جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 634

د ایټالیا لومړۍ وزیره:د اوکراین پر سر د لوېدیځ د پاشل کېدو وېره زیاته ده او اړتیا ده، چې مخنیوی یې وشي

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني خبرداری ورکړی، چې د اوکراین پر سر د لوېدیځ د پاشل کېدو وېره زیاته ده او اړتیا ده، چې مخنیوی یې وشي.

هغې د برېټانیا له لومړي وزیر سره کتنه کې ویلي، چې په دې برخه کې برېټانیا او ایټالیا کولای شي د یو ارتباطي پل په توګه مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده، چې د ټرمپ او زیلنسکي ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته، اروپايي ټولنې ویلي، چې دوی د اوکراین ملاتړ کوي او نن بیا د اروپايي ټولنې سرمشریزه کې د اوکراین ولسمشر هم برخه اخیستې وه.

جان بولټون:د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دې له دندې استعفا ورکړي

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټون د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو غوښتي، چې له دندې استعفا ورکړي.

نوموړي ویلي، که روبیو اوس استعفا ونکړي، نو ښایي راتلونکي ته یې باور زیانمن شي.

بولتون دا څرګندونې وروسته ترهغې کوي، چې د ټرمپ او زیلنسکي ترمنځ سپینه ماڼۍ کې لفظي شخړه رامنځته شوه.

اینټرپریټر ورځپاڼه:ټرمپ له زیلنسکي سره هغه څه کوي، چې له اشرف غني سره یې وکړل

اسټرالیايي ورځپاڼې اینټرپریټر لیکلي، چې له زیلنسکي سره د ټرمپ چلند د ټرمپ په لومړۍ واکمني کې له اشرف غني سره د ټرمپ له چلند سره ډېر ورته والی لري، چې له کبله یې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

یادې ورځپاڼې لیکلي، چې په ۲۰۲۰ کال کې امریکايي لوړ پوړي چارواکي کابل ته له ډېر واضح پیغام سره تلل، چې له طالبانو سره جوړ جاړي وکړي او اوس هم کټ مټ همغه سناریو تکراریږي.

ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلي، که څه هم د اوکراین او افغانستان وضعیتونه مختلف دي، خو د دغو دواړو مسائیلو لپاره د ټرمپ مدیریت یو ډول ښکاري.

کی‌یر استارمر:بریتانیا او فرانسه د یو ګډ پلان پر جوړولو کار کوي، ترڅو د روسیې او اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر ویلي، چې بریتانیا او فرانسه د یو ګډ پلان پر جوړولو کار کوي، ترڅو د روسیې او اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي، او له چمتو کولو وروسته به یې امریکا ته وسپاري.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، استارمر چې په لندن کې د زیلنسکي کوربه و، د بي‌بي‌سي ته په مرکه کې وویل: «بریتانیا، فرانسه، او ښايي یو یا دوه نور هېوادونه، د اوکراین سره یو ځای د جګړې د درولو پر طرحه کار کوو او وروسته به یې له امریکا سره شریکه کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ لفظي شخړه هم وشوه او له هغه وروسته زیلنسکي لندن ته لاړ.

مسعود پزشکیان:ایران له دوښمن سره یوه بشپړه جګړه کې دی

‏د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، چې ایران له دوښمن سره یوې بشپړې جګړې ته لوېدلی.

پزشکیان د سوریې سقوط، د هنیه وژل کېدل، د حزب الله او اسرائیل جګړه او د ټرمپ بیا راتګ د دغې جګړې مثالونه بللي دي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د اسلامي شورا په مجلس کې کړې دي.

ذبیح الله مجاهد:امریکا له مونږ وسلې غواړي؛ خو مونږ ورسره په افغانستان کې د تېرو شلو کالونو د ویجاړیو حساب کوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، له امربکا پاتې وسلې غنمیت دي او ډونالډ ټرمپ باید د احساساتي څرګندونو پر ځای د افغانستان په اړه خپل معلومات بشپړ کړي.

هغه په باګرام هوایي اډه کې د چینايانو شتون هم رد کړ او زیاته یې کړه، چې باګرام اوس د دوی په واک کې دی.

مجاهد له ازبېکستان هم وغوښتل چې د افغانستان الوتکې ور وسپاري.

نوموړي ویلي، چې دوی به امریکا سره افغانستان کې د ۲۰ کالو ویجاړیو حساب وکړي.

لاهور او باجوړ؛نامعلومو وسله والو یو پولیس او یو د ایف سي سرتېری وژلي

د پاکستان په لاهور ښار کې نامعلومو وسله والو یو پولیس وژلی دی.

یاده پېښه د لاهور په چوهنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.

وژل شوی کس قربان علي نومیږي، چې د سفاري پارک سره نږدې پرې برید شوی.

بل لورته بیا د پښتونخوا په باجوړ کې هم د پاکستان د ایف سي ځواک یو سرتېری وژل شوی دی.

تر اوسه د دغو دواړو پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.

مارکو روبیو:اسرائیل ته د امریکا د نظامې مرستو د وېش چټکولو سند یې لاسلیک کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، اسرائیل ته د امریکا د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت د نظامې مرستو د وېش چټکولو سند یې لاسلیک کړی دی.

نوموړی وايي، هغه سند یې لاسلیک کړی، ترڅو اسرائیلو سره دغه مرستې چټکې کړي.

روبیو ویلي، اوس هغه جزیي بندیزونه هم لرې شوي، چې د بایډن ادارې له لوري پر اسرائیل موجود وو.

پاکستان پورې تړلو ته د حلیم فدایي کنایه:د غیرت بهیر، عبدالسلام ضعیف، او ګڼو نورو طالب سیاستوالو سره د پاکستان چلند د عبرت وړ دی

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي د امریکا چلند له زیلینسکي سره، ټولو هغو سیاستوالو ته چې امریکا ته تمه لري، یو لوی درس بللی خو لیکلي چې تردې لوی درس باید له پاکستان څخه واخیستل شي.

نوموړي ویلي،امریکا له زیلینسکي سره یوازې لفظي شخړه وکړه، خو پاکستان یې فزیکي له منځه وړي.

ښاغلي فدایي چې د طالبانو له سرسختو منتقدینو دی په خپل ایکس پاڼې لیکلي:«پاکستان د پردیو ګټو او پیسو لپاره نه یوازې پر خپل مسلمان ګاونډي ظلم کوي، بلکې آن خپلو پاکستاني سیاستوالو سره هم دښمنانه چلند کوي. د پیسو په بدل کې خپل خلک خرڅوي، بندیانوي، او ان وژني»

دغه پخواني چارواکي په افغان سیاستوالو نیوکه کړې او د پښتو هغه متل یادونه یې هم کړې چې په «پردي لاس مار هم مه وژنئ» خو په وینا یې سیاستوال همدا ناکامه تجربه تکراروي.

په غزه کې اوربند؛اسرائیل وایي د روژې په مناسبت د امریکا له طرحې سره موافق دی

د غزې اوربند له پای ته رسېدو څو ساعته وروسته، د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر وايي، چې د اوربند په اړه په منځني ختیځ کې د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویتکاف وړاندیز مني او د روژې میاشتې په مناسبت د دغه اوربند غزولو ته هم دوام ورکوي.

له یاد دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ویتکاف د وړاندیز پر اساس به غزې کې نیمايي اسرائیلي بندیان ازاد او د نیمو جسدونه به ورسپارل کېږي او پاتې نور به له یو دایمي اوربند وروسته ازادیږي.

تر دې وړاندې بیا د حماس ډلې ویاند ویلي و، چې دوی د لومړي پړاو اوربند غځولو لپاره یې د اسرائیل فرمول رد کړی دی.