چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 642

پاکستاني رسنۍ:د پاکستان حکومت افغانستان ته د دوو پلاوو د لیږلو طرحه نهایي کړې

پاکستاني رسنۍ وایي، د پاکستان حکومت افغانستان ته د دوو پلاوو د لیږلو طرحه نهایي کړې.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، لومړی پلاوی به له طالبانو سره د خبرو اترو او لیدو د چمتو کولو او دویم پلاوی به د علي امین ګنډاپور په مشرۍ له طالب چارواکو سره د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو، سیاسي او اقتصادي مسائیلو د خبرو لپاره راشي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایرانۍ ورځپاڼه:طالبان لا هم د ایران چارواکي دوکه کوي

ایرانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان لاهم د ایران چارواکي دوکه کوي.

یادې ورځپاڼي لیکلي، طالبانو سره له دې چې ایران څخه یې زیات امتیازات ترلاسه کړي؛ خو هیڅ ژمنه یې نه ده پوره کړې.

دوی له طالبانو سره د ایران تعامل هم سخت غندلی دی.

ورځپاڼې کابل کې یو هوټل ته د یاد هېواد د بهرنیو چارو د وزیر ورتګ ته په اشارې لیکلي، چې د کابل چای د ایران لپاره ګټوره لاسته راوړنه نه وه.

پوتین:زموږ هغه سرتېري قهرمانان دي چې افغانستان کې جګړه کړې وه

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل هغه پخواني سرتېري قهرمانان بللي، چې افغانستان کې یې جګړه کړې وه.

ولادمیر پوتین ویلي، چې دوی په ډېر ویاړ په افغانستان کې خپله دنده سرته رسولې.

د کرملین ویبسایت د پوتین له قوله لیکلي، چې د دوی قرباني به د روسیې په تاریخ کې تل پاتې وې.

جنوبي وزیرستان؛امنیتي ځواکونو یو تن عام وګړی وژلی او ۷ نور یې ټپیان کړي دي

0

د جنوبي وزیرستان په سراروغه سیمه کې امنیتي ځواکونو پر عامو خلکو بریدونه کړي.

دغو بریدونو کې یو تن وژل شوی او اوه تنه نور ټپیان دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، دوی دا بریدونه د وسله والو له وېرې کوي.

د مقاومت په نوم جبهه:فراه کې یې پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې فراه کې یې پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

یادې ډلې ویلي، دغه برید یې تېره ورځ له غرمې مخکې کړی، چې په پایله کې یې ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مارک روبیو؛په خپل بهرني لومړني سفر اسرائیل ته تللی

0

رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسرائیل ته تللی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی به له لوړپوړو اسراییلي چارواکو سره د حماس او اسرییل ترمنځ د اوربند، بندیانو د تبادلې او پر ایران خبرې وکړي.

په پام کې ده، چې هغه به تر دې وروسته، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم سفر وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې وړمه ورځ هم د اسرائیل او حماس ترمنځ بندیان تبادله شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر؛د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره تلیفوني خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې مارکو روبیو په دې تماس کې د اوکراین د بحران د حل لپاره د ډونالډ ټرمپ پر ژمنې ټینګار کړی.

په دې تلیفوني خبرو کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د فرصتونو په اړه هم خبرې کړي دي.

د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د نړیوالو شخړو د حل لپاره د احتمالي همکاریو پر امکان هم غږېدلي دي.

دا تماس د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د احتمالي هڅو یوه برخه بلل کېږي.

د امریکا او روسیې استازي؛نږدې راتلونکي کې سعودي عربستان کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په پای ته رسېدو خبرې کوي

0

ټاکل شوې، چې د امریکا او روسیې استازي به نږدې راتلونکي کې سعودي عربستان کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې په پای ته رسېدو خبرې وکړي.

پخواني سناتور مایکل مک‌کال رویټرز ته ویلي، چې نږدې ورځو کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت مشاور مایک والتز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازی استیو ویتکاف به سعودي عربستان ته لاړ شي.

خو تر اوسه نه ده معلومه چې دا کسان به له کومو روسي چارواکو سره وګوري.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلي وو چې د اوکراین جګړې ختمولو لپاره امریکا سره خبرو ته چمتو دی.

فوزیه کوفي:طالبانو د ښځو پر ضد د سختو بندیزونو دوام سره ثابته کړه چې دوی نه دي بدل شوي

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د مونیخ امنیتي کنفرانس ته په خپله وینا کې ویلي، چې طالبان د ښځو پر ضد د سختو بندیزونو په دوام سره دا ثابته کړې چې دوی نه دي بدل شوي، او دا باور چې طالبان به بدل شي، یوه ناکامه تمه ده.

کوفي ویلي، چې د طالبانو د بدلون یوازینۍ حل لاره د نړیوالې ټولنې له خوا پر طالبانو فشار راوړل دي.

نوموړې له نړیوالو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو مخالفو ډلو ته، چې د دیموکراسۍ او د ښځو د حقونو ملاتړ کوي، د فعالیت زمینه برابره کړي، تر څو دوی خپل سیاسي او ټولنیز نفوذ پراخ کړي.

کوفي زیاته کړې، چې نړۍ باید پر طالبانو د سیاسي تعامل پر ځای یو ستراتیژیک لیدلوری خپل کړي، ځکه چې طالبانو پرله‌پسې د ښځو حقوق نقض کړي او دا یې ثابته کړې چې د منځلارو طالبانو تصور حقیقت نه لري.

المان؛ مونیخ کې د افغان کډوال لخوا پر موټریز برید یوه مور او لور د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه

د المان پولیسو ادعا کړې چې مونیخ کې د یو افغان کډوال لخوا پر موټریز برید یوه ۳۷ کلنه ښځه او ورسره دوه کلنه لور یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د یاد هیواد پولیسو د دغې ۲۴ کلن بریدګر نوم فرهاد نوري یاد کړی او د برید جنبه یې په دې اساس مذهبي انګېرلې چې د 《 الله اکبر》 غږونه یې کول.

الماني پولیسو زیاته کړې، فرهاد نوري د معتبرو اسنادو درلودونکی و او تر دې دمه یې دلته اوسېدنه او کار کول قانوني وو.