سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 658

شیخ هبت‌الله افغانانو ته:د جهاد مقصد وساتئ، ځکه شیطانان هڅه کوي چې افغانستان بیا د جګړې لور ته بوځي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده ویلي، چې حکومت او ملت باید سره جلا نشي.

نوموړي خپله د اختر د لمانځه وروسته وینا کې پر اتحاد، اتفاق او د اسلامي نظام پر ساتنې ټینګار کړی.

هغه ویلي، چې اسلامي نظام یوازې د اتحاد او اتفاق له لارې بریا ته رسېږي او ټول ولس، د حکومت غړي او نظام سره یو دي.

هبت الله دغه راز ویلي، چې دی د خلکو تر منځ د «امارتي او غیرامارتي» نومونو ایښودو مخالف دی.

نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړې چې د جهاد مقصد وساتئ، ځکه شیطانان هڅه کوي چې افغانستان بیا د جګړې او شخړو لور ته بوځي.

عبدالرشید دوستم:د برخلیک بدلون رانږدې شوی او موږ به له دې سختو حالاتو بریالي راوځو

د افغانستان د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم طالبان د افغانستان د اوسني بحران اصلي مسئول بللي.

ښاغلي دوستم په خپل اختریز پیغام کې ویلي، چې د افغانستان شرایط حساس او پیچلي حالت کې دي.

نوموړی وايي، سیاسي شخړې او مرموزې لوبې د ملت برخلیک له خطر سره مخ کړی.

هغع ادعا کړې، چې په افغانستان کې فقر، بې‌کاري او د عدالت نشتوالی لا هم دوام لري.

دوستم دغه راز ویلي، چې طالبان د ملت پر وړاندې ولاړ دي او باید ځواب ووایي.

دوستم له خلکو غوښتي، چې اتحاد وساتي او د افغانستان د ژغورلو لپاره هڅې وکړي.

زلمي خلیلزاد:د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی امریکایي وګړی کابل کې د “قطر ملګرو” سره دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د طالبانو له بنده تازه خوشې شوی امریکایي وګړی کابل کې د “قطر ملګرو” سره دی.

خلیلزاد ویلي چې فې‌هال به ژر خپلې کورنۍ ته وسپارل شي.

هغه په دې برخه کې د قطر له دوامداره هڅو هم مننه کړې.

د طالبانو سترې محکمې؛سبا یکشنبه په هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

د طالبانو حکومت سترې محکمې سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

ددغې محکمې د میاشتو د لیدو کمېټې اعلان وکړ، چې د شوال میاشت لیدل شوې او سبا یکشنبه په هېواد کې د کوچني اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.

اشرف غني:د روانې پیړۍ ۲۵ کلونه مو ضایع کړل

د هېواد پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وایي، له راتلونکي پنځه او لس کالونه به په نړیواله کچه سخت کالونه وي او افغانان باید له بهرنیو مرستو تمې پرې کړي.

نوموړي په خپل اختریز پیغام کې ویلي، افغانستان د ټولو دی او دردونه یې هم د ټولو یو دي.

ښاغلي غني زیاته کړې، نولسمه پېړۍ مو وبایلله، شلمه پېړۍ مو وبایلله او د یویشتمې پېړۍ لومړي ۲۵ کالونه مو هم وبایلل.

هغه دغه راز ویلي، اړتیا ده، چې مشروع اصول راوړل شي، ترڅو ټول لوري پکې ځان وویني.

سعودي عربستان؛سبا یکشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

0

سعودي عربستان اعلان کړی، چې میاشت یې ولیده او سبا په دغه هېواد کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.

بل لورته تر اوسه د طالبانو حکومت رسمي اعلان نه دی کړی.

حامد کرزي؛د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مشرې روزا اوتونبایوا سره کتلي.

د ښاغلي کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن ورځ یې د ملګرو ملتونو ځانکړې استازې روزا اوتونبایوا سره د افغانستان او سیمې پر حالاتو او د یوناما پر برنامو خبرې کړي دي.

په دې ناسته کې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو تعلیم حیاتي ګڼلی او په دغه برخه کې یې د ملګرو ملتونو له مرستو مننه کړې.

سعودي عربستان؛د میاشت لیدلو په اړه د پرېکړې لپاره غونډه پیل کړه

0

سعودي عربستان په دولس سیمو کې د میاشت لټون پیل کړی او اوس مهال د میاشت لیدلو د پرېکړې لپاره غونډه پیل شوې.

سره له دې چې لاهم سعودي د میاشت لیدلو اعلان نه دی کړی؛ خو یو شمېر هېوادونو دوشنبه د کوچني اختر لومړی ورځ اعلان کړې.

هند، پاکستان، مالیزیا، بنګله‌دېش، اسټرلیا او برناوې هغه هېوادونه دي چې دوشنبه به پکې اختر وي.

استرالیا، اندونیزیا او مالیزیا؛دوشنبه د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه

0

په داسې حال کې چې مسلمانان په بېلابېلو هېوادونو کې د شوال د میاشتې د سپوږمۍ د لیدو په تمه دي، استرالیا، اندونیزیا او مالیزیا اعلان کړی، چې د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

د استرالیا د اسلامي فتوا شورا نن په یوه بیان کې ویلي: «د دوشنبې ورځ، د مارچ ۳۱مه، د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده، ځکه چې د شنبې په ماښام، د مارچ ۲۹مه، د شوال د میاشتې سپوږمۍ لیدل ناشوني دي.»

اندونیزیا هم په رسمي ډول اعلان کړی، چې د دوشنبې ورځ به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي، ځکه چې په دې هېواد کې هم د شوال د میاشتې سپوږمۍ نه ده ثابته شوې.

زلمی خلیلزاد:طالبان به ژر یو بل امریکایي وګړی له بنده ازاد کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې ژر به د طالبانو له بنده یو بل امریکایي وګړی ازاد شي.

هغه دا خبرې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له قوله کړې دي.

خلیلزاد ویلي چې دغي بندی وګړی فای دي هال نومیږي.

لامعلومه نه ده چې د دغه بندي مقابل کې به د طالبانو حکومت ته څه ورکول شي.

تر دې وړاندې کابل ته د خلیلزاد له راتګ سره یو امریکایي وګړی ازاد شوی وو.