شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 599

چینایي پلاوي؛له احمد الشرع سره لېدلي

0

د چین هېواد یو پلاوي د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد الشرع او بهرنیو چارو وزیر سره لیدلي دي.

د سوریې حکومت د یادې لیدنې خبر ورکړی.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي، چې چین تر دې وړاندې پر سوریې د بندیزونو لرې کولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

یاده دې وي، چې چین د بشارلاسد حکومت پلوی بلل کېده.

زیلنسکي ته د صالح لیک:له خپلې تجربې درته وایم، چې په امریکا بوج یاست او باور پرې مه کوه

د تېر جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ته یو لیک کې لیکلي، چې تاسې اوس په امریکا بوج یاست او د هغوی په وعدو باید ونه غولیږئ.

نوموړي ویلي، دا چې امریکا درته وایي:«ترپایه به درسره یوو، معنی دا، چې ستاسې د پای شاهدان به یوو.»

صالح زیاته کړې، زیلنسکي باید اروپا باندې هم باور ونه کړي، ځکه امریکا یې وایي او اروپا عمل کوي.

صالح په لیک کې وړاندې ویلي، چې که زیلنسکي په دې اړه توضیحات غواړي، نو ده ته دې مسیج وکړي، چې هر څه ورته ووایي.

صالح دغه راز ویلي، چې دا هغه درس دی، کوم چې دوی له ډېرو سختیو وروسته اخیستی.

ازبېکستان ته؛د طالبانو حکومت تللي پلاوي د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال سره کتلي

د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ ازبېکستان ته تللي پلاوي د یاد هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت له اقتصادي معاونیت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پر پراختیا او همدا راز په افغانستان کې د ازبېکستاني پانګوالو پر پانګونې خبرې وکړې.

خواجه‌یوف ویلي تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحد کې ګډ سوداګریز زون رامنځته کړي.

نوموړي دغه راز افغانستان کې د خپل هېواد پانګوالو له لوري پانګونې په برخه کې هم ډاډ ورکړی.

په همدې حال کې ملا برادر ازبېکستاني لوري ته په افغانستان کې د هر ډول اسانتیاوو ډاډ ورکړی.

بامیان؛طالبانو لس تنه د مرغیو د ښکار په تور نېولي

بامیانو کې د مرغیو د ښکار په تور لس کسان نیول شوي.

د یاد ولایت د طالبانو امنیه قومنداني وایي، چې دغه کسان په کهمرد ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

له یادو کسانو څخه لس میله‌ چره‌ایز او یو میل بادي ټوپک هم اخیستل شوی.

نیول شوي کسان اوس مهال تر پوښتنو لاندې دي.

بلوچستان؛په کوېټه کې تېره ورځ دوه پولیس وژل شوي

0

د بلوچستان په کوېټه کې تېره ورځ دوه پولیس وژل شوي دي.

یاد پولیس په دوو جلا جلا پېښو کې د کوېټې او هرنایي ترمنځ سرحدي سیمې شعبان کې وژل شوي.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.

ایران؛یو وار بیا دوه افغان کډوال اعدام کړي

ایران یو وار بیا دوه افغان کډوال اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو یو سازمان ویلي، چې دا افغانان د نشه‌یي توکو پر قاچاق تورن وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ایران شپږ نور کسان هم د قتل، زور زیاتي او نورو جرمونو په تور اعدام کړي دي.

بلومبرګ:هند افغانستان کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره نوي ډهلي کې د طالبانو سفیر مني

بلومبرګ وایي، ښایي هند په نوي ډهلي کې د طالبانو سفیر ومني.

سرچینه وایي، هند دا کار له کابل سره د خپلو اړیکو پراختیا او افغانستان کې د چین د نفوذ مخنیوي لپاره ترسره کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو حکومت هند ته د خپلو دیپلوماتانو یو لیست هم سپارلی وو.

ډونالډ ټرمپ:د اوکراین په اړه د پوتین خبرې چندان خوندورې نه وې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، د روسیې له ولسمشر سره یې مثبتې خبرې درلودې؛ خو د اوکراین په اړه یې خبرې ښې نه وې.

نوموړي سپینې ماڼۍ کې دموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ته د خبرو پر مهال ویلي، اوکراین د بریا هیڅ چانس نه لري؛ خو بیاهم سخت دریځي کوي.

نوموړی زیاتوي، دا جګړه وحشتناکه ده او امریکا به اوکراین ته اجازه ورنکړي.

ټرمپ یو وار بیا ټینګار کړی، چې که واک کې وی، نو دا جګړه به نه وه پیل شوې.

ملا برادر؛د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته روان شو

د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یو پلاوي په مشرۍ ازبېکستان ته روان شو.

له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراختیا او په افغانستان کې په مختلفو سکټورونو کې د ازبکستاني پانګوالو د پانګونې جذب دی.

د یادونې ده چې دغه سفر کې د یو شمېر وزارتونو سرپرستان هم شامل دي.

صادق نوري:له افغانستان سره پر پوله سل کیلو متره نور اضافي دېوال چمتو شوی

د ایران د شمالي شرق نظامي قرارګاو مسؤل صادق نوري ویلي، چې له افغانستان سره د پولې تړلو لپاره یې سل کیلومتره د اړتیا وړ نور دېوال هم چمتو کړی.

هغه د شنبې په ورځ له دغه بهیر لیدنه کړې او زیاته کړې یې ده چې، اقلیمي شرایطو ته په کتو، د پولو د تړلو چارې په ښه شکل روانې دي.

د یادونې ده، چې ایران دا کار د انساني او نشه‌یي توکو قاچاق او د پولو امنیت د خوندیتوب لپاره ترسره کوي.