جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 591

حامد کرزي؛د کرکټ د بریا له کبله مبارکي ویلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له انګلستان څخه د سیالۍ ګټلو مبارکي ویلې.

بل لورته د پخواني حکومت د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلم یار هم د دغې بریا مبارکي ویلې.

افغان لوبډلې نن د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛انګلنډ ته په چمپینز ټرافي سیالیو کې تاریخي ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې د چمپینز ټرافي سیالیو په لړ کې انګلستان ته ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه.

انګلستان ورکړل شوی هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۳۱۷ منډو وسوځېده.

د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول.

فضل محمود فضلي:نه غواړم چې له طالبانو سره اختلافات د بهرنیو په زور او یاهم د هغوی په مداخلې حل کړم

جمهوري حکومت کې د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، نه غواړي له طالبانو سره اختلافات د بهرنیو په زور او یاهم د هغوی په مداخلې حل کړي.

هغه د سویډن Tv4 د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې د طالبانو پر وړاندې به د ټرمپ نظاني اقدامات غوره وي؟ ویلي، چې دوی د هر ډول بهرنۍ سیاسي او نظامي مداخلې مخالف دي.

فضلي زیاته کړې، تجربو ثابته کړې، چې د بهرنیو نظامي مداخلې تل د خپلو ګټو لپاره وې.

د نوموړي په خبره، د خپلو ارزښتونو ساتلو لپاره باید د بهرنیو دروازې ونه ټکوو.

هغه دغه راز ویلي چې ډونالډ ټرمپ ته خپلې ګټې مهمې دي.

حلیم فدایي احمد مسعود ته:مسعود جانه، پر بهرنۍ اجنډا مخکې نشې تللی

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي ویلي، مقاومت جبهه فکر کوي چې له بهرنیو څخه مالي ملاتړ ترلاسه کول، د پردیو په دستور ناستې او د هغوی اجنډا پلې کولو سره هم د طالبانو ځای ونیسي او هم به په ویانا کې سیاسي جریانونه خلاصه کړي.

ښاغلي فدایي احمد مسعود ته ویلي، چې مقاومت کې هم انحصاري فکرونه زیات شوي او بدبختي ده، چې له تېر څخه هیڅ درس نه دی اخیستل شوی.

عطاء‌محمد نور:جګړه د افغانستان د راتلونکې حل لاره نه ده

د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور په هغو کسانو سخته نیوکه وکړه چې په افغانستان کې د روانې کشالې حل لاره جګړه بولي.

ښاغلي نور جنګ غوښتونکي «درباري روشنفکران او د قومي مشرانو خدمت کوونکي» وباله او زیاته یې کړه کله چې د سولې او خبرو اترو فرصت وي جنګ جګړو ته هیڅ اړتیا نشته.

نوموړی زیاتوي، هر کله چې دې نتیجې ته ورسیده چې د سولې او خبرو اترو بهیر نتیجه نه ورکوي، جګړه د حل لاره ده؛ خو تر دې وړاندې ولې د غریبو اولادونه د یوې نامعلومې جګړې قربانیان وي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛انګلستان ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه

0

افغانستان په اتلانو نړیوال جام سیالیو کې انګلستان ته ۳۲۶ منډې هدف وټاکه.

د پاکستان د لاهور د کریکټ په ملي لوبغالي کې د اتلانو په نړیوال جام سیالیو کې افغانستان په پنځوسو اورونو او د اوو لوبغاړو په سوځیدو انګلستان ته ۳۲۶ منډې هدف وټاکه.

دغه لوبه چې نن د افغانستان پر وخت په یوه نیمه بجه پیل شوه، د افغان لوبغاړو له لورې ابراهیم ځدراڼ د۱۴۶ بالونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې وکړې.

ابراهیم ځدراڼ دغه منډې د شپږو شپږیزو او دولس څلوریزو په پرمټ ترسره کړې.

ددغې لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د کریکټ یوشمیر څارونکي هیله لري چې افغانستان به دغه لوبه وګټي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان خپله یوه لوبه د جنوبي افریقا پر وړاندې بایللې وه.

له افغان پست شرکت سره تړون؛هېوادوالو ته کور، کارځای او دفتر ته د پاسپورت د ور وړلو لړۍ پیل شوه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغان پست دولتي شرکت او پاسپورت عمومي ریاست ترمنځ د یو تړون پر اساس، تر دې وروسته کور په کور د پاسپورت د وېشلو لړۍ پیلیږي.

دوی ویلي، چې تر دې وروسته به هېوادوال کولای شي، چې کور، دفتر او یا هم کارځای کې پاسپورت ترلاسه کړي.

د پاسپورت عمومي ریاست مسؤلین وایي، چې د پاسپورت د وېشلو برخه کې هیڅ خنډ نشته او دوی هره ورځ ۳۰ زره کسانو ته خدمات وړاندې کوي.

حنیف پشتین:کله چې پاکستان ته د ډالرو ضرورت شي؛ نو بیا د افغانانو په ځورولو پیل وکړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پشتین وایي، د اسلام اباد واکدارانو ته باید وویل شي، چې تر اټکه پورې خاوره د افغانانو ده او افغانان د خپل لوی افغانستان پر سینه مېشت دي.

پشتین د پاکستان له لوري د کډوالو اېستلو ته په اشارې ویلي، که نن له تاسره کوتک دی، نو داسې وخت به هم راشي، چې دوی به د خپل هېواد پر خپله خاوره ژوند کوي خو ته به نه یې.

پشتین زیاتوي، پاکستان افغانان، ښځې او ماشومان نیسي او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف یې ځوروي.

نوموړی وایي، کله چې پاکستان ته د ډالرو ضرورت شي، نو افغانان وځوروي.

د طالبانو حکومت؛پر رسنیو له دوو اوونیو راهیسې سیاسي خپرونې بندې کړې؛ خو بیا هم په دې اړه نشر شوي خبرونه له حقیقت لرې بولي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت په کور دننه پر رسنیو هر ډول سیاسي او اقتصادي خپرونې بندې کړې؛ تېره ورځ د طالبانو حکومت مرستیال ویاند کابل کې د یو اژانس د جوړېدو مراسمو کې ویلي وو، چې پر رسنیو د بندیزونو اوازې حقیقت نه لري.

نوموړي په دې اړه اوازې د دوښمن تبلیغات بللي.

د یادونې ده چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په کور دننه رسنیو کې سیاسي او اقتصادي خپرونې بندې شوې دي.

کندهار او هلمند کې؛وروستیو بارانونو ۱۵ تنه وژلي

طالب چارواکي وایي، چې د کندهار او هلمند په یو شمېر ولسوالیو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

د کندهار د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د دې ولایت په میوند، شاه‌ولیکوټ، ژړۍ او اووم، شپږم او پنځم امنیتي زونونو کې ۹ کسان، چې درې ماشومان هم پکې شامل دي، مړه شوي دي.

همداراز، د هلمند د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست اعلان کړی چې د سې شنبې په ورځ د دې ولایت په قلعه، ګرشک، باباجي، نوزاد، سنګین او واشیر ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ۶ کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ فراه ولایت کې هم سختو بارانونو او سېلابونو لږ تر لږه ۲۱ کسان وژلي وه.