سرچینې وایي، چې نن ماښام شپږ بجې د تخار ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ په دروازه کې چاودنه شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د طالبانو حکومت هم تر دې مهاله د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
سرچینې وایي، چې نن ماښام شپږ بجې د تخار ولایت د طالبانو د امنیه قومندانۍ په دروازه کې چاودنه شوې ده.
تر اوسه د دې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
د طالبانو حکومت هم تر دې مهاله د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره شپه د پاکستاني سرتېرو پر کمپ، پوسته او یو بس باندې برید کړي، چې ۱۷ ایف سي سرتېري یې وژلي دي.
دا بریدونه د بلوچستان د کلات به سیمه کې شوي دي.
بل لورته د پاکستان پوځ هم منلې، چې ۱۷ پوځیان یې وژل شوي؛ خو زیاتوي چې دوی هم په مقابلو ډزو کې ۱۲ وسله وال وژلي دي.
سیګار راپور ورکړی، چې طالبان په رسمیت پېژندل شوی حکومت نه دی او دوی د افغانستان لپاره د اختصاص شوې بودجې ته د لاسرسي حق نه لري.
سیګار په خپل راپور کې ویلي چې امریکا ښایي یو وار بیا د افغانستان څلور میلیارده ډالره شتمني تر خپل کنټرول لاندې راولي.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې بیا په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني د سویس بانک ته انتقال شوې وه.
د طالبانو پر حکومت د فشارونو سره سره پر یو وخت، د طالبانو د امر باالمعروف وزیر خالد حنفي خپلې ډلې ته د صبر، استقامت او تقوا غوښتنه کړې.
هغه په یو غږیز پیغام کې ویلي، چې دوی باید د هرې توطیې پر وړاندې صبر ولري.
تر دې وړاندې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده هم خپلې ډلې ته ویلي وو چې له زندانونو ویره ونه لري او له استقامت کار واخلي.
یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د طالبانو د حج او اوقافو وزیر یو پاکستانی متقاعد خطیب ددې وزارت د ژباړونکي او ترجمان په توګه ټاکلی دی.
نوموړي چې ددې خطیب د نوم او تنخوا په اړه څه ونه ویل؛ خو زیاته یې کړه چې د هغه زامن له ۲۰۰۸ کال راهیسې په بلوچستان کې په پاکستاني پوځ کې دنده ترسره کړې.
سرچینې ویلي، په داسې حال کې چې ګڼ شمیر افغانان بې دندې دي او په حساسو ځایونو کې د پاکستانیانو مقررول ددې هېواد او خلکو سره ظلم دی.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) راپور رد کړ.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او نور جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.
هغه دغه راز ویلي، چې د داعش د حضور په اړه اندېښنې یوازې د دې ډلې په ګټه تبلیغات دي.
فطرت زیاته کړې، چې دا ډول راپورونه حقیقت نه لري او د ځانګړو موخو لپاره خپرېږي.
د یادونې ده چې سیګار په خپل راپور کې ویلي وو، چې داعش، القاعده او ټي ټي پي لا هم د افغانستان او سیمې لپاره یو ستر ګواښ دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې بګرام هوایي اډه اوس د چین په لاس کې ده.
ټرمپ زیاتوي، که دی په واک کې وی؛ نو حتمي به یې دا اډه ساتلې وه.
نوموړی وایي، دا د شرم وړ خبره وه، چې امریکایان ان د بګرام له هوایي اډې هم ووتل.
هغه زیاته کړې، د دوی په ګډوډ ډول له وتلو وروسته روسیه پر اوکراین ور زړوره شوه.
د یادونې ده چې ټرمپ پخوا هم ویلي چې بګرام د دوی لپاره یوه مهمه هوایي اډه وه.
ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال استانبول کې له یو شمېر مشرانو د پاکستان د استخباراتي ادارې د یو جګ پوړي مشر لیدنې ته غبرګون کې لیکلي:«چې د افغانستان ملي ګټو د اړتیا له مخې د یوه ملي و منتخب حکومت له خوا رسمي واک و مسئولیت ورسپارل شوی نهوي او په خپل سر له پاکیستاني یا د هربل دوښمن هېواد له استخباراتي سازمانونو سره ګوري و خبرې کوي،
هغوی وطن و ولس ته خاینان دي.»
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ویل کېږي د پاکستان د استخباراتي سازمان يا ای ايس ای يو جګپوړي پلاوي په استانبول کې له يو شمېر جهادي مشرانو صلاح الدين رباني، عبدالرشيد دوستم، عبد رب الرسول سياف، محمد محقق او کريم خلیلي سره د افغانستان پر راتلونکي خبرې کړې دي.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کرکټ په ډګر کې د افغان نجونو له شتون څخه خوښي څرګنده کړې.
ښاغلي کرزي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، هیله لري چې د نجونو د کرکټ لوبډله هم د خپلو وروڼو په څېر په نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ویاړ وګرځي.
د یادونې ده چې د افغان کرکټ ښځینه لوبډله ګڼو نړیوالو بنسټونو ستایلې او دا یې د افغانو ښځو د غږ پورته کولو لپاره یو ښه اقدام ګڼلی.
په سویس کې د افغانستان اماني صندوق کې د ټرمپ د لاس وهنې په اړه د یاد صندوق د مدیره هیت غړی انوار الحق احدي وایي، چې دا صندوق خپلواک او هیڅوک پکې د لاسوهنې حق نه لري.
نوموړی زیاتوي د امریکا حکومت د خپل قانون پر اساس دغه صندوق کې د لاسوهنـې حق نه لري؛ خو استازی یې له دوی سره پلاوي کې شامل دی.
د یادونې ده چې سویس کې د افغانستان اماني صندوق کې اوس مهال نږدې ۴ میلیارده ډالر شته.