جمعه, اپریل 17, 2026
Home Blog Page 672

سیمه‌ییزې سرچینې:تخار کې ناپیژندو وسله والو یو چینایي وګړی وژلی

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، تخار کې ناپیژاندو وسله والو یو چینایي وګړی وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د سې شنبې په ورځ پر دغه چینایي وګړي، یو ژباړن او یو بل تن برید شوی.

سرچینې وایي، تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت په دې اړه ژباړن نیولی دی.

ټرمپ:پر هغو چینايي توکو تعرفې لوړوم چې له دغه هېواد څخه مکسیکو او کاناډا ته صادریږي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، پر هغو چینايي توکو د تعرفو لوړولو په لټه کې دی، چې له دغه هېواد څخه مکسیکو او کاناډا ته صادریږي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر لوړې وړاندې یې ویلي وو، چې پر چین، مکسیکو او کاناډا به تعرفې لوړې کړي.

بل لورته چین تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په تېرو دوو ورځو کې ګڼ شمېر فرمانونه لاسلیک کړي دي.

امیرخان متقي؛له جنګ اونال د کابل او ترکیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکیې له سفیر جنګ اونال سره د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا غږېدلی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، امیرخان متقي په دې لیدنه کې له جنګ اونال غوښتي چې د کابل او انقرې ترمنځ اړیکې باید پیاوړې شي.

بل لورته د ترکیې سفیر ژمنه کړې چې هېواد یې هڅه کوي څو له طالبانو سره په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

اتونبایووا له امیرخان متقي سره لیدنه کې؟له افغانستان سره د پرمختیايي مرستو کچه زیاته شوې

د یوناما مشره روزا اوتنبایووا وایي، په تیرو دریو کلونو کې د لومړي ځل لپاره له افغانستان سره د پرمختيايي مرستو کچه له بشري مرستو څخه زياته شوې.

نوموړې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې دا يو خورا مثبت پرمختګ دی او د افغانستان پر اقتصاد به يې اغېز مثبت وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویلي، چې د یوناما مشرې ډاډ ورکړی چې دا مثبت بدلون به دوام ومومي.

د سند له زندانونو؛تېرو دوو کالو کې له ۴۲۰۰ زیات افغان بندیان ازاد شوي

د پاکستان په کراچۍ کې د طالبانو حکومت قونسلګري وایي، چې په تېرو دوه کالو کې یې له ۴۲۰۰ زیات بندیان ازاد کړي.

سرچینه زیاتوي دا بندیان د غیر قانوني اسنادو نه لرلو او بېلابېلو علتونو له کبله نیول شوي دي.

یادې قونسلګري څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی پاکستان کې د افغانې بندي راحیلې د خلاصون لپاره هڅه کوي او ژر به یې له بند څخه خلاصه کړي.

ټرمپ:که پوتین د اوکراین جګړې په اړه خبرو ته حاضر نه شي؛ نو بندیزونه به پرې ولکوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که پوتین د اوکراین جګړې په اړه خبرو ته حاضر نه شي؛ نو دوی به پرې بندیزونه ولګوي.

نوموړي ویلي، اروپايي ټولنه هم باید د اوکرایند ملاتړ لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

د ټرمپ په خبره، اوکراین ته د وسلو د ورکولو په اړه هم غور کوي.

هغه د یادې جګړې ختمولو لپاره پر چین د فشار راوستلو خبره هم کړې او ویلي یې دي، چې دا هېواد هم د یادې جګړې د ختمولو په برخه کې مهم رول لري.

جان ایګلنډ:د ډونالډ ټرمپ له لوري د مرستو ځنډول به افغان مېرمنو ته بدې پایلې ولري

د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، د ډنالډ ټرمپ له لوري به د درې میاشتو لپاره د مرستو ځنډول د افغانستان لپاره بدې پایلې ولري.

جان ایګلنډ ویلي، ښايي دا پرېکړه به تر ډېره د ښځو او نجونو پر ژوند منفي تاثیر وکړي.

نوموړی زیاتوي، که په دې برخه کې کوم مثبت بدلون رامنځته نه شي، نو دوی اړ دي، چې مرستې راکمې او د ښځینه کارکوونکو دندې پای ته ورسوي.

واک ته له رسېدو سره ټرمپ هېوادونو ته مرستې د درې میاشتو لپاره بندې کړې.

علي احمد جلالي:طالبان له القاعده ډلې د امتیاز په توګه ګټه اخلي

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، چې طالبان د تروریستي ډلو تر عنوان لاندې له امریکا څخه د امیتاز تر لاسه کولو په موخه ګټه اخلي.

نوموړي ویلي القاعده ډلې د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې خپل پټنځایونه لري؛ خو زیاتوي چې اوس مهال په مستقیم ډول امریکا ته د ګواښ کومه نښه نه لیدل کېږي.

د هغه په خبره، طالبان غواړي له دې ډلې د امتیاز په توګه ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تل وايي، د افغانستان خاوره امن ده او هیچاته ترې ګواښ نشته.

ډونالډ ټرمپ:ایلن ماسک سره د ټک‌ټاک کمپنۍ په اخیستو کې همغږی یم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایلن ماسک لېواله دی، چې د ټک ټاک کمپنۍ واخلي.

هغه ویلي، دی هم په دې برخه کې ورسره همغږی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د ټک ټاک کمپنۍ له مشرانو سره یې هم کتلي او فکر کوي، چې یو چاته ووايي، ترڅو دا کمپنۍ واخلي.

ټرمپ وايي، که ماسک وغواړي، چې دا کمپنۍ واخلي، نو مخالفت به ې ونه کړي.

ترکیه؛د بولو ښار کې اورلګېدنې ۷۶ تنه وژلي

0

د دترکیې بولو ښار هوټل کې د اورلګېدنې له کبله ۷۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

رویټرز ویلي، چې یو شمېر خلکو د خپلو ځانونو د ژغورلو لپاره ځانونه له کړکیو لاندې را غورځولي دي.

دا پېښه د تېرې سې شنبې په شپه رامنځته شوې وه.

د یادونې ده، چې د پېښې له کبله تېره ورځ په ترکیه کې عمومي رخصتي هم اعلان شوې وه.