جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 661

ټرمپ:که پوتین د اوکراین جګړې په اړه خبرو ته حاضر نه شي؛ نو بندیزونه به پرې ولکوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که پوتین د اوکراین جګړې په اړه خبرو ته حاضر نه شي؛ نو دوی به پرې بندیزونه ولګوي.

نوموړي ویلي، اروپايي ټولنه هم باید د اوکرایند ملاتړ لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

د ټرمپ په خبره، اوکراین ته د وسلو د ورکولو په اړه هم غور کوي.

هغه د یادې جګړې ختمولو لپاره پر چین د فشار راوستلو خبره هم کړې او ویلي یې دي، چې دا هېواد هم د یادې جګړې د ختمولو په برخه کې مهم رول لري.

جان ایګلنډ:د ډونالډ ټرمپ له لوري د مرستو ځنډول به افغان مېرمنو ته بدې پایلې ولري

د ناروې د کډوالو شورا مشر ویلي، د ډنالډ ټرمپ له لوري به د درې میاشتو لپاره د مرستو ځنډول د افغانستان لپاره بدې پایلې ولري.

جان ایګلنډ ویلي، ښايي دا پرېکړه به تر ډېره د ښځو او نجونو پر ژوند منفي تاثیر وکړي.

نوموړی زیاتوي، که په دې برخه کې کوم مثبت بدلون رامنځته نه شي، نو دوی اړ دي، چې مرستې راکمې او د ښځینه کارکوونکو دندې پای ته ورسوي.

واک ته له رسېدو سره ټرمپ هېوادونو ته مرستې د درې میاشتو لپاره بندې کړې.

علي احمد جلالي:طالبان له القاعده ډلې د امتیاز په توګه ګټه اخلي

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي ویلي، چې طالبان د تروریستي ډلو تر عنوان لاندې له امریکا څخه د امیتاز تر لاسه کولو په موخه ګټه اخلي.

نوموړي ویلي القاعده ډلې د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې خپل پټنځایونه لري؛ خو زیاتوي چې اوس مهال په مستقیم ډول امریکا ته د ګواښ کومه نښه نه لیدل کېږي.

د هغه په خبره، طالبان غواړي له دې ډلې د امتیاز په توګه ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تل وايي، د افغانستان خاوره امن ده او هیچاته ترې ګواښ نشته.

ډونالډ ټرمپ:ایلن ماسک سره د ټک‌ټاک کمپنۍ په اخیستو کې همغږی یم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایلن ماسک لېواله دی، چې د ټک ټاک کمپنۍ واخلي.

هغه ویلي، دی هم په دې برخه کې ورسره همغږی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د ټک ټاک کمپنۍ له مشرانو سره یې هم کتلي او فکر کوي، چې یو چاته ووايي، ترڅو دا کمپنۍ واخلي.

ټرمپ وايي، که ماسک وغواړي، چې دا کمپنۍ واخلي، نو مخالفت به ې ونه کړي.

ترکیه؛د بولو ښار کې اورلګېدنې ۷۶ تنه وژلي

0

د دترکیې بولو ښار هوټل کې د اورلګېدنې له کبله ۷۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

رویټرز ویلي، چې یو شمېر خلکو د خپلو ځانونو د ژغورلو لپاره ځانونه له کړکیو لاندې را غورځولي دي.

دا پېښه د تېرې سې شنبې په شپه رامنځته شوې وه.

د یادونې ده، چې د پېښې له کبله تېره ورځ په ترکیه کې عمومي رخصتي هم اعلان شوې وه.

د انګلستان د کرکټ لوبډلمشر؛ په افغان کریکټ لوبډلې د بندیز غوښتنه سم کار نه دی

‏د انګلستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جاس بټلر وایي لوبډله به یې راتلونکې میاشت په پاکستان کې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې سره ولوبیږي.
هغه وویل: “زه فکر نه کوم چې بندیزونه به حل لاره وي.”

بټلر د لومړي ځل لپاره په مطبوعاتو کې د افغانستان په ملي لوبډلې د بندیز مخالفت کړی او ویلي چې: “د یو لوبغاړي په توګه کله چې دا ډول سیاسي مسایل پیدا کیږي،هڅه کوم دامکان تر کچې خبر اوسم.”

هغه زیاته کړه: “کارپوهان په دې اړه زموږ په پرتله ډیر څه پوهیږي، نو ما هڅه وکړه چې د کریکټ بورډ له مشر او لوړ پوړو خلکو سره اړیکه ونیسم ترڅو وګورم چې دوی څه فکر کوي. خو زه فکر نه کوم چې بندیزونه به سمه حلاره وي .»

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر: ولسمشر ټرمپ د جګړې سړی نه دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هیله څرګنده کړې چې د اسرائیلو او ایران تر منځ باید له جګړې ډډه وشي.

ښاغلي فرهان وویل ډاډه دی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت به د دواړو هیوادونو ترمنځ د جګړې خطر زیات نه کړي.

فیصل بن فرحان چې په سویس کښې د نړیوال اقتصادی فورم په کلنۍ غونډه کې خبرې کولې وویل چې تمه ده په نږدې ورځو کې لبنان ته هم سفر وکړي.

دا به له څه باندې یوې لسیزې وروسته لبنان ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر لومړی رسمي سفر وي چې ترسره کوي.

شهزاده فیصل وویل: “په ښکاره ډول، د ایران او اسراییلو ترمنځ جګړه او زموږ په سیمه کې هر ډول کړکیچ هغه څه دي چې موږ یې باید د امکان تر حده مخنیوی وکړو.”

هغه زیاته کړه: “زه د امریکا حکومت ته د جګړې د خطر د عامل په سترګه نه ګورم، برعکس، ولسمشر ټرمپ ډېر روښانه دی چې د جګړې پلوی نه دی.”

د پاکستان د سولې او مطالعاتو انستیتوت:تېر کال پاکستان کې ۵۲۱ بریدونه شوي او ۸۵۲ کسان پکې وژل شوي

0

د پاکستان د سولې او مطالعاتو انستیتوت راپور ورکړی چې تېر کال په پښتونخوا، بلوچستان او د پاکستان په یو شمېر سیمو کې ۵۲۱ ترهګریز بریدونه شوي.

یادې ادارې ویلي، له دغو بریدونو ۲۹۵ پښتونخوا، ۲۰۲ بلوچستان، ۱۱ پنجاب، ۱ اسلام اباد او لس بریدونه کراچۍ کې شوي چې د ۴۸۹ امنیتي منسوبینو په ګډون پکې ۸۵۲ کسان وژل شوي.

دا بریدونه تر ډېره د بلوڅ ازادي غوښتونکو او ټي‌ټي‌پي له لوري شوي دي.

بلومبرګ:طالبانو ټرمپ ته ویلي چې د وسلو اخیستلو پر ځای نورې وسلې هم راکړئ

بلومبرګ راپور ورکړی، چې طالبانو له ټرمپ غوښتي، ترڅو ورنه د وسلو اخیستلو پر ځای له داعش سره د مبارزې لپاره پرمختللې وسلې ورکړي.

بلومبرګ دا معلومات د نوم نه ښودلو په شرط د یوې باخبره سرچینې په حواله لیکلي دي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې که طالبان وسلې ور ونه سپاري؛ نو مرستې به پرې ودروي.

بل لورته د طالبانو حکومت ویلي چې پر نړیوالو مرستو تکیه نه کوي.

امیرخان متقي؛په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لېدلي

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قطر دولت د سفارت شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لېدلي.

د یاد وزارت ویاند ضیاء احمد تکل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او دغه راز افغانستان سره د قطر پر مرستو او یو لړ سیمه‌ییزو مسایلو خبرې وکړې.

نوموړي د دغې ناستې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړې.

ضیاء احمد تکل داسې مهال د دغې لیدنې خبر ورکوي، چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني او د استخباراتو رییس ملا عبدالحق وثیق عربي متحده اماراتو ته سفر کړی.