چهارشنبه, اپریل 29, 2026
Home Blog Page 592

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي:امنیت شورا او انتوني ګوتریش باید د ټرمپ څرګندونو ته توند غبرګون وښیي

0

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي د یاد سازمان له امنیت شورا او انتونيو ګوترېش غوښتي چې د ایران پر وړاندې د ټرمپ ګواښوونکو څرګندونو ته جدي غبرګون وښیي.

یادې استازولۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک کې لیکلي، چې دا ډول بې پروا څرګندونې د بشري حقونو ښکاره نقض دی.

لیک کې راغلي، چې د ټرمپ څرګندونې د ملګرو ملتونو د منشور څلورمې مادې خلاف دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ټرمپ ایران ته ګواښ وکړ چې یا توافق وکړئ او یا به بمبار شئ.

د علي خامنه‌یي مشاور:که امریکا یا اسرائیل پر موږ برید وکړ، موږ به اټوم بم تولید کړو

0

د ایران د رهبر مشاور علي لاریجاني ویلي، که امریکا یا اسرائیل پر ایران برید وکړي؛ نو دوی مجبور دي چې اټوم بم تولید کړي.

نوموړی وايي، ایران وړتیا لري؛ خو اوس د رهبرۍ پرېکړه دا ده، چې د اټومي وسلو د تولید پر لور نه ځي.

هغه زیاتوي، امریکا سهوه کوي، چې په دې برخه کې پر ایران فشار واردوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د اټومي وسلو پر سر د ایران او امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي.

د اسرائیل پوځ:بیروت کې مو د حزب الله مهم غړی وژلی

0

د اسرائیل پوځ اعلان کړی، چې بیروت کې یې د یو برید پر مهال د حزب الله مهم غړی وژلی.

له پوځ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس په دې وروستیو کې حماس ته پر اسرائیل د برید په اړه طرحه ورکړې وه.

خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کس یو بېړنی ګواښ هم بلل کېده.

تر اوسه د وژل شوي کس په اړه زیات معلومات نه دي ورکړل شوي.

میرویس بلخي:طالبانو د مدرسو په ډېرېدو سره افغانستان د پاشل کېدو پر لور روان کړی

د پوهنې وزارت پخوانی وزیر میرویس بلخي وايي، طالبانو د مدرسو په زیاتېدو سره افغانستان د پاشل کېدو لوري ته روان کړی.

هغه یوې مقاله کې ویلي، چې دې ډلې مدرسې زیاتې کړې؛ د ښوونځي رسمي لباسونه یې د مدرسو په لباسونو بدل کړي او د هغو استادانو د ګمارلو لړۍ یې روانه کړې، چې دیني مدرسو کې یې درس ورکړی.

نوموړی زیاتوي، چې دا چاره به د نړۍ او افغانستان امن ته خطر وي.

د هغه په خبره، طالبان د عصري زده‌کړو مخالف دي او دا کار د خپل جنګي ماشین فعال ساتلو او خپل نظام د بقا لپاره ترسر کوي.

د یوسف وفاء مغرضانه خبرو ته د طالبانو غبرګون؛جنرال مبین وایي، چاته اخطار ورکوې؟

د طالبانو حکومت د یو سرتیري له قوله خپاره شوي سندونه ښایي چې د بلخ والي محمد یوسف وفا د دغه ولایت په لوړو بستونو کې خپل انډیوالان او خپلوان مقرر کړي.

د احمد الهام په نوم دغه طالب سرتېری د یوسف وفا د خبرو یوه نمونه هم د دغو سندونو سره خپره کړې چې یوسف وفا اختریز پیغام کې په ډېر جوش و خروش ویلي وو: «دا نظام په وینو ولاړ دی، په دې نظام ککرۍ تللې دي، دا نظام په ککریو راغلی دی.»

یاد طالب سرتیري د یوسف وفا د خبرو معکوس انداز ته لیکلي:
«زه هیچا ته اجازه نه ورکوم چې د بلخ ولایت کې خپل او مسلکي اشخاص وګمارئ. ټول به زما ملګري په بستونو کې ځای پر ځای کېږي.»

بل لور ته د طالبانو د ټولنیزو رسنیو فعال جنرال مبین یوسف وفا ته لیکلي: «زه پوی نشوم چې څوک یادوي او چاته اخطارونه ورکوي؟»
نوموړي لیکلي دا خلک لمانځه ته راغلي مه یې ډاروه، او دا حق هم نه دربخښو چې په نیمګړتیاوو دې سترګې پټې کړو.

د اختر په ورځو کې د خوشالۍ پرځای غم؛طالب سرتیري له خلکو خوښي اخلي، چکر ته یې نه پریږدي او په ډزو یې وژني

کونړ ته د چکر لپاره تللي ځوانان د طالبانو لخوا په مرمیو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

د عیسا خان په نوم یو ځوان په خپله فیسبوک پاڼه د خپل ورور ډاکټر سبحان الله په نوم چې له هېواده بهر د طب پوهنځي د اخیري کال محصل و، لیکلي: دغه ورور مې د اختر په ورځ کونړ ته د راغلو ټوپکوالو«طالبانو» لخوا شهید کړی شو.

د دې ترڅنګه چې یو بل ځوان هم کونړ ته د چکر سیمې ته تللی و هم د طالبانو لخوا وژل شوی دی.

د طالبانو ځایي مسولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شهباز شریف؛د طالبانو له مشر پرته؛ د نړۍ اسلامي هېوادونو مشرانو سره د اختر مبارکي کړې

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د ګڼ شمېر هېوادونو مشرانو سره یې د اختر مبارکي کړې.

هغه د هغو هېوادونو لیست خپور کړی، چې له مشرانو سره یې د اختر مبارکي کړې؛ خو د طالبانو د مشر نوم په کې نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مشر ځان ته د امر المومنین خطاب کوي.

رحمت الله نبیل:د فقر په اړه د هبت الله خبرې خپلې نه؛ بلکې پردۍ استخباراتي خبرې وي

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د لوږې په اړه د ملاهبت الله اخوندزاده خبرې استخباراتي بللې او ویلي یې دي، چې هغه د خلکو د غږ خاموشولو هڅه کوي.

ښاغلي نبیل نوموړی تورن کړی، چې عدالت نه پلي کوي او قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د نظام د استحکام هڅه کوي.

نوموړي ویلي، د هبت الله دا څرګندونې له دین سره ټکر کې دي او دوی نه یوازې دا، چې د دین استازي نه دي، بلکې د استخباراتي کړیو لاسپوڅي هم دي.

د یادونې ده چې د اختر په غږیز پیغام کې ملاهبت الله ویلي وو، چې فقر د الله له لوري دی او باید صبر پرې وشي.

امانوئل مکرون نتنیاهو ته:غزه کې هر ډول جبري بې‌ځایه کول باید بند شي

0

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د تلیفوني تماس پر مهال، د غزې پر ضد د بریدونو د درولو او اوربند ته د بېرته ستنېدو غوښتنه وکړه.

مکرون ویلي، چې بشري مرستې باید سمدستي بېرته پيل شي او هر ډول جبري بې‌ځایه کول یا نیواک د سولې پر ضد عمل دی.

مکرون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ټولو برمته شویو کسانو ازادول او د اسرائیل امنیت د فرانسې له لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، چې له نتانیاهو سره یې د سوریې د ثبات او د دې هېواد د حاکمیت د بېرته راګرځولو په اړه هم خبرې کړې دي او فرانسه به د دغو مسایلو په ټولو برخو کې له اسرائیلي چارواکو سره نږدې همغږي وساتي.

هغه دغه راز ویلي، چې منځني ختیځ کې ثبات ته اړتیا ده، او یوازې یوه عادلانه او دوامداره سوله کولای شي، چې ټولو ته خوندي راتلونکی برابر کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:د ایران پر وړاندې د امریکا ګواښ د نړیوالو اصولو ښکاره نقض دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ایران ته د بمبارۍ ګواښ غندلی او دا یې د نړیوالو اصولو ښکاره نقض بللی دی.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي، خبرداری ورکړی، چې تاوتریخوالی، تاوتریخوالی زېږوي او سوله، سوله رامنځته کوي.

هغه ټینګار کړی، چې دا انتخاب د امریکا په لاس کې دی او پایلې به یې هم هماغې ته متوجه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ایران ته ګواښ وکړ چې یا توافق وکړئ او یا به بمبار شئ.