چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 607

ملا عبدالغني برادر؛د ازبېکستان له لومړي وزیر سره لیدلي

‏د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ازبېکستان ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له لومړي وزیر، عبدالله عارف اوف سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په دې لیدنه کې ملا بردار ازبېکستانی لوری په افغانستان کې ګڼو لویو پروژو کې پانګونې ته رابللی.

خبرپاڼه زیاتوي چې ملا برادر په دې ناسته کې ډاډ ورکړی چې د نشه يي توکو د کرکېلې له مخنیوي وروسته یې مرکزي اسیا هېوادونو ته د نشه يي توکو د قاچاق مخه هم نیولې ده.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په دې ناسته کې ښاغلي عارف اوف هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراخوالي ټینګار کړی دی.

سنتکام:د سوریې په شمال لویدیځ کې د «حراس‌الدین» ډلې لوړپوړی مشر وسیم تحسین بیرقدار مو وژلی

0

د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سنتکام اعلان کړی چې د سوریې په شمال لویدیځ کې د هوایي برید په ترڅ کې د «حراس‌الدین» ډلې لوړپوړی مشر، وسیم تحسین بیرقدار یې وژلی دی.

دا برید د کب ۳مه ترسره شوی او د امریکا او د هغې د سیمه‌ییزو شریکانو د هڅو یوه برخه بلل شوې، چې د ترهګرو د بریدونو مخنیوی وکړي.

د سنتکام قوماندان، جنرال مایکل اریک کوریلا، ویلي چې امریکا به د ترهګریزو ګواښونو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.

«حراس‌الدین» د القاعدې یوه څانګه ده، چې په شمال لویدیځه سوریه کې فعاله ده او د ګڼو بریدونو مسؤلیت لري.

امریکا تر دې وړاندې هم د القاعدې او د هغې اړوندو ډلو پر مشرانو هدفمند هوایي بریدونه کړي، چې دا د واشنګټن د اوږدمهاله ستراتیژۍ یوه برخه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر؛د سوریې په اړه د خبرو لپاره تهران ته سفر کوي

0

د ایران تسنیم خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تهران ته سفر کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دواړه لوري به د سوریې په اړه خبرې وکړي.

د یادونې ده چې لاوروف تر دې وړاندې سعودي ته سفر کړی و، چې هلته یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو سره لیدلي وو.

چینایي پلاوي؛له احمد الشرع سره لېدلي

0

د چین هېواد یو پلاوي د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد الشرع او بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.

د سوریې حکومت د یادې لیدنې خبر ورکړی.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې چین تر دې وړاندې پر سوریې د بندیزونو لرې کولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یاده دې وي، چې چین د بشارلاسد حکومت پلوی بلل کېده.

زیلنسکي ته د صالح لیک:له خپلې تجربې درته وایم، چې په امریکا بوج یاست او باور پرې مه کوه

د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ته یو لیک کې لیکلي، چې تاسې اوس په امریکا بوج یاست او د هغوی په وعدو باید ونه غولیږئ.

نوموړي ویلي، دا چې امریکا درته وایي:«ترپایه به درسره یوو، معنی دا، چې ستاسې د پای شاهدان به یوو.»

صالح زیاته کړې، زیلنسکي باید اروپا باندې هم باور ونه کړي، ځکه امریکا یې وایي او اروپا عمل کوي.

صالح په لیک کې وړاندې ویلي، چې که زیلنسکي په دې اړه توضیحات غواړي، نو ده ته دې مسیج وکړي، چې هر څه ورته ووایي.

صالح دغه راز ویلي، چې دا هغه درس دی، کوم چې دوی له ډېرو سختیو وروسته اخیستی.

ازبېکستان ته؛د طالبانو حکومت تللي پلاوي د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي

د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ازبېکستان ته تللي پلاوي د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت له اقتصادي معاونیت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا راز په افغانستان کې د ازبېکستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

خواجه‌یوف ویلي تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.

نوموړي دغه راز افغانستان کې د خپل هېواد پانګوالو له لوري پانګونې په برخه کې هم ډاډ ورکړی.

په همدې حال کې ملا برادر ازبېکستاني لوري ته په افغانستان کې د هر ډول اسانتیاوو ډاډ ورکړی.

بامیان؛طالبانو لس تنه د مرغیو د ښکار په تور نېولي

بامیانو کې د مرغیو د ښکار په تور لس کسان نیول شوي.

د یاد ولایت د طالبانو امنیه قومنداني وایي، چې دغه کسان په کهمرد ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

له یادو کسانو څخه لس میله‌ چره‌ایز او یو میل بادي ټوپک هم اخیستل شوی.

نیول شوي کسان اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.

بلوچستان؛په کوېټه کې تېره ورځ دوه پولیس وژل شوي

0

د بلوچستان په کوېټه کې تېره ورځ دوه پولیس وژل شوي دي.

یاد پولیس په دوو جلا جلا پېښو کې د کوېټې او هرنایي ترمنځ سرحدي سیمې شعبان کې وژل شوي.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

ایران؛یو وار بیا دوه افغان کډوال اعدام کړي

ایران یو وار بیا دوه افغان کډوال اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې دا افغانان د نشه‌یي توکو پر قاچاق تورن وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ایران شپږ نور کسان هم د قتل، زور زیاتي او نورو جرمونو په تور اعدام کړي دي.

بلومبرګ:هند افغانستان کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره نوي ډهلي کې د طالبانو سفیر مني

بلومبرګ وایي، ښایي هند په نوي ډهلي کې د طالبانو سفیر ومني.

سرچینه وایي، هند دا کار له کابل سره د خپلو اړیکو پراختیا او افغانستان کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره ترسره کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت هند ته د خپلو دیپلوماتانو یو لیست هم سپارلی وو.