دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 580

اتونبایووا؛نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا کوي

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره، روزا اتونبایوا نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه وینا وکړي.

نوموړې دا وینا د افغانستان پر وخت د شپې یوولس بجې کوي.

اتونبایوا په داسې حال کې د افغانستان په اړه غږیږي، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د یوناما فعالیت منفي ارزولی او ویلي یې دي، چې دوی د طالبانو د حکومت پر مثبتو کړنو سترګې پټوي؛ خو کوچني منفي مسائیل بیا په قصدي ډول لوی ښيي.

رویټرز:روسي ځواکونو په کورسک کې له اوکراین درې نورې سیمې نیولې

0

رویټرز د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونه په دې هڅه کې دي، ترڅو اوکرایني ځواکونه له کورسک څخه وباسي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روسیې دفاع وزارت په کورسک کې د اوکرایني خواکونو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.

رویټرز ویلي، چې تېره یکشنبه د اوکراین په لویدیځ ورسک کې هم روسیي ځواکونو درې نورې نوې سیمې نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړی امریکا د یادې جګړې د ختمولو هڅه کوي.

ډونالډ ټرمپ:اوکراین سره د معلوماتو تبادله ځنډول شوې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له اوکراین سره یې د معلوماتو تبادله ځنډولې او تمه لري، چې په سعودي عربستان کې به خبرې مثبتې پایلې ورکړي.

نوموړي د یکشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا کییف سره یې د معلوماتو تبادله درولې؛ ویلي، چې تقریبا دا کار یې لغوه کړی.

بل لورته یو شمېر امریکايي چارواکي وايي، چې سپینې ماڼۍ دا کار پر زیلنسکي د فشار لپاره کړی، ترڅو نوموړی د اوکراین د سولې لپاره له ټرمپ سره همکاري وکړي.

د یادونې ده، چې له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سعودي عربستان ته هم تللی.

مارکو روبیو:د حماس د ملاتړ کوونکو ګرین کارتونه باید لغوه او له امریکا څخه وویستل شي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، امریکا کې دې د هغو کسانو دایمي ویزې او ګرین کارتونه لغوه شي، چې د حماس ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، چې یاد کسان باید له امریکا څخه هم و اېستل شي.

هغه د خپلې سناتورۍ په دوره کې هم ویلي و، چې امریکا باید د حماس د ملاتړ کوونکو ګرین کارتونه لغوه کړي.

په همدې حال کې بیا د امریکا فدرال حکومت ویلي، هغه فلسطیني محصل یې هم نیولی، چې د کلمبیا پوهنتون کې یې د اسرائیل پر ضد په شوي لاریون کې کلیدي رول درلود.

پنسلوانیا؛د لنکستر ښار هوايي ډګر ته څېرمه یوه کوچنۍ الوتکه را غورځېدلې

0

د پنسیلوانیا سیمه‌ییز مسوولین وايي، چې د لنکستر ښار هوايي ډګر ته څېرمه یوه کوچنۍ الوتکه لوېدلې.

دوی وايي، په یاده الوتکه کې پنځه تنه سپاره وو، چې ټول ژغورل شوي دي.

دا الوتکه د متقاعدینو په یو پارک کې رالوېدلې ده.

تر اوسه د دغې پېښې علت معلوم نه دی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو سیمو کې څو الوتکې لوېدلې دي.

احمد شرع:یو شمیر کورني او بهرني کړۍ سوریه کې د کورنۍ جګړې په لټه کې دي

0

د سوریې انتقالي حکومت مشر احمد شرع یوځل بیا ټینګار وکړ چې د دغه هیواد حکومت به هیڅ بهرني او کورني ځواک ته اجازه ورنه کړي چې سوریه کې ګډوډي یا کورنۍ جګړې ته واړوي.

احمد شرع د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیويي وینا کې وویل چې سوریه د کورنۍ جګړې په لور د دې هېواد د اړولو له هڅو سره مخامخ ده.

د احمد شرع دا وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د سوریې په ساحلي سیمه کې تاوتریخوالی دوام لري.

ترکیې او د اسلامي همکاریو سازمان؛په سختو شرایطو کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوو

د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت او د ترکیې بهرنیو چارو وزارت کې د سویلي اسیا لپاره ټاکل شوي رییس د افغانستان په اړه خبرې کړې.

دوی، په یوه ناسته کې چې په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان په دفتر کې ترسره شوې، د افغانانو د ملاتړ او له اوسنیو چارواکو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه د رغنده خبرو اترو د دوام پر ارزښت ټینګار کړی.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت هم خبرې کړې دي.

د جسټن ټروډو د ۱۲ کلنې واکمنۍ پای؛د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر ددې هیواد نوی لومړی وزیر وټاکل شو

0

د کاناډا د مرکزي بانک پخوانی مشر مارک کارني د دې هیواد د لیبرال ګوند د نوي مشر او لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

د نوموړي له ټاکنې سره د دغه هیواد د پخواني لومړي وزیر جسټن ټروډو شاوخوا ۱۲ کلنه واکمني پای ته ورسیده.

کارني به د کاناډا د لومړي وزارت ترڅنګ د لیبرال ګوند مشري هم وکړي.

۵۹ کلن کارني د یکشنبې په ورځ د مالیې د پخوانۍ وزیرې کریسټیا فریلنډ سره په سیالۍ کې د لیبرال ګوند له ۱۵۲۰۰۰ غړو څخه ۸۶٪ رایې وګټلې.
کارني له بریا وروسته په خپله وینا کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په اشارې سره وویل: «یو څوک غواړي زموږ هېواد کمزوری کړي. “هغه د کاناډا پر کارګرانو، کورنیو او سوداګرۍ برید کوي، او موږ به پرېنږدو چې نوموړی بریالي شي.”

پاکستان کې کړکیچ؛اصف علي زرداري به نن ددې هیواد د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي

0

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري به نن د دغه هېواد د پارلمان ګډې غونډې ته وینا وکړي.


تمه ده چې ښاغلی زرداری به د پاکستان پر وړاندې د شته ننګونو، اقتصادي ستونزو، امنیتي کړکیچ او په ځانګړې توګه د امنیت او بهرنۍ پالیسۍ په مسایلو سربیره په افغانستان هم خبرې وکړي.

خیبر پښتونخوا؛ټانک کې د پوځ او تي‌ټي‌پي ترمنځ نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د ټانک ملیزې سیمې اړوند بینه کلي کې د پوځ او تي‌ټي‌پي ترمنځ نښتې شوې.

راپورونه وایي، په دې نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغو نښتو کې ۵ وسله وال هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.