د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي سره کتلي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان-پاکستان پر وروستي وضعیت، په دوحه کې پر څو اړخیزو ناستو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي دي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د امریکا او ناټو د اشغال دورې په پرتله د افغانستان امنیتي او ټولنیز وضعیت د پام وړ ښه شوی او د «اسلامي امارت» عملي اقداماتو د سیمې د هېوادونو باور زیات کړی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» غواړي له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
بل لور ته، د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي د پاکستان له لوري په وروستیو بریدونو کې د افغانانو د مرګژوبلې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې او د سیمې او نړۍ پر بېلابېلو موضوعاتو یې خپل نظرونه شریک کړي دي.
هغه همداراز ویلي چې د بریتانیا حکومت او ولس ژمن دي چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې دوامدارې وساتي او زیاته کړې چې په راتلونکې کې به د افغانستان سره د لا زیات تعامل لپاره خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.

