پنجشنبه, اپریل 30, 2026
Home Blog Page 596

خیبر پښتونخوا؛د پوځ لخوا په تازه پیل شویو عملیاتو کې ۷ پوځیان وژل شوي او ۶ ټپیان دي

0

د خیبر پښتونخوا څخه رارسیدلي خبرونه وایي، چې د پوځ په عملیاتو کې ۱۳ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د لکي مروت ولسوالۍ په سرکتي ماچي خیل کې د پوځ پیل شویو عملیاتو کې ۷ تنه پاکستاني سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی او هره ورځ د پوځیانو د وژنې خبرونه خپرېږي.

د بلخ د طالبانو والي؛د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ

د بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي یوسف وفا د یو لوړپوړي ملکي او امنیتي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته لاړ.

د بلخ ولایت مقام ویلي، چې د دغه سفر هدف د سوداګرۍ، اقتصادي پرمختګ او د سرحدي امنیت په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ده.

د یادونې ده چې اوزبیکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني؛ خو له طالبانو سره په سوداګریزو، اقتصادي او امنیتي برخو کې تعامل لري.

ایران؛په تېرو ۱۲ ورځو کې د نوروزي سفرونو پر مهال ۴۱۹ کسان مړه شوي

0

د ایران د ټرافیکو مرستیال حسن مومني ویلي، چې په تېرو ۱۲ ورځو کې ۴۱۹ کسان د نوروزي سفرونو پر مهال مړه شوي او ۹۷۷۸ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي د سړکونو د غیرمعیاري والي او د بې‌کیفیته داخلي موټرو یادونه نه ده کړې؛ خو د ټرافیکي پېښو اصلي عوامل یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، د وسایطو د کنټرول ناتواني او کیڼ لور ته انحراف بللی دی.

هغه ویلي، چې د ترافیکي پېښو ۴۵ سلنه عاملین مسافرین او ۵۵ سلنه یې ځایي خلک دي.

د کابل هوایي ډګر؛طالبانو څلور چینایي وګړي د سرو زرو د قاچاق په تور نیولي

د طالبانو سرحدي پولیس وایي د کابل په هوايي ډګر کې څلور چینايي وګړي د ۶۷۸ ګرامو خام سره زر چین ته د قاچاق په تور نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مشرۍ د طالبانو حکومت د سرو زرو د کانونو په ګډون د کانونو لوی قراردادونه چینايي شرکتونو ته ورکړي دي.

طالبانو ته د خرم کنایه؛ډېر بد لوري ته روان یوو او تاریخي مسؤلیت یې هم خورا دروند دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم وایي، افغانستان له یو بد راتلونکي سره مخ او د دې تاریخي مسؤلیت بار ډېر دروند دی.

هغه د یونیسف هغه وړاندوینه فاجعه بللې، چې که تر ۲۰۳۰ کال پورې پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به له زده‌کړو بې برخې شي.

نوموړی وایي، د دغې تاریخي فاجعې جبران به ډېر وخت وغواړي.

ښاغلی خرم زیاتوي، افغانان به تر دې وروسته ډېره بدرنګه دنیا ولري او بشري حقونه، انکشافي مرستې، انساني ارزښتونه او نور مسائل به ان د شعار په حد کې هم نه راځي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره:د افغان نجونو او ښځو د ملاتړ لپاره مو ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې ۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ویلي، چې هېواد یې د افغان ښځو او نجونو د حقونو کلک ملاتړ کوي.

د دغه وزارت په خبره، ۵ میلیونه نور ډالر به هم ملګرو ملتونو ته ځانګړي شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې له دغې مرستې یې هدف افغان ښځو او نجونو ته د بیړني خدمتونو برابرول دي.

عباس عراقچي:د ډونالډ ټرمپ لیک ته مو رسمي ځواب د عمان له لارې لېږلی

0

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې تهران د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لیک ته خپل رسمي ځواب د عمان له لارې لېږلی دی.

ښاغلي عراقچي ویلي، چې دا ځوابي لیک د روان وضعیت او د ټرمپ د لیک د منځپانګې په اړه د ایران دریځ تشریح کوي.

نوموړي ټینګار کړی، چې ایران د زیات فشار او پوځي ګواښ تر شرایطو لاندې مخامخ خبرو ته حاضر نه دی.

هغه دغه راز ویلي، چې د ایران دریځ لا هم پر خپل ځای دی؛ خو غیرمستقیمې خبرې دوام موندلی شي.

حرمین:د سعودي ولیهد محمد بن سلمان د روژې پاتې ورځې مکې مکرمې کې تیروي

0

د سعودي الحرمین پاڼې لیکلي، چې د دې هیواد ولیهد محمد بن سلمان نن د روژې په ۲۸مه بیت الله شریف ته نږدې په شاهي ماڼۍ کې میشت او پاتې ورځې مسجدالحرام ته نږدې تیروي.

پیغام کې ویل شوي، محمد بن سلمان د روژې مبارکې میاشتې پاتې ورځې د خدای کور ته نږدې تیروي.

د ملا هبت الله اختریز پیغام:د شریعت تطبیق او د حدود او قصاص پلي کیدل راته لومړیتوب لري

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې، یوځل بیا د شریعت په تطبیق او د حدودو او قصاص پلي کیدل د خپل حکومت لومړیتوب بللی.

ښاغلي اخوندزاده د طالبانو محکمې مکلفې کړي چې د «شریعت مطهرې په مطابقت کې فیصلې وکړي، او د الله تعالی حدود جاري کړي.»

نوموړي په پیغام کې “یووالی او اتحاد” د خپل نظام د بریا راز بللی او له افغانانو یې غوښتي، چې خپلمنځي یوالی ټینګ کړي؛ ځکه چې ډېر کلونه په مخالفت او جګړه کې تېر شوي.

پیغام زیاتوي، “د دښمنانو دسیسو ته مو باید پام وي او په هر ډګر کې له خپل اسلامي نظام او شرعي حاکمیته په کلکه دفاع کوو او د همدې نظام تر سیوري لاندې به افغانان متحد وساتو.”

کونړ؛د پشد ویجاړشوی پل چې طالبانو یې د جوړونې چارې پیل کړې وې، سیلاب وړی دی

د افغانستان له ختیځ کونړ ولایت څخه حماسه میډیا ته سیمه ایزو اوسیدونکو ویلي، چې د دې ولایت د پشد ویجاړ شوی پل چې تازه یې د بیا جوړېدو چارې پیل شوې وې، سېلاب وړی دی.

دغو اوسیدونکو ویلي، چې طالبانو غوښتل چې دغه پل په نږدې ورځو کې ګټنې اخیستنې ته وړاندې کړي؛ خو له هغه وړاندې پل سیلاب یوړ.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو په طنزیه شکل په طالبانو نیوکه کړې.

د ټولنیزو رسنیو یوه کارونکي عارف الله صافي لیکلي:«پل یې نه دی وړی؛ خو کارونه سیلاب وځنډول.»
یوه بل کارونکي ارمان شینواري لیکلي:«دا قوي وو کلک یی جوړ کړی وو؛ خو اوبه راغلې نو قسمت خبره»

د یادونې وړ ده چې په طالبانو نیوکه ده چې د روغتیا، انجینیرۍ او ګڼو نورو تخصیصو ځایونو کې د ملایانو مقرري ددې لامل شوې چې د حکومتدارۍ چارې او عامه خدمات په ټپه ودریږي او یاهم نیمګړي ترسره شي.