطبیق شي او د چارواکو په وینا، د زرګونو هېوادوالو لپاره به د استوګنې اسانتیاوې برابرې کړي او همداراز به لسګونو زرو کسانو ته د کار فرصتونه رامنځته کړي.

فضل محمود فضلي:ملي یووالی د اساسي قانون او اجتماعي قرارداد له عملي کولو پرته نه ټینګېږي

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، چې ملي یووالی د تعامل له واضح او منل شوو قاعدو راټوکېږي، نه د زور، ټوپک، وعظ او تشو شعارونو له لارې.

هغه زیاته کړې، چې د ملي یووالي د تحقق یوازینۍ لار دا ده چې د ملي وثیقې یا اساسي قانون پر بنسټ د ټولنې د ټولو وګړو او بېلابېلو اقشارو ترمنځ د ګډ ژوند او تعامل روښانه قواعد ومنل شي.

فضلي ټینګار کړی، چې له اجتماعي قرارداد پرته بله هېڅ بدیله لاره نه شته او که دا بنسټیز اصول نه وي، هر جوړښت ماتېدونکی پاتې کېږي.

نت‌بلاکس:په ایران کې د انټرنېټ بندښت اته اوونۍ دوام کړی او پراخې اغېزې لري

0

د انټرنېټ د بندښتونو څارونکي نړیوال بنسټ “نت‌بلاکس” راپور ورکړی چې په ایران کې د انټرنېټ د محدودیت له پیل څخه اته اوونۍ تېرې شوې دي.

د دې راپور له مخې، دا اختلال اوس د ۵۷ ورځو یا ۱۳۴۴ ساعتونو مودې ته رسېدلی او لا هم دوام لري.

نت‌بلاکس ویلي چې دا د حکومتي پرېکړې له مخې د انټرنېټ بندښت د خلکو اړیکې له یو بل سره خرابې کړي، کورنۍ یې له یو بل جلا کړې او همدارنګه یې د هېواد اقتصاد ته د پام وړ زیان رسولی دی.

امیرخان متقي:سیاستوال، لیکوالان او رسنۍ دې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په احتیاط سره وګوري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د فراغت په مراسمو کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ فعاله مخالفه وسله‌واله ډله شتون نه لري او د ده په وینا ټول قومونه په یووالي کې ژوند کوي.

نوموړي د پاکستان سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، هغه مذاکرات چې د چین په اورومچي کې ترسره شول، مثبت وو.

متقي له سیاستوالو، لیکوالانو او رسنیو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په احتیاط سره وګوري او غیرمسوولانه څرګندونې ونه کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:په قطر کې د امریکا په تمه میشت افغانان دې بیرته هیواد ته راستانه شي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندیز کړی چې، هغه افغانان چې په قطر کې د امریکا ویزې ته په تمه دي، کولی شي په ډاډه زړه بېرته افغانستان ته راستانه شي.

نوموړي د رسنیو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، یو شمېر افغانانو ته ویل شوي چې یا خپل هېواد ته ستانه شي او یا په درېیم هېواد کې د اوسېدو لاره خپله کړي، خو د ده په وینا، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او حکومت د ټولو ستنېدونکو هرکلی کوي.

تکل ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې هېچا ته امنیتي ګواښ نه شته او هېڅوک اړ نه دي چې د امنیتي اندېښنو له امله هېواد پرېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، که څوک غواړي بل هېواد ته ولاړ شي، باید د قانوني لارو او په عزت سفر وکړي، او حکومت د قونسلي اړیکو له لارې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره له نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی.

وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپورونه ورکړل شوي وو چې په قطر کې میشت هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، کانکو ته استوي.

ایراني رسنۍ:عباس عراقچي د امریکا د خبرو په اړه د تهران ځواب پاکستان ته وړاندې کړ

0

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره د لیدنې پر مهال، د امریکا سره د مذاکراتو په اړه د پاکستان د وړاندیزونو په تړاو د تهران رسمي ځواب ورساوه.

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې دا ځواب “جامع” دی او د تهران ټول ملاحظات په کې په پام کې نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د ایران چارواکو ټینګار کاوه چې د عراقچي سفر پاکستان ته د امریکا له مذاکراتو سره هېڅ تړاو نه لري او یوازې یو منظم او دوراني سفر دی.

د بلوچستان حکومت؛د غیر راجستر مدرسو پر ثبت سخت اقدامات پیل کړي؛ مذهبي ګوندونه ددې کار مخالفت کوي

0

د بلوچستان حکومت شاوخوا ۳۰۰ غیر راجستر دیني مدرسې تر سختو نظارتونو لاندې نیولي او د هغوی د ثبت بهیر یې چټک کړی دی.

چارواکي وایي دا مدرسې تر اوسه رسمي ثبت نه لري او د ځینو په اړه د بهرنیو مالي سرچینو او احتمالي غیرقانوني فعالیتونو اندېښنې هم شته.

د حکومت په وینا، د دې اقدام هدف د ټولو دیني ادارو قانوني ثبت، مالي شفافیت او د غیرقانوني تمویل مخنیوی دی.

چارواکي زیاتوي چې په بلوچستان کې تر اوسه نږدې ۲۲۰۰ مدرسې په رسمي ډول راجستر شوې دي او د پاتې ادارو د ثبت بهیر روان دی.

بل لوري ته، ځینو مذهبي ګوندونو د دې اقدام مخالفت کړی او ویلي یې دي چې حکومت باید د دیني مدرسو پر وړاندې سخت اقدامات ودروي.

د جمعیت علما اسلام بلوچستان مشر مولانا عبدالواسع ویلي چې که فشارونه دوام ومومي؛ نو د حکومت پر ضد به ټولنیز بایکاټ اعلان کړي.

حکومت ټینګار کړی چې د ټولو دیني ادارو د فعالیتونو تنظیم د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او د علماوو سره په دې اړه مشورې هم روانې دي، څو د شخړو مخه ونیول شي.

هاکان فیدان:د منځني ختیځ کړکېچونه نړیوال امنیت او اقتصاد هم سخت اغېزمنوي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې د اسراییل کړنې اوس د نړیوال امنیت لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې او د سیمې کړکېچونه نور یوازې سیمه‌ییز نه دي پاتې شوي.

هغه د اکسفورډ پوهنتون په وینا کې څرګنده کړې چې د منځني ختیځ شخړې د نړۍ پر اقتصاد او امنیت مستقیم اغېز کوي او دا وضعیت د نړیوال نظام په بدلون کې مهم رول لري.

فیدان ټینګار کړی چې هېوادونه نور نه شي کولی خپل امنیتي او ستراتیژیک تصمیمونه نورو ته وسپاري، بلکې باید خپله فعاله ونډه واخلي.

نوموړي د ایران اړوند جګړه د دې بېلګه بللې چې څنګه سیمه‌ییزې شخړې نړیوال ثبات اغېزمنوي، او زیاته کړې چې دې وضعیت نړیوال امنیت او اقتصادي هوساینه زیانمنه کړې ده.

هغه همدارنګه ویلي چې د سیمې بې‌ثباتي د اسراییلو د اقداماتو له امله له سیمه‌ییزو حدودو اوښتې او نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده.

فیدان د نړیوالو بنسټونو د اصلاح او په منځني ختیځ کې د نوي سیاسي نظم د جوړېدو غوښتنه هم کړې، او ټینګار یې کړی چې د سیمې ستونزې باید د همدې سیمې هېوادونه حل کړي.

د شانګهای همکاریو سازمان:افغانستان دې له جګړې او افراطیت پاک او د یو باثباته هېواد په توګه وده وکړي

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په مسکو کې په یوې غونډه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ګډونوالو ټینګار کړی چې افغانستان باید له تاوتریخوالي، افراطیت او نشه‌يي توکو پاک وي او د یو خپلواک، بې‌طرفه او ارام هېواد په توګه وده وکړي.

په ناسته کې دا موضوع هم یاده شوې چې د طالبانو له حکومت سره د عملي اړیکو د پراختیا امکانات وارزول شي، او د شانګهای-افغانستان د تماس ډله بېرته فعاله شي.

ګډونوالو همدارنګه د سیمې د همکارۍ د نورو لارو چارو د بیا پيل او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

پخوانی اسراییلي ویاند:د ټرمپ له امر پرته هرمز تنګی لا هم تړلی دی

0

د اسراییل پوځ پخواني ویاند جاناتان کانریکس ویلي، د هرمز تنګی لا هم تړلی پاتې دی، ځکه چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د بیا پرانستلو لپاره کومه رسمي لارښوونه نه ده شوې.

هغه په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې تر اوسه د دې تنګي د خلاصون لپاره هېڅ امر نه دی ورکړل شوی، او وضعیت همداسې پاتې دی.

نوموړي دا هم زیاته کړې چې کله د ټرمپ له خوا امر وشي، د سنتکام ځواکونه به سمدستي اقدام وکړي او د هرمز تنګی به بېرته پرانیزي.