دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 626

د امریکا مرکزي قومنداني:د یمن د حوثیانو تر کنترول لاندې عیسی نفتي بندر کې مو ۲۰ تنه وژلي

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنتکام ویلي چې په عیسی نفتي بندر یې برید کړی.

رویټرز د یادې قومنداني د چارواکو له قوله ویلي، چې په دغه برید کې ۲۰ نفره وژل شوي او ۵۰نور ټپیان دي.

دغه بندر د یمن حوثیانو په کنټرول کې دی.

روسیه:د طالبانو نوم مو د ترهګرو له لیست وویست؛ خو د ملګرو ملتونو بندیزونه به مراعاتوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، سره له دې چې د دوی سترې محکمې طالبان د ترهګرو له لیست څخه ایستلي؛ خو دا اقدام د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا پر طالب چارواکو لګول شوي بندیزونه نه لغوه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، د سترې محکمې پرېکړه د مسکو نړیوالو ژمنو ته تغیير نه ورکوي او هېواد به یې لا هم د ملګرو ملتونو بندیزونه رعایتوي.

په اعلامیه کې دا پرېکړه له کابل سره د پراخو سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو لپاره مهم ګام بلل شوی.

روسیې ویلي، له طالبانو سره د نشه‌يي توکو، ترهګرۍ ضد مبارزې، پانګونې، سوداګرۍ او د انرژۍ په برخو کې د همکارۍ نیت لري.

همداراز، مسکو د داعش خراسان څانګې پر ضد د طالبانو اقداماتو مثبت ګام بللی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د ستراتیژیک موقعیت له امله کولای شي د لویو سیمه‌ییزو پروژو برخه شي.

عمر داودزی:د کډوالو اړوند مسله کې د طالبانو د پالیسۍ ستاینه کوم

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، طالبان د کډوالو مسئله کې تر جمهوریت ښه دي او دوی هڅه کوي چې د کډوالو د اېستلو مسئله ونه ځنډوي.

نوموړی وایي، طالبان غواړي ټول کډوال له پاکستان او ایران څخه راوباسي.

هغه د خلیلزاد هغه اندېښنه هم پرځای وګڼله چې ښایي، پاکستان له دغې لارې داعش افغانستان ته ولېږي.

عمر داودزی حماسه میډیا ته:د هبت‌الله د فرمانونو له امله؛ یوولس هېوادونه د طالبانو له رسمیت پېژندنې په شا شول

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، د طالبانو د مشر د فرمانونو له کبله یوولس هېوادونو له رسمیت پېژندنې شاتګ وکړ.

نوموړی وایي، د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې ۱۱ هېوادونه د طالبانو رسمیت پېژندنې ته بیخي نږدې شوي وو؛ خو د ښځو د کار او زده‌کړو په اړه د طالبانو د مشر فرمانونو له کبله دا هېوادونه بېرته په شا شول.

هغه د دغو هېوادونو نومونه وانخیستل.

عمر داودزی:ملت د طالبانو له لاسه جزا ګوري

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، د طالبانو لپاره د افغانستان ملت ته جزا ورکول کېږي.

هغه وایي، طالبان عاقل خلک دي او اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د غلطو سیاستونو له کبله باید ملت ته سزا ورنکړل شي.

عمر داودزی:د جمهوري نظام ماهیت امریکا ټاکلی و

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، افغانان ریاستي نظام سره نه و بلد او پکار وه، چې بن کې شاهي نظام راغلی وی؛ خو د شاهي نظام نه هم پارلماني نظام بهتر وو.

د هغه په خبره، بن کې د نظام ماهیت امریکا وټاکه او افغان مشرانو هیڅ صلاحیت نه درلود.

عمر داودزی:بُن کې د افغانانو نظر او خوښې ته چا غوږ نه کېښود

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی وایي، بن کې د افغانانو غوښتنې ته غوږ ونه نیول شو.

نوموړی وایي، بن کې اکثرو افغانانو غوښتل چې دغه کنفرانس کې ګډون وکړي؛ خو د امریکا استازي ویل چې طالب او القاعده یو ډول دي؛ نو هیڅ باید دلته ګډون ونه کړي.

د هغه په خبره، د بن کنفرانس کې یوه بله ستونزه د نظام پر سره وه، چې اروپایانو شاهي دیموکراسي او امریکا بیا جمهوریت غوښت.

محمد عمر داودزی:جمهوریت د پردیو په مټ خلاصه شوې غوټه وه چې پایله یې ورنکړه

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د افغانستان د ژغورنې د ملي مجمعې نوی اجرایي مشر محمد عمر داودزی د حماسه میډیا په ایکس سپېس کې وایي، جمهوریت کې دوی له داسې غوټې سره مخ شوي، چې خلاصول یې د دوی له وسه بهر وو.

نوموړی وایي، جمهوریت د پردي په زور خلاصه شوې غوټه وه چې هیڅ پایله یې ورنکړه.

نوموړی وایي، چې د پردیو په خوښه نظام پایله نه ورکوي.

ایران:اسراییل ډېره هڅه وکړه چې واشنګټن سره زموږ په خبرو کې خنډ رامنځته کړي؛ خو بریالي نشول

0

د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د واشنګټن سره د ایران مذاکرات یوازې هستوي برنامو پورې تړاو لري او غیر له دې نور هیڅ هدف او پریکړه پکې نکېږي.

اغلې مهاجراني د الجزیرې خبري اژانس سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، اسراییل تل هڅه کړې چې په دې مذاکراتو کې خنډ او خرابکاري رامنځته کړي؛ خو زموږ د دې هستوي مذاکراتو پر خبرو هیڅ اثر نشي غورځولی.

نوموړې زیاته کړې، چې واشنګټن د ایران هستوي برنامو سره موافقې ته رسېدلی او په وینا یې د ایران هڅه تل همدا ده چې د دغو برنامو په مقابل کې پر ایران لګول شوي بندیزونه به له منځه وړل کېږي.

د روسیې سفیر؛امیرخان متقي ته د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د وتلو پرېکړه رسمي وسپارله

په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي ته په رسمي ډول خبر ورکړی چې روسیې طالبان د ترهګرو ډلو له نوم‌لړ څخه لرې کړي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل وایي، دواړو لوریو د روسیې د سترې محکمې دا پرېکړه تاریخي بللې او ویلي یې دي چې دا ګام به د مسکو او کابل ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو په پراخېدو کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې د روسیې سترې محکمې نن د دغه هېواد د لویې څارنوالۍ غوښتنه ومنله او طالبان یې د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه موقتاً وایستل.

د روسیې لویې څارنوالۍ ویلي، چې دا پرېکړه د هغو قانوني بدلونونو پر بنسټ شوې چې تېر کال د ترهګرۍ ضد او اداري قضايي قانون کې راوستل شوي دي.