دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 579

مارکو روبیو:په رسمي ډول مو د امریکایي پراختیایي مرستو ادارې ۸۳ سلنه برخې وتړلې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان کړی، چې د ټرمپ حکومت له درې اوونیو ارزونې وروسته، د نړیوالې پراختیايي ادارې ۸۳ سلنه پروګرامونه په رسمي ډول تړلي.

د هغه په خبره، دا برخې د امریکا په ګټه نه وې.

نوموړي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دوی یوازې د دغې ادارې ۱۸ سلنه برخې پرېږدي او دغه راز یې ورسره ۵۲۰۰ قراردادونه هم لغوه کړي دي.

روبیو وايي، د یادې ادارې پرېښودل شوې برخې به هم تر جدي څار لاندې وي.

د تورخم د خلاصون لپاره د پاکستاني لوري غوښتنه؛تاسیسات به د اسلام اباد په خوښه جوړیږي

یو شمېر باوري سرچینې وايي، چې پاکستان د طالبانو له حکومت غوښتي، ترڅو تورخم کې د هر ډول تاسیساتو جوړېدو لپاره اسلام اباد په جریان کې کړي.

سرچینې وايي، چې دا غوښتنه د تورخم دروازې پرانېستو په اړه په دویمه ناسته کې شوې ده.

د معلوماتو پر اساس، په پام کې ده، چې د طالبانو حکومت د پاکستان د دغو غوښتنو په اړه پرېکړه وکړي.

د یادونې ده، چې تورخم لار له نږدې دوه نیمو اوونیو راهیسې تړلې ده.

د طالبانو له لورې جوړیدونکې احتمالي جرګه؛استاد سیاف وایي، طالبان د اسلامي ارزښتونو ترڅنګ اوس ملي ارزښتونه هم سپکوي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف وایي، چې د طالبانو حکومت له لوري په جوړېدونکې لویه جرګه کې یوازې طالبان او د دوی پلويان راغوښتل کېږي.

هغه ویلي، دا چاره نه یوازې دا چې د ملت درد نشي دوا کولای؛ بلکې د دغې دودیزې لویې جرګې یو ډول سپکاوی او دې جرګې ته په کم نظر کتل هم بلل کېدی شي.

تر دې وړاندې یو شمېر راپورونه خپاره شوي، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده غواړي په هېواد کې یوه لویه جرګه راوبولي.

یونس قانوني:سږ کال به افغانستان د سیاسي بدلون شاهد وي

د جمهوري حګومت پخوانی مرستیال محمد یونس قانوني وايي، روان کال د بدلون نښې نښانې لیدل شوې او دا کال به په افغانستان کې د بدلون کال وي.

هغه د مارشال فهیم د تلین په مناسبت یوې غونډې ته ویلي، چې ښايي دا بدلون یا دننه او یاهم د افغان ولس، نړیوالې ټولنې او سیمې سیاسي بهیر له لارې رامنځته شي.

په ورته مهال په دې غونډه کې د کورنیو چارو پخواني وزیر ویس احمد برمک ویلي، چې د افغانستان ولس نور په پخوانیو چارواکو کوم باور نه لري.

د هغه په خبره، د خلکو باور ختم شوی او دوی اوس د ګټورې رهبرۍ په خلا کې قرار لري.

په همدې حال کې یادې ناستې ته فوزیه کوفي ویلي، سیاسي مشران لاهم انتظار باسي، چې نړۍ به د افغانستان لپاره یو څه وکړي او په خبره یې چې دا په واقعي معنی مایوسه کوونکی حالت دی.

هغې ویلي، ټول اختلافونه باید یوې خواته شي او په رېښتینې ډول باید ټول د افغان ولس لپاره ودریږو.

فاکس نیوز:د تولسي ګابارد هغه خبره ریښتیا شوې، چې د سوریې په خاوره به القاعده ډلې واک پیدا کوي

0

فاکس نیوز ویلي، چې د امریکا د ملي اطلاعاتو د مشرې تولسي ګابارد هغه معلومات ریښتیا شوي، چې ویلي وو، په سوریې به القاعده پورې تړلې ډلې واک پیل کوي.

فاکس نیوز او رویټرز په یو ګډ راپور کې ویلي، چې د القاعده اړوند ځواکونه چې له احمد الشرع سره همغږي دي، سوریه کې د لږکیو په قتل کې پراخ لاس لري.

دغه راپور کې یادې ډلې د علوي او په سوریه کې د مسیحي ټولنو په وژلو تورنې شوې دي.

د یادونې ده، چې ګابارد د امریکا سنا مجلس ته ویلي وو، چې دا له دې کرکه لري چې د امریکا مشران له افراطي اسلام پالو سره اړیکه لري.

عبدالخالق صادق:د ښونځیو کیفیت مو صفر دی

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت مرستیال عبدالخالق صادق ویلي، چې افغانستان کې د ښوونځیو کمیت زیات؛ خو کیفیت یې ټیټ دی.

هغه ویلي، چې دوی هڅه کوي د کیفیت د لوړولو لپاره کار وکړي.

نوموړي زیاته مړې، که واخان کې هم یو تن ته د زده‌کړو زمینه برابره نه وي؛ نو کابل او کندهار کې پر دوی دردیږي.

صادق خان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرو نږدې څلورو کالو راهیسې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

عبدالباقي حقاني:د هېواد پرمختګ په عصري زده‌کړو پورې نغښتی دی

د طالبانو حکومت د ازموینې ملي ادارې مشر او د لوړو زده‌کړو وزارت پخواني سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني ویلي، چې عصري علوم د ټولنې اړتیا او د یو هېواد د پرمختګ اساسي علت دی.

هغه نن د پوهنې وزارت اړوند یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د یو هېواد پرمختګ په دوو شیانو کې نغښتی دی، چې یو یې عصري علوم او بل یې اهل ته د کار سپارل دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له نږدې څلورو کالو راهیسې هېواد کې د ښځو پر وړاندې د عصري علومو دروازې تړل شوې دي.

قرغیزستان او اذربایجان؛د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د قرغیزستان او اذربایجان یو شمېر چارواکو ویلي، چې دوی د افغانستان په کانونو کې د پانګونې لپاره لېواله دي.

د قرغیزستان د کانونو وزارت پخوانی معین، او د اذربایجان د کانونو وزارت پخواني معین، ازر شکوروف د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست، هدایت‌الله بدري سره کتلي او ویلي یې دي، چې هېوادونه یې د افغانستان په کانونو په ځانګړي ډول د نفتو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

طالب لوري بیا یادو کسانو ته د اسانتیاوو ډاډ ورکړی.

اتونبایووا؛نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وینا کوي

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره، روزا اتونبایوا نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په اړه وینا وکړي.

نوموړې دا وینا د افغانستان پر وخت د شپې یوولس بجې کوي.

اتونبایوا په داسې حال کې د افغانستان په اړه غږیږي، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د یوناما فعالیت منفي ارزولی او ویلي یې دي، چې دوی د طالبانو د حکومت پر مثبتو کړنو سترګې پټوي؛ خو کوچني منفي مسائیل بیا په قصدي ډول لوی ښيي.

رویټرز:روسي ځواکونو په کورسک کې له اوکراین درې نورې سیمې نیولې

0

رویټرز د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې روسي ځواکونه په دې هڅه کې دي، ترڅو اوکرایني ځواکونه له کورسک څخه وباسي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روسیې دفاع وزارت په کورسک کې د اوکرایني خواکونو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي دي.

رویټرز ویلي، چې تېره یکشنبه د اوکراین په لویدیځ ورسک کې هم روسیي ځواکونو درې نورې نوې سیمې نیولې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دمګړی امریکا د یادې جګړې د ختمولو هڅه کوي.