چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 631

شهباز شریف:د حقانیه مدرسې ښوونکي او زده کوونکي ټول پاکستانیان دي؛ مونږ به یې ضرور غچ اخلو

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اکوړه خټک پر حقاني مدرسې برید او د حامد الحق وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي، چې د دغه برید غچ به خامخا اخلي.

هغه یوه غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، ترهګرو ته به داسې قبر وباسي، چې بیا سر راپورته نه کړي.

نوموړي ویلي، چې دا مدرسه د دیني او عصري زده کړو یو مرکز دی، ښوونکي او زده کوونکي یې اصلي پاکستانیان دي.

شریف زیاتوي، چې دوی له ترهګرۍ پاک شوي وو، خو دغې بلا بیا سر راپورته کړی او دوی یې د بیا راپورته کېدو ټول عوامل پېژني.

مسعود پزشکیان:ایران پر خزانو پروت دی؛ خو بیا هم ورڅخه د نورو هېوادونو اقتصاد ښه دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې ایران پر خزانو پروت دی؛ خو بیا هم ورڅخه د ګاونډیو او نورو هېوادونو اقتصاد ښه دی.

هغه ویلي، ایران د خزانو پر سر ویده دی او تر هغې، چې خپل ځان بدل نه کړي، نور یې نشي بدلولی.

د پزشکیان په خبره، په داسې شرایطو به هدف ته رسېدل ناممکن وي.

مولانا عبدالحق:پاکستان کې اسلامي نظام راولو او د خپلو شهیدانو غچ به اخلو

د مولانا حمیدالحق سیاسي ځای ناستي مولانا عبدالحق ثاني ویلي، ژمنه کوي، چې پاکستان کې به اسلامي نظام نافذ کړي.

هغه د خپل پلار د جنازې مراسمو کې ویلي، پاکستان د هیچا شخصي ملکیت نه دی او دوی به په کې اسلامي نظام نافذوي.

نوموړي ویلي، « پاکستان زمونږ دی او مونږ به د خپلو شهیدانو د وینو انتقام اخلو.»

هغه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دا د چا کار دی؛ خو ژمنه یې کړې، چې غلی به پاتې نه شي.

د یادونې ده، چې حمیدالحق حقاني د جمعې په ورځ په یوځانمرګي برید کې له خپلو نورو ملګرو سره یو ځای د اکوړه خټک په حقاني مدرسې کې ووژل شو.

آصف دراني:برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالرب رسول سیاف پاکستاني پاسپورټونه درلودل

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې پاکستان د خپلې ګټې لپاره د مجاهدینو مشرانو ته پاکستاني پاسپورټونه ورکړي وو.

دراني له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالرب رسول سیاف او د هغوی کورنۍ پاکستاني پاسپورټونه درلودل.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې طالبان له امریکا سره د یوې هوکړې له مخې واک ته ورسول شول او اوس له پاکستان سره یوازې د ټي ټي پي په سر مشکل لري.

اصف دراني د هغې پوښتنې ځواب هم په “هو” ورکړی، چې طالبان او مجاهدین دواړه اسلام اباد واک ته رسولي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې که طالبان د افغانستان ثبات او د سیمې امنیت ته پام ونه کړي، نو له منځه به لاړ شي.

د ازادۍ جبهه:د روژې په مبارکه میاشت کې په طالبانو بریدونه نه کوو

د ازادۍ جبهې د روژې مبارکې میاشتې کې یو طرفه اوربند اعلان کړی دی.

یادې ډلې ویلي، ترهغې یې چې سرتېرو ته ستونزه نه وي؛ نو دوی به پر طالبانو برید ونه کړي.

دوی زیاته کړې، چې د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د طالبانو له لوري د خلکو د ځورولو په صورت کې شرایطو ته په کتو عمل کوي.

ازادۍ جبهې په یوې اعلامیې کې هیله څرګنده کړې، چې د افغانستان خلک په ارام زړه د روژې مبارکه میاشت تېره کړي.

ایران؛په سراوان سیمه کې د موټر چپه کېدو ۱۴ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې

د ایران په سراوان سیمه کې د افغان کډوالو څخه ډک یو موټر چپه شوی دی.

د ایران د زاهدان ښار د پیښو او تازه حوادثو ته د رسېدو مدیر علي عبدالرازق نژاد ویلي، په دې موټر کې ۱۴ تنه کډوال سپاره وو، چې یو تن پکې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

یاده پیښه وړمه ورځ رامنځته شوې ده او ایراني چارواکو ویلي، چې د کډوالو د قاچاقي شبکو له امله په دې ډول پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

شفقت علي‌خان:د تورخم دروازه د طالبانو له خوا د پاکستان خاوره کې د پوستې جوړولو له امله تړل شوې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان ویلي چې د تورخم دروازه د طالبانو له خوا د پاکستان خاورې دننه د پوستې د جوړولو د هڅو له امله تړل شوې ده.

پاکستاني چارواکو ویلي چې د دې سرحد د پرانیستلو لپاره له طالبانو سره خبرې شوې، خو تر اوسه بې‌نتیجې پاتې شوې دي.

د طالبانو حکومت د تورخم کمېسار، عبدالجبار حکمت ویلي، چې پاکستان د افغان لوري د تاسیساتو په غبرګون کې د تورخم دروازه بنده کړې ده.

پاکستاني چارواکي وايي چې د تورخم دروازې تړل کېدو سوداګرو ته شاوخوا ۱۲ میلیونه ډالر زیان رسولی دی.

د یادونې ده چې د تورخم دروازې د تړل کېدو له امله د ترانسپورټ ستونزې زیاتې شوې او ګڼ شمېر سوداګر او مسافر سرګردانه شوي دي.

د کرېکټ پیاوړي لوبغاړي؛نوین الحق د اوږې عملیات کړی

د کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي نوین الحق د اوږې عملیات کړی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، ملي لوبغاړي نوین الحق په انګلستان کې د اوږې عملیات کړي او بریالي پای ته رسېدلي دي.

کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې هغه به له دریو تر څلورو اونیو په استراحت کې وي.

مارکو روبیو:زیلنسکي باید بښنه وغواړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې زیلنسکي باید د خپلو خبرو په اړه بښنه وغواړي.

نوموړی وایي، هیڅ پکار نه وه، چې زیلنسکي هلته لاړ شي او د یو دوښمن په څېر چلند وکړي.

د هغه په خبره، زیلنسکي د سولې د خبرو په لټه کې نه دی او هلته یې هم غوښتل، چې د سولې په اړه د ټرمپ هڅې ناکامې کړي.

د روبیو په خبره، له پایلو پرته د زیلنسکي ټولې غوښتنې منل د بایډن د ادارې کار وو.

تولسي ګابارد:زیلنسکي څوکاله مسلسل هڅه وکړه، ترڅو امریکا د اوکراین په اټومي جګړه کې ښکېله کړي

د امریکا متحده ایالاتو د ملي اطلاعاتو مدیره تولسي ګابارد له ټرمپ او ونس مننه کړې، چې د اوکراین د جګړې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی.

هغې ویلي، چې زیلنسکي څوکاله مسلسل هڅه وکړه، ترڅو امریکا د اوکراین په اټومي جګړه کې ښکېله کړي؛ خو ټرمپ او ونس په دې اړه یو واضح دریځ ونیوو.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر، مرستیال ولسمشر او زیلنسکي ترمنځ بحث کې امریکايي لوري واضح ویلي، چې دوی نور د دغې جګړې اوږدول نه غواړي.