د مشرانو جرګې پخواني رئيس، فضل الهادي مسلمیار، د خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو پر یو شمېر سیمو د پاکستاني پوځ د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کول، د ښځو او ماشومانو په نښه کول «ستر جنایت او نه بښونکی عمل» دی.
مسلمیار ویلي، د پاکستان پوځ په وار وار ملکي وګړي او عامه ځایونه په نښه کوي او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه باید د دغو «خپلسرو او وحشیانه» بریدونو په اړه له پاکستانه حساب وغواړي.
نوموړي دا بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری بللی دی.
هغه ټینګار کړی چې دا ډول بریدونه نه پخوا بې ځوابه پاتې شوي او نه به هم په راتلونکي کې بې ځوابه پاتې شي.

