پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 615

منظور پښتین:منیر شاکر خپل سر وبایله؛ خو ټیټ یې نه کړ

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د مفتي منیر شاکر د مړینې په اړه لیکلي، چې د ظلم او جبر پر خلاف یو قوي غږ مفتي منیر شاکر په شهادت ورسول شو.

نوموړي پر یادې پېښې ژوره خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده چې دوی د شاکر له کورنۍ سره دې غم کې ځان شریک بولي.

د منظور په خبره، کله به چې د وخت حاکم د رښتیا ویلو په سزا سرونه پرې کول، په هماغو وختونو کې د پښتنو مشرانو او ځوانانو، د هر ډول مزاحمتي وسیلو د نشتون باوجود، د حق او رښتیا غږ په جرئت پورته کاوه او مبارزه یې کوله.

منظور پښتین د منیر شاکر د مړینې په اړه زیاتوي چې د پښتنو مشرانو سرونه یې پرې کړل؛ خو ټیټ نه شول.

د مفتي منیر شاکر زوی:تر هغې خپل پلار نه خښوم، ترڅو د پاکستان حکومت راته ځواب ونه وایي

0

د مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر وایي، تر هغې خپل پلار نه خښوي؛ ترڅو ورته پاکستاني حکومت ځواب نه وي ورکړی.

نوموړی وایي، څو ځله یې امنیتي مسؤلینو سره خبره شریکه کړې وه، چې دوی ته خطر دی؛ خو هغوی ورته هیڅ پام نه دی کړی.

هغه ویلي، پاکستاني مولایان هم د یو بل غوښو خوړلو ته ناست او ښایي راتلونکي کې دوی هم د ده د پلار په برخلیک اخته شي.

د ننګرهار د یو شمیرجوماتونو ملا امامان:د خدای او د اسلام دښمن ووژل شو، د شکرانې لمونځونه وکړئ

د جلال اباد ښار یو شمېر جوماتونو کې مفتي منیر شاکر ته د “خدای او د خدای درسول د دښمن” خطاب شوی.

حماسه میډیا ته سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، د یو شمېر جوماتونو ملا امامانو په لاډیسپیکرونو کې اعلانونه وکړ چې :«د پېغمبر او اسلام دښمن مردار شو، او ټول مسلمانان دې دوه دوه رکعته د شکرانې لمونځونه وکړي.»

د یادونې ده چې مفتي منیر شاکر په دین کې د بیلابیلو لارو او د دین څخه د تجارت او سوداګرۍ مخالف وو

ضیاءالحق امرخېل:د خدای په کور کې پر یو دیني عالم برید خواشینونکی دی

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امیرخېل د مفتي منیر شاکر په مړینه خواشیني ښودلې.

هغه ویلي، چې د خدای په کور کې پر یو دیني عالم برید خواشینونکی دی.

نوموړي د منیر شاکر کورنۍ ته تسلیت ویلی.

مفتي منیر شاکر؛د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه

0

یو شمېر سرچینې وایي، چې مفتي منیر شاکر د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

پر هغه نن مازیګر جومات کې برید شوی وو.

تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

حماس:که اسرائیل اوربند ته غاړه کېږدي؛ نو چمتو یوو، چې د څو اسرائیلو جسدونه ور وسپارو

0

حماس ویلي، چمتو دي چې د اسرائیل له لوري د اوربند هوکړو عملي کېدو په صورت کې د ایدن الکساندر او څلورو نورو اسرائیلي جسدونه دغه هېواد ته وسپاري.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی، چې حماس ویلي د اوربند دویم پړاو به د بندیانو ازادېدو سره پیلیږي او پنځوس ورځې به دوام کوي.

دوی دغه راز له اسرائیلو غوښتي چې غزې ته د بشري مرستو د انتقال اجازه ورکړي.

اسرائیل تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

پېښور-اورمړ تاڼه؛پر مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر چاودنه شوې

0

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د پېښور د اورمړ تاڼې د ميره کچوړي سیمې په یو جومات کې پر مفتي منیر شاکر چاودنه شوې.

د معلوماتو له مخې، چاودنه کې هغه او څلور نور کسان ټپیان شوي.

تر اوسه د منیر شاکر د روغتیایي وضعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

ټي‌ټي‌پي ډلې؛پاکستان کې د الخندق پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ

0

پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان ډلې د الخندق پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ.

دا عملیات، چې پاکستان کې د شرعي نظام د نافذولو لپاره په پسرلي کې پیلیږي، د پاکستان د پوځ، امنیتي ادارو، او استخباراتي شبکو پر ضد ترسره کېږي.

ټي‌ټي‌پي وایي، سږکال به دغو عملیاتو کې فدایي بریدونه، تعرضي حملې، هدفي بریدونه او د نویو لیزري وسلو پر مټ بریدونه شامل وي.

سرچینه زیاتوي، چې د دغو بریدونو لپاره یې دا ځل ګوریلایي قطعه هم چمتو کړې.

پاکستاني ادارو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اکپس څېړنیز سازمان:د ازبکېستان او طالبانو ترمنځ پر یو شمېر مواردو اختلاف شتون لري

د اکپس څېړنیز سازمان وايي، د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د اړیکو له ټینګښت سره سره، یو شمېر اختلافات هم وجود لري.

ازبیکستان کې د افغانستان د پوځي چورلکو غوښتنه، افغانستان کې “د ازبېکستان د اسلامي حرکت” د ډلې د شتون ادعا او پر امو سیند د قوشتیپې کانال جوړېدل د یاد اختلاف اساسي ټکي بلل شوي.

راپور کې راغلي، چې ازبېکستان له لویدیځ سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره له طالبانو سره د نجونو او ښځو د کار او زده‌کړو په اړه هم اختلاف لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه دغه راپور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

رحمت الله نبیل:پاکستان د خپلې کمزورۍ د پټولو لپاره نور ملامتوي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي، د پاکستان ستونزې نورې د پټېدلو نه دي.

هغه د بلوچستان پېښې په اړه ویلي، چې پوځ او حکومت هڅه کوي چې خپله کمزوري د نورو په ملامتیا پټه کړي.

نوموړي د پاکستان د پوځ هغه څرګندونې بې اساسه وبللې چې ګواکې بلوڅ د هند او طالبانو له ملاتړه برخمن دي.

د نبیل په خبره، پاکستان په سیمه کې د ناقانونه وسلو لپاره یو لوی بازار دی او دا ډله کولای شي، چې دا وسلې په اسانه تر لاسه کړي.