پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 618

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت:هند د بلوچستان ایالت کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي په برید کې لاس لري

0

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې هند د بلوچستان ایالت کې د جعفر ایکسپریس اورګاډي په برید کې لاس لري.

هغه ویلي، چې نیول شوي تماسونه او استخباراتي معلومات ښیي چې بریدګر له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې په تماس کې وو.

د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ غړو د سې شنبې په ورځ جعفر ایکسپریس اورګاډی، چې له کوټې څخه راولپنډۍ ته یې له ۴۰۰ زیات مسافر انتقالول، د بولان درې د مشکاف په سیمه کې یرغمل کړی و.

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې ټول یرغمل نیول شوي کسان ازاد شوي، خو یاغیانو د تصفیې عملیاتو له پیل مخکې ۲۱ مسافر وژلي دي.

بل لورته بلوڅ ازادي غوښتونکي وایي چې دوی ۶۰ تنه یرغمل پوځیان وژلي، ملکي وګړي یې خوشي کړي او نور ۱۵۰ پوځیان ورسره لا هم یرغمل دي.

مارکو روبیو:د ټرمپ اداره هوډ لري، چې د ترهګرو د ملاتړ کوونکو ویزې لغوه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د ټرمپ اداره هوډ لري د هر هغه چا ویزه لغوه کړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي.

نړموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «امریکا ته د ویزې له لارې داخلېدل یو امتیاز دی، نه یو حق.»

هغه دغه راز ویلي، د ټرمپ اداره هوډ لري چې که تاسو د ترهګرو د ملاتړ لپاره امریکا کې مېشت یاست؛ نو ستاسو ویزه به رد یا لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د جنورۍ له میاشتې راهیسې د یوه اجرائیوي فرمان له لارې د کډوالو د منلو او بیا میشتولو پروسه ځنډولې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دې پرېکړې نږدې ۲۰۰ زره افغان اتباع له نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

د برمته شویو پوځیانو وروستی حال؛تر اوسه ۱۵۰ پاکستاني پوځیان بلوڅو سره برمته دي

0

لاهم له بلوڅ ازادي غوښتونکو سره ۱۵۰ پاکستاني پوځیان یرغمل پاتې دي.

که څه هم یادې ډلې تېره شپه ۶۰ پوځیان ووژل؛ خو ۱۵۰ تنه ورسره اوس هم برمته دي.

دوی پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید پرمهال ۴۲۶ کسان نیولي وو چې ۲۱۲ ملکي او ۲۱۴ یې د پاکستاني پوځ سرتېري وو.

بلوڅو په لومړي پړاو کې ټول ملکیان ازاد کړي وو.

د یادونې ده چې بلوڅو د پاکستان حکومت ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل ورکړی وو، چې د دوی بندیان ازاد کړي؛ ګنې برمته شوي به ووژني.

اوس مهال د دغه ضرب الاجل یوازې څو ساعته پاتې دي.

سرچینې:د طالبانو د مالیې وزارت کابل کې د احتمالي جوړېدونکې لویې جرګې د لګښت په اړه معلومات راټولوي

یو شمېر سرچینې وایي، چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې د مالیې وزارت د کندهار له لوري کابل کې د جرګې د لګښت معلومولو امر ترلاسه کړی.

سرچینو زیاته کړې، چې د دې جرګې د بودیجې برابرولو هڅې هم پیل شوي دي.

د دغې جرګې په تړاو څو ورځې وړاندې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ویلي، چې د طالبانو جرګه به د خلکو ستونزې حل نه کړي.

نوموړي د طالبانو له لوري د جرګې جوړول د هېواد د تاریخي دودونو سپکاوی بللی دی.

هغه دا هم ویلي و چې دا جرګه یوازې د طالبانو لپاره ده او بل څوک پکې ګډون نه لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه ددې جرګې په تړاو رسمي څه نه دي ویلي.

حبیب الرحمان حکمتیار:د طالبانو جرګه د دوی د داخلي اختلافونو د مدیریت او د ملاهبت‌الله د واک د پیاوړتیا لپاره جوړیږي

د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمان حکمتیار وایي، چې د طالبانو جرګه د دوی د داخلي اختلافونو د مدیریت لپاره جوړیږي.

نوموړي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا جرګه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله د واک د پیاوړتیا لپاره ده.

نوموړی وایي:«‏زما په نظر، هغه جرګه چې طالبان یې جوړول غواړي یوازې یو هدف لري، او هغه دا چې ملا هبت الله ته د طالبانو په ډله کې لا ډیر مشروعیت او ډیر ځواک ورکړی، ترڅو هغه طالبان چې بدلون غواړي، هغه د مشرتابه وړ نه ګڼي، او په خپلو لیکو کې واک لري، څنډې ته کړي او د تل لپاره له دوی څخه خلاص شي.»

هغه وایي، دوی په خپل منځ کې هم نیوکه نه مني او منتقد پوځي محکمې ته لیږي او په وینا یې دوی له الف څخه تر یا پورې هرڅه لپاره طالب وړ ګڼی او طالب یوازینی مسلمان، مومن، صادق، اهل کار، تعلیم یافته، او وړ کس ورته ښکاري، پاتې نور افغانان سپک او بې ارزښته ګڼل کیږي.

حکمتیار دغه راز ویلي، چې دا غونډه به هیڅکله د خلکو لپاره نه وي او دوی پری ښه پوهیږي چې دا د هیچا لپاره د منلو وړ نه ده، یوازې د خپلو لیکو د تصفیی لپاره ورته اړتیا لري.

هغه دا هم ویلي، چې انحصاري شوراګانې تل ناکامې شوې دي؛ خو دیکتاتوران تل هڅه کوي چې داسې شوراګانې او جرګی جوړې کړي ترڅو خپل مطلق واک وساتي او مخالفین له منځه یوسي.

برېتانیې؛د روسیې سفیر احضار او د یو دیپلومات باور لیک یې لغوه کړ

0

برېتانیې له روسیې څخه د دوی د دوه دیپلوماتانو د شړلو غبرګون کې د روسیې سفیر احضار او د یو روسي دیپلومات باور لیک لغوه کړ.

بریتانیې ویلي، روسیې هڅه کوي مسکو کې د دوی د سفارت چارې وځنډوي؛ خو په دې اړه هیڅ بدو پایلو ته پام نه کوي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د روسیې هر اقدام ته به غبرګون ښیي.

د عربي هېوادونو بهرنیو چارو وزیران:د ټرمپ له استازي سره به د غزې په اړه د امریکا د بدیلې طرحې په اړه مشورو ته دوام ورکړو

0

د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له استازي سره به د غزې د بیارغونې اړوند د هغه پلان په اړه سلا مشورو ته دوام ورکړي چې مصر وړاندې کړی.

دوی د چهارشنبې ورځ له یوې غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې چې پکې ویل شوي، په دې اړه به د امریکا له ځانګړي استازي سره ناستو ته دوام ورکړي.

ټرمپ تر دې مخکې وړاندیز کړی چې مصر او نور عربي هېوادونه دې د غزې اوسېدونکي خپلو هېوادونو ته ولیږدوي ترڅو امریکا دغه سیمه خپله خاوره وګرځوي او له سره یې ورغوي.

د اوکراین د جګړې په اړه؛روسیې امریکا ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې

0

روسیې له اوکراین سره د جګړې د پایته رسولو په موخه امریکا ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې دي.

رویټرز د دوو سرچینو له قوله دا خبر ورکړی؛ خو په دې اړه لاهم زیات جزیات نشته.

وړاندې تر دې په دې اړه د روسیې او امریکا چارواکو مخامخ او ان لاین یو شمېر غونډې کړې.

ویل کېږي چې د روسیې غوښتنې تر ډېره د پخوانیو غوښتنو په څېر دي.

د روسیې پخوانۍ غوښتنې د نیول شویو سیمو په رسمیت پېژندل، ناټو ته د اوکراین نه ور داخلېدل او په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو نه حضور شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د اوکراین جګړې په اړه د سعودي په کوربه‌توب مذاکرات روان دي.

د طالبانو حکومت د کلیو او پراختیا وزارت:نن د واخان سړک د دویم فاز د چارو تړون لاسلیک کېږي

ټاکل شوې چې نن د واخان سړک د دویم فاز د چارو تړون لاسلیک شي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت پر اېکس پاڼه د دغه خبر پخلی کړی.

د دغې لارې د جوړولو چارې، چې بدخشان د چین له یارکند سیمې سره نښلوي د ۵۰ کیلومټره په اوږدوالي سره تېر کال د کوچني پامیر له بزای ګُنبد سیمې پیل شوې دي.

د طالبانو حکومت امنیتي ادارې:هغه غل مو ونیوه چې له بهر څخه راستنېدونکي کسان به یې له هوایي ډګر څخه تر وتلو وروسته لوټل

د طالبانو حکومت امنیتي ادارې وایي، هغه غل یې نیولی، چې له بهر څخه افغانستان ته ستنېدونکي کسان به یې د کابل نړیوال هوایي ډګر څخه تر وتلو وروسته لوټل.

دغه کس قاري احمد ولد عبدالحنان نومیږي او له یادو کسانو څخه به یې د طالب استخباراتو په نوم قیمتي توکي او نغدې پیسې اخیستلې.

امنیتي ادارو یوې اعلامیې کې ویلي چې قاري احمد ګڼو کسانو پسې کور ته هم ورغلی و.