چهارشنبه, جون 10, 2026
Home Blog Page 659

د کرکټ نړیواله شورا:د افغان ښځینه کرېکټ لپاره ځانګړې کاري ډله جوړوو

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ICC) ویلي، چې د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې د ملاتړ لپاره یوه ځانګړې کاري ډله جوړوي.

یادې شورا ویلي، چې دغه کاري ډله به د هند، انګلستان او اسټرالیا له کرېکټ بورډونو سره په همغږۍ کار کوي.

د دې شورا وینا، د دغې ډلې له لارې به یو ځانګړی مالي صندوق هم رامنځته شي، څو د افغان ښځینه لوبغاړو لپاره مستقیم مالي ملاتړ برابر شي.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې، چې د مالي مرستې ترڅنګ د روزونکو لپاره ټریننګونه، د نړیوالو اسانتیاوو کارول، او نور مسلکي پرمختیايي پروګرامونه هم پکې شامل وي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې غړي دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام:د امریکا د مرستو کمښت د افغانانو د خوړو خوندیتوب له سخت ګواښ سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، چې د امریکا د مرستو وروستی ځنډ او د خوراکي مرستو بودیجه کې کموالي د افغانستان د زیان‌منو خلکو لپاره د خوړو خوندیتوب ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، دا مرستې داسې مهال کمې شوې چې د هېواد د تورم کچه لوړېږي او له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

د راپور له مخې، د خوراکي توکو تورم د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په پرتله په فبرورۍ کې لوړ شوی.

راپور کې ټینګار شوی چې د افغانستان زیاتره خلک لا هم د ژوند د بنسټیزو اړتیاوو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې رویټرز د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د بشري مرستو د پخواني دفتر رییس او ۹ نورو سرچینو له قوله ویلي، د ډونالډ ټرمپ اداره غواړي له افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو سره مرستې پای ته ورسوي.

مولوي عبدالکبیر:له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف کار دی

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر عبدالکبیر، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستل د اسلامي، بشري او نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ له مرستیال عبدالحق مخدوم سره د افغان کډوالو د ایستلو په تړاو د یوې لیدنې پر مهال کړې دي.

د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالحق مخدوم د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره په ټولو ولایتونو کې د لازم چمتووالي خبر ورکړی؛ خو د دغو تدابیرو جزییات نه دي ورکړل شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، یوازې د حمل له ۱۲مې تر ۲۲مې پورې شاوخوا ۴۴،۹۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په ورته وخت کې، د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو مرکز ویلي چې په تېر میلادي کال کې له دغه هېواده له یو میلیون زیات افغانان ایستل شوي دي.

د افغانستان لپاره؛د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي ماموریت پای ته ورسېد

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون اعلان کړی چې دنده یې پای ته رسېدلې ده.

نوموړي دا خبره په یوه پیغام کې د خپلې ایکس‌پاڼې له لارې کړې ده.

نیکلاسون ویلي، چې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه یې ماموریت د روان میلادي کال د مارچ میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی دی.

هغه له ټولو افغانانو او همکارانو څخه چې د ماموریت پر مهال یې ورسره مرسته کړې، مننه کړې ده.

د امریکا دفاع وزیر:که اړتیا وي، د ایران د اټومي بم مخنیوي لپاره پوځي اقدام هم کوو

0

د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست ویلي، چې که څه هم امریکا د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي لپاره د خبرو اترو لاره غوره ګڼي؛ خو که دا خبرې پایله ورنه کړي، نور بدیلونه هم پر مېز دي.

نوموړي له فاکس‌نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پیاوړی هوډ لري چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړې:«هېله لرو چې نظامي اقدام ته اړتیا پېښه نه شي، خو که اړتیا شي، امریکا دا وړتیا لري چې پراخ او ځواکمن عملیات ترسره کړي.»

هگست د عمان خبرې رغنده بللي او ویلي دي چې ټرمپ د خبرو له لارې توافق ته رسېدو ته ژمن دی؛ خو ټینګار کوي چې نور انتخابونه هم شته.

هغه د یمن د حوثیانو پر ضد د امریکا د وروستیو اقداماتو یادونه هم کړې او ویلي چې امریکا نه غواړي له خپل پوځي ځواک څخه کار واخلي؛ خو که اړتیا وي، د ایران د اټومي بم د مخنیوي لپاره به یې وکاروي.

اسلام‌اباد او واشنګټن؛د ترهګرۍ ضد ګډو خبرو ته تیاری نیسي

0

پاکستاني چارواکي وایي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د ترهګرو بریدونو له زیاتوالي وروسته، ټاکل شوې ده چې د جولای په میاشت کې د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په تړاو ځانګړې خبرې اترې ترسره شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د امریکا د کانګرس له یو پلاوي سره په اسلام‌اباد کې لیدلي او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه باید له پاکستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې پراخه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې ترهګري یو نړیوال ګواښ دی او د اطلاعاتو تبادله او پرمختللې ټکنالوژي د دې مبارزې لپاره اړینه ده.

قطر؛د اسراییلو له لوري د غزې پر روغتون بمبار غندلی

0

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د غزې په باپتیست روغتون د اسراییلو هوايي برید وحشیانه وژنه او ستر جنایت بللی.

یاد وزارت ویلي، چې دا برید د نړیوال بشردوستانه قانون ښکاره نقض دی.

دغه وزارت ویلي، قطر د ملکي تأسیساتو، په ځانګړي ډول روغتونونو پر ضد هر ډول بریدونه په کلکه غندي.

دې وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د ملکي وګړو د ساتنې په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د طالبانو د عدلیې وزارت؛له پاکستان څخه د شړل شویو کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د عدليې وزارت له خیریه بنسټونو، د معاملاتو دفترونو او د ملکیتونو له مالکانو غوښتي چې له هغو افغان کډوالو سره مرسته وکړي چې له پاکستانه را شړل شوي دي.

یاد وزارت ویلي، د معاملاتو دفترونه باید له کډوالو سره د مناسبې کرایې په ورکړه کې همکاري وکړي او له غیرقانوني کمېشن اخیستو ډډه وکړي.

همداراز له ملکیت لرونکو غوښتنه شوې چې خپل کورونه بېرته راستانه شویو ته په مناسب قیمت ورکړي.

د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان:که دښمن مو تېروتنه وکړه، زموږ په قوي وسلو به په نښه شي

0

د ایران د ځمکنيو ځواکونو قومندان کیومرث حیدري ویلي، چې دښمن که په هره کچه تېروتنه وکړي؛ نو زموږ د لیرې واټن ویشتونکو وسلو له لوري به په نښه شي.

هغه ویلي، چې موږ ځانګړې وسلې لرو چې د ګواښونو پر وړاندې یې کاروو او دا وسلې د هېواد د ځوانانو لخوا تولید شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ډونالډ ټرمپ ویلي وه که له ایران سره خبرو نتیجه ورنکړه؛ نو پوځي اقدام به وکړي.

سیف الاسلام خیبر:تېر یو کال کې مو د یو زر او ۱۳۳ جبري نکاح‌ګانو مخه نېولې

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وايي، چې محتسبانو یې په تېر یو کال کې د یو زر او ۱۳۳ اجباري نکاحوو مخنیوی کړی او دا ستونزې یې حل کړې دي.

نوموړي ویلي، چې دوی د ښځو د شرعي حقونو مدافعین دي.

د طالبانو حکومت تر دې وړاندې هم ویلي، چې دوی د ښځو ټول حقونه تامین کړي او واک ته له رسېدو وروسته یې په زرګونه اجباري ودونو مخینوی کړی دی.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې ډېری طالب مشران کم عمره نجونې د پیسو او واک څخه په ناوړه ګټه اخیستنې ځانته نکاح کوي.