پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 616

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د قرغیزستان او تاجکستان ترمنځ د پولو معلومولو د تړون هرکلی کوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د سرحدي پولو د ټاکلو تړون هرکلی کړی.

دا تړون، چې له نږدې دوو کالو خبرو اترو وروسته شوی؛ له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پولې معلومې شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام دی.

اعلامیه کې راغلي، چې دا ګام به په منځنۍ اسیا کې د تل پاتې سولې او ثبات یو نوی باب پرانېزي.

بلوچستان – تربت؛د پوځ پر موټریز کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه شوې

0

د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان چاودنه شوې.

پاکستاني رسنیو د چاودنې نوعیت د سړک غاړې ماین بللی؛ خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

لاهم کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ویاند ویلي وو، چې دوی لاهم له پاکستاني پوځ سره په جګړه بوخت دي.

ډونالډ ټرمپ:بګرام اډه د چین په اختیار کې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یاد هېواد په عدلیې وزارت کې د وینا پر مهال یو وار بیا ویلي، چې د بګرام اډه چین نیولې ده.

هغه ویلي، امریکا باید له افغانستان څخه تر وتلو وروسته هم دا اډه نه وی پرېښې.

د ټرمپ په خبره، دا اډه د چین له اټومي بټۍ یو ساعت لرې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو ورځ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ وه او په خبره یې چې امریکايي ځواکونه په عزت او پياوړي وتلی شول.

منیر اکرم:ملګرو ملتونو ته به د هند او افغانستان په اړه خپل پرېکړه لیک وړاندې کړو

ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، چې یاد سازمان ته به له ترهګرو ډلو د هند او طالبانو د ملاتړ په اړه خپل پرېکړه لیک وړاندې کړي.

هغه په دې اړه، چې پرېکړه لیک کې به یې څه وي؛ نور جزیات نه دي ورکړي.

اکرم ویلي، پاکستان به په دې اړه خپلې دیپلوماتیکې هڅې زیاتې کړي، ترڅو له ترهګرو د هند ملاتړ افشاء کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ ویلي، بلوچستان کې پر ایکسپریس جعفر اورګاډي د برید تر شا هم د هند لاس دی.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي چې پاکستان باید د تورونو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.

سیف الاسلام خیبر:د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان د ښځو په اړه اندېښنې بې ځایه وې

د طالبانو حکومت د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې د ګډونوالو له لوري په افغانسان کې د ښځو په اړه اندېښنې بې ځایه بللې دي.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، چې دا د عامه ذهنیت د خرابوالي هڅه ده او د طالبانو حکومت د ښځو د حقونو ورکړې ته ژمن دی.

د خیبر په خبره، دوی هڅه کوي له دې لارې خپل لیدلوري په خلکو ومني او هغه بحرانونه پټ کړي، چې دوی خپله رامنځته کړي دي.

د امریکا مرکزي قومنداني:عراق کې مو د داعش ډلې مهم غړی، عبدالله مکي او د هغه یو ملګری ووژل

0

د امریکا مرکزي قومنداني یا سنټکام ویلي، چې عراق کې یې د یو برید پر مهال د داعش ډلې مهم غړی، عبدالله مکي او د هغه یو ملګری وژلي دي.

عبدالله مکي په ابوخدیجه شهرت درلود، چې د داعش ډلې دویم لوړ پوړی غړی وو او د دغې ډلې لپاره به یې په نړیواله کچه لوجیستیک او پلان نیونه کوله.

یادې قومنداني ویلي، چې نوموړی په در الانبار ولایت کې وژل شوی.

دا برید د امریکا له لوري د عراقي ځواکونو په همکارۍ ترسره شوی.

سارا ادم:سراج الدین حقاني پر ترهګري د تمرکز لپاره له دندې استعفاء ورکوي

د سي ای اې پخوانۍ مامورې سارا ادم د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني د استعفاء د اوازو په اړه پرخپله ایکس پاڼه لیکلي، چې نوموړی غواړي پر خپلې ترهګرۍ تمرکز وکړي.

ادم لیکلي:«سراج الدین حقاني د کورنیو چارو د وزیر په توګه استعفا ورکوي نور هېڅ نه. دا چارواکی لا دمخه د نړۍ د یو له خطرناکو ترهګرو څخه و. اصلي ستونزه څه ده؟ هغه اوس ازاد دی چې په بشپړ ډول په ترهګرۍ تمرکز وکړي. له “ډېپلوماټیک” موقف څخه له لاس اخیستلو وروسته،همدا یې وخت دی چې هغه د هدفي کسانو د لېست په سر کې شامل شي.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت له کورنیو چارو وزارت څخه د سراج الدین حقاني د لاس په سر کېدو راپورونه خپاره شوي.

ویل کېږي د هغه استعفاء له کندهاره منل شوې ده.

بلوڅ آزادي غوښتونکي:۲۱۴ برمته شوي پاکستاني پوځیان مو ووژل

0

بلوڅ آزادي غوښتونکو ادعا کړې چې دوی ۲۱۴ برمته شوي پاکستاني پوځیان وژلي دي.

یادې ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستان حکومت ته یې د خبرو اترو لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی و؛ خو هغوی دا فرصت له لاسه ورکړ.

دوی ویلي، چې د پاکستان د پوځ د غرور له امله دوی مجبور شول چې برمته شوي پوځیان ووژني.

د یادونې ده چې بلوڅ ازادي غوښتونکو څو ورځې وړاندې دا کسان په بلوچستان کې له جعفر ایکسپرس اورګاډي برمته کړي و.

جنوبي وزیرستان؛په ورسک جومات کې چاودنې د عبدالله ندیم په ګډون څلور تنه ټپیان کړي

0

د جنوبي وزیرستان په ورسک جومات کې چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.

دغه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام پاکستان د غړي او د سیمې مشر عبدالله ندیم په ګډون څلور تنه ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د عبدالله ندیم روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی.

تر اوسه د مولانا فضل‌الرحمان په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند په دې اړه څه نه دي ویلي.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛د اعظم ورسک په جومات کې شوې بمي چاودنه غندلې

0

د تحریک طالبان پاکستان ډلې د اعظم ورسک په جومات کې شوې بمي چاودنه غندلې ده.

دغه ډله وايي چې دا برید له دوی سره هېڅ تړاو نه لري او د دوی د پالیسۍ خلاف عمل دی.

د یادونې ده چې نن د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک سيمې په يو جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه شوې.

د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره جزیات نشته.