جمعه, مې 1, 2026
Home Blog Page 633

د تورخم نښته؛د یو پاکستاني پولیس په ګډون پکې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې تورخم کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ نښته کې یو ملکي کس وژل شوی، یو پاکستانی پولیس او یو بل ملکي کس ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغې نښتې علت معلوم نه دی، خو تر دې وړاندې هلته د تاسیساتو د جوړېدو پر سر نښتې شوې وې.

د یادونې ده چې تر اوسه رسمي لوریو په دې اړه څه نه دي ویلي.

زیلنسکي:باور لرم، چې له ټرمپ سره به مې اړیکې بېرته دوام پیدا کړي

د اوکراین ولسمشر وايي، چمتو نه دی، چې روسیې ته خپله ځمکه ورکړي.

هغه ویلي، لاهم امریکا سره د کاني زېرمو په تړاو قرارداد ته چمتو دی او تېره ورځ یې اروپايي ټولنې هم امریکا ته د اوکراین د سولې طرحې مسودې لېږل یو کليدي اړخ بللی وو.

زیلنسکي زیاتوي، باور لري، چې له ټرمپ سره به یې اړیکې بېرته دوام پیدا کوي.

د یادونې ده، چې ټرمپ زیلنسکي ته ویلي وو، چې تر اوسه د سولې لپاره چمتو نه یې او امریکا بیا د اوکراین لپاره داسې رهبر ته اړتیا نه لري.

تورخم؛تېره شپه طالبانو او پاکستاني لوري نښته کړې

تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې.

دا نښته تېره شپه د تورخم اړوند رامنځته شوې، چې دواړو لوریو پکې له سپکو او درنو وسلو هم کار اخیستی.

تر اوسه د دغې نښتې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا نښته داسې مهال رامنځته شوې، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د تورخم لار تړلې او تېره ورځ هم په دې اړه د طالبانو او پاکستاني لوري خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.

روسیه:اروپايي ټولنه غواړي د اکراین جګړه اوږده شي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اروپايي هېوادونه د اوکراین جګړې پر غځولو تورن کړي دي.

لاوروف ویلي، اروپايي هېوادونه هڅه کوي، چې د اوکراین جګړه اوږده کړي؛ خو په ورته مهال یې بیا په دې برخه کې د امریکا د ولسمشر هڅې ستایلې دي.

نوموړي زیاته کړې، «ډانلډ ټرمپ پر عمل ولاړ شخص دی. د هغه شعار ‘سالم عقل’ دی، چې مانا یې دا ده چې ټول خلک کولی شي د امریکا په سیاستونو کې د بدلون شاهدان واوسي.»

د هغه په خبره، مسکو له واشنګټن سره په ټولو برخو کې هوکړه نه لري؛ خو یوازې به د ګډو ګټو په برخه کې له یو بل سره عملي همکاري ته تیار دي.

تورخم کې ایسار مسافر:د پیسې د خلاصیدو له امله شپې جوماتونو کې کوو او روژه ماتې ته څه نه لرو

‏د تیرو څو ورځو راهیسې د تورخم د دروازې بندېدو، له امله د دې لارې ګڼ شمیر ناروغان، مسافر او سوداګر، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په تورخم کې بند مسافر چې ډیری یې ناروغان دي وایي، په پیښور کې د اوسېدو لپاره ځای، او روژه ماتي لپاره پیسې نه لري.

دوي وایي، د پیسو د خلاصېدو له امله، شپې په جوماتونو کې تېروي.

طالب چارواکي د لارې د بندیدو پړه پر پاکستان اچوي او ادعا کوي چې په افغان خاوره د تاسیساتو مخنیوي دغه هیواد غصه کړی دی.

جواد ظریف ته نږدې سرچینې؛غیرقانوني مرستیال ولسمشر له دندې استعفاء کړې

‏د ایران د ولسمشر مرستيال جواد ظریف ته نږدې سرچینې وایي، نوموړي له خپلې دندې استعفاء کړې.

تسنیم خبرې اژانس لیکلي جواد ظریف د ایران د قانون له مخې پدې دنده کې په غیر قانوني ډول کار کوي.

که څه هم له دولتي دندې د نوموړي استعفاء کومه نوې خبره نده خو ډیری ایرانیان ښاغلی ظریف یو ښه ډیپلومات بولي او په دولت کې یې شتون ګټور بللی.

جواد ظریف څوځلې د ایراني ولسمشرانو روحاني او پزشکیان ته د خپلو تیرو دندو له امله هم استعفاوې وړاندې کړې وې.

د امریکا جمهوري غوښتونکو ګوند:ولادیمیر زیلنسکي دې استعفاء وکړي

د امریکا جمهوري غوښتونکو ګوند د اکراین په ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي فشار راوړی، ترڅو له دندې لاس واخلي او یا هم له روسیې سره د جګړې په اړه دریځ بدل کړي.

رویټرز د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز له قوله ویلي، چې د دوی لپاره دا نه ده روښانه چې زیلنسکي سوله غواړي او که نه؟

هغه ویلي، دوی داسې رهبر ته اړتیا لري چې امریکا سره معامله وکړي او دغه جنګ ته د پای ټکی کېږدي.

د اکراین د جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ او ولسمشر زیلنسکي تر لفظي شخړي وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې خړې پړي شوي دي.

مولانا فضل الرحمن:طالبانو په افغانستان کې پاکستان ضد فکر ختمولو ژمنه کړې وه

د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، طالبانو دا پلان درلود، چې افغانستان کې د پاکستان ضد فکر له منځه یوسي او په دې اړه یې طالبانو سره خبرې هم کړې وې.

فضل الرحمن ویلي، نوموړي د دغو خبرو راپورونه د پاکستان حکومت ته هم ورکړي وو؛ خو اسلام اباد بیا دا پروسه ودروله.

فضل الرحمن زیاته کړې، چې پاکستان د جمهوري نظام پر ضد د طالبانو ملاتړ وکړ؛ خو اوس یې د دوی په سر د سودا هڅه پیل کړې او غواړي چې یو وار بیا د نیابتي هېواد رول ولوبوي.

ټي ټي پي؛د اسماعیل په نوم د ایف سي هغه سرتېری وژلی، چې د یادې ډلې د شپږو کسانو په وژنه کې یې لاس درلود

ټي ټي پي ډلې د باجوړ په عنایت کلي کې د اسماعیل په نوم د ایف سي ځواک یو سرتېری وژلی.

یادې ډلې ویلي، چې اسماعیل د دوی د شپږو مجاهدینو په وژل کېډو کې لاس کې درلود.

دوی ویلي، چې یاد عسکر له ډېرې مودې راهیسې د دوی هدف وو او بلاخره یې په عنایت کلي کې په وژل کېدو برلاسي شول.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ایټالیا لومړۍ وزیره:د اوکراین پر سر د لوېدیځ د پاشل کېدو وېره زیاته ده او اړتیا ده، چې مخنیوی یې وشي

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني خبرداری ورکړی، چې د اوکراین پر سر د لوېدیځ د پاشل کېدو وېره زیاته ده او اړتیا ده، چې مخنیوی یې وشي.

هغې د برېټانیا له لومړي وزیر سره کتنه کې ویلي، چې په دې برخه کې برېټانیا او ایټالیا کولای شي د یو ارتباطي پل په توګه مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده، چې د ټرمپ او زیلنسکي ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته، اروپايي ټولنې ویلي، چې دوی د اوکراین ملاتړ کوي او نن بیا د اروپايي ټولنې سرمشریزه کې د اوکراین ولسمشر هم برخه اخیستې وه.