سه شنبه, اپریل 28, 2026
Homeافغانستانسراج الدین حقاني؛له ضمیر کابلوف سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د...

سراج الدین حقاني؛له ضمیر کابلوف سره د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو پر پراختیا غږېدلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني، د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د یاد وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث شوی او امنیتي، اقتصادي او سیاسي موضوعات د خبرو مهم محورونه وو.

دواړو لورو همداراز په سیمه کې د مثبت تعامل، ثبات او د متقابل تفاهم د پراخېدو په اړه خپل نظرونه شریک کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here