پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 617

جنوبي وزیرستان؛د اعظم ورسک په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې

0

د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

په دې چاودنه کې یو شمېر لمونځ کوونکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، د مولانا فضل الرحمان د ګوند غړی، مولانا عبدالله ندیم، چې د برید اصلي هدف و، چې ټپي شوی دی.

د دغه چاودنې د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

امیرخان متقي؛د عمان د سلطان د دفتر وزیر او د اوقافو وزیر سره لیدنې کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي عمان ته د خپل سفر په جریان کې د یاد هېواد د سلطان دفتر وزیر، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرانو او د اوقافو وزیر سره جلا جلا لیدنې کړې.

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو مسؤل حافظ ضیاء احمد ویلي، چې په دې لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د زیاتوالي پر لارو چارو او د افغانستان او عمان ترمنځ د پانګونې پر فرصتونو خبرې شوې.

تکل ویلي، چې ‏د عمان سلطنت وزیر متقي ته ژمنه ورکړې چې په نږدې راتلونکي کې به په ځانګړو مناسبتونو کې په هغه هېواد کې د افغان بندیانو د خلاصون لپاره د عفوې زمینه برابره کړي او همدارنګه عمان کې مېشتو افغانانو ته به د کونسلي خدماتو په رسونه کې افغان سفارت سره لازمې همغږۍ وکړي.

متقي دغه راز د عمان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مشرانو سره هم کتلي.

د یادونې ده چې امیرخان متقي څو ورځې وړاندې دغه هېواد ته تللی دی.

شهباز شریف:تروریزم په پاکستان کې له منځه تللی و؛ خو د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا «زوړ زخم» بیا تازه شو

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف ویلي چې طالبانو زرګونه «ترهګر» له زندانونو آزاد کړي او اوس هغوی په پاکستان کې جګړه کوي.

نوموړي د کابینې له غړو سره په یوه غونډه کې ویلي، چې تروریزم په پاکستان کې له منځه تللی و؛ خو په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره دا «زوړ زخم» بیا تازه شو.

هغه زیاته کړې، چې د افغانستان طالبانو زرګونه طالب ترهګر له زندانونو آزاد کړل، چې اوس په پاکستان کې جنګېږي.

شریف دغه راز ویلي، چې موږ د افغان طالبانو بریا د غلامۍ د زنځیرونو ماتې ګڼله؛ خو د دوی له لاسه پاکستان کې ترهګري زیاته شوه.

شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د تېرې سه‌شنبې په ورځ بلوچ ازادي غوښتونکو یو اورګاډی، چې له ۴۰۰ زیات مسافر پکې سپاره وو، برمته کړ.

پاکستان ادعا کوي چې بریدګر له خپلو طرحه کوونکو سره په افغانستان کې په اړیکه کې وو.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته:ټوله نړۍ پوهېږي، چې د نړیوال تروریزم مرکز چیرته دی

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پاکستاني چارواکو هغه ادعا چې ګواکې نوې ډېلي د بلوچستان په یوه اورګاډي برید او د مسافرو برمته کولو کې لاس لري، بې‌اساسه وبلله.

رندیر جیسوال، د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې هند د پاکستان دا ادعا په کلکه ردوي.

نوموړي زیاته کړې، چې ټولې نړۍ ته معلومه ده چې د نړیوال تروریزم مرکز چیرته دی.

جیسوال دغه راز ویلي، چې د پاکستان چارواکي، د دې پر ځای چې نورو ته د تور ګوته ونیسي او خپلې ستونزې او ناکامۍ نورو ته منسوبې کړي، باید خپل لورته وګوري.

د یادونې ده چې تېره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي‌خان ادعا وکړه چې هند د بلوچستان ایالت کې د جعفر اکسپرس اورګاډي برید کې لاس لري.

کاناډا؛سیاره دشتي ته د پاچا دریم چارلز د تاج ګذارۍ مډال ورکړ

افغان مېرمنې سیاره دشتي د بریتانیا د پاچا دریم چارلز د تاج‌گذارۍ مډال وګاټه.

د دشتي بنسټ مشره، سیاره دشتي د رسنیو په برخه کې د ارزښتناکو خدمتونو، د بیان ازادۍ ملاتړ، او د افغان ښځو د حقونو لپاره د نه ستړې کېدونکي مبارزې په ویاړ، د دریم چارلز د تاج‌گذارۍ مډال ترلاسه کړ.

دا معتبر مډال د کاناډا حکومت هغو اشخاصو ته ورکوي چې د ټولنې د بنسټیزو حقونو او بدلونو لپاره یې مبارزه کړې وي.

نصیر احمد فایق:د ۲۰۲۱ کال راهیسې افغان ښځې د یو بې ساري شاتګ شاهدې دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وایي، د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې افغان ښځې د یو بې ساري شاتګ شاهدې دي.

نوموړي ویلي، په دغه سخت وضعیت کې هم افغان ښځې په هېواد کې دننه او بهر د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

فایق دا څرګندونې د ملګرو ملتونو یوې ناستې ته کړې دي.

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت:تهران د افغانستان د اوبو د پروژو د پلي کولو لپاره همکاري راسره کوي

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې تهران د افغانستان د اوبو د پروژو د پلي کولو لپاره د طالبانو له حکومت سره همکاري کوي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، علي رضا بیکدلي سره لیدلي او په دې اړه یې خبرې کړي دي.

خبرپاڼه وایي، د ایران سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې هېواد یې هوډ لري چې د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو په تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

خپرپاڼه کې راغلي، چې عبداللطیف منصور ویلي چې دا دوی له ګاونډیو هېوادونو سره د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د پراخېدو هرکلی کوي.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې ایران په ځلونو د حقابې غوښتنه کړې او ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د ایران له حقابې سترګې پټوي.

د مقاومت او جهادي مشرانو څخه د نبیل پوښتنه:په بلوڅو د پاکستاني پوځ د ظلمونو او د افغانستان په خلکو د پاکستان د نیابتي ډلې «طالبانو» په ظلمونو کې څه فرق دی؟

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د بلوچ ازادي غوښتونکو له لوري د جعفر اکسپریس اورګاډي د برمته کېدو پېښې ته په غبرګون کې ویلي، چې د بلوڅانو مبارزه د پاکستان د پوځ د ظلمونو پر وړاندې له ۱۹۴۸ کال راهیسې پیل شوې.

ښاغلي نبیل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا مبارزه د پاکستان د پوځ لخوا د سیستماتیک تبعیض، له سیاسي صحنې څخه د بلوڅانو شړلو، د وژل او او ورکیدو پالیسۍ، او د بلوچستان له طبیعي زېرمو څخه د ناعادلانه ګټه اخیستنې په وړاندې د غبرګون په توګه دوام لري.

هغه د ملي مقاومت په نوم او جهادي څیرو څخه پوښتلې چې:« د پاکستاني پوځیانو ظلم پر بلوچانو او د همدې پوځ نیابتي ځواک (طالبان) ظلم پر افغانانو ترمنځ څه توپیر شته؟»

رحمت الله نبیل وایي، چې د داسې قضیو په اړه باید د تاریخي او ټولنیزو عواملو ته ژور پام وشي او د انصاف او بې‌طرفۍ له مخې پرېکړې وشي.

ښاغلي نبیل دغه راز ویلي، تر هغو چې پاکستان په نړیوالو ستیجونو کې د افغانستان د خلکو پر وړاندې د خپلو ناسمو پالیسیو اعتراف ونه کړي او د افغانانو څخه رسمي بښنه ونه غواړي، تر هغه وخته پاکستان د باور وړ دوست نشي کېدای.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛د ټانک په جنډوله کې د پوځ پر کمپ برید کړی

0

تحریک طالبان پاکستان ډلې د ټانک په جنډوله ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر کمپ موتر بم برید کړی.

تر برید وروسته کمپ ته فدایان ننوتي او ویل کېږي چې تر اوسه یې لسګونه پوځیان وژلي.

اوس مهال د کمپ دننه جګړه روانه ده.

د طالبانو حکومت پاکستان ته:بلوڅ مونږ پورې اړه نه لري او تاسې د بې ځایه خبرو پرځای خپلې ستونزې حل کړئ

د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ هغه څرګندونې رد کړې چې بلوچستان کې یې د شوي برید سرچینه افغانستان پورې تړلې یاده کړې وه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي اړیکو مسؤل عبدالقهار بلخي ویلي، چې پاکستان باید د دا ډول بې بنیاده څرګندونو پر ځای خپلې امنیتي او کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

نوموړي ویلي، بلوڅ د طالبانو له حکومت سره هیڅ ډول اړیکې نه لري او دوی د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیه وړ نه بولي.

د یادونې ده چې وړمه ورځ مازیګر مهال بلوڅو د پاکستان پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید وکړ، چې د پاکستان پوځ یې سرچینه افغانستان کې وبلله.