د خیبر پښتونخوا د ټانک ملیزې سیمې اړوند بینه کلي کې د پوځ او تيټيپي ترمنځ نښتې شوې.
راپورونه وایي، په دې نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغو نښتو کې ۵ وسله وال هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د خیبر پښتونخوا د ټانک ملیزې سیمې اړوند بینه کلي کې د پوځ او تيټيپي ترمنځ نښتې شوې.
راپورونه وایي، په دې نښتو کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې، دغو نښتو کې ۵ وسله وال هم وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د دوشنبې په ورځ سعودي عربستان ته سفر وکړي.
هغه به په دې سفر کې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.
نوموړی به تر دغه سفر وروسته د جي۷ هېوادونو په ناسته کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ شي.
هغه به د یادو هېوادونو په ناسته کې په ستراتیژیکو همکاریو او نړیوال ثبات په اړه خبرې وکړي.
العربیه فارسي د باوري سرچینو له قوله، د لبنان د حزبالله په مشرانو کې د پراخو اختلافاتو راپور ورکړی دی.
د العربیه د راپور له مخې، د لبنان د پارلمان پخوانی استازی نواف الموسوي او د حزبالله ځینې لوړپوړي چارواکي د ابراهیم امین السید نوم د دې وسله والې ډلې د مرستیال منشي په توګه ټاکل کېدو سره مخالف دي او هغه یې په دې تورن کړی چې د جګړې په شدت کې له عراق وتلی وو.
د لبنان پخواني پارلماني استازي او د حزبالله غړي دغه راز غوښتنه کوي، چې ټول هغه کسان باید لرې شي، چې وروستیو جګړو کې پاتې راغلي.
د جوزجان لپاره د طالبانو حکومت والي ګلحیدر شفق، په دغه ولایت کې له زندان څخه د لیدنې پر مهال بندیانو ته ویلي، چې د دوی ستونزې یې له شیخ هبتالله سره شریکې کړې دي.
نوموړي د یاد ولایت له عمومي ززندان څخه د لیدنې پر مهال بندیانو ته ویلي، چې له اوسني وضعیت څخه پند واخلي او نور جرمونه ونه کړي.
اوس مهال په ټول هېواد کې د طالبانو له حکومت سره ۲۴ زره بندیان شته، چې ډېره برخه یې په توقیف کې دي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د باګرام په اړه د ټرمپ څرګندونې ناسمې دي او دغه راز هغه وسلې چې له دوی څخه نیول شوي اوس مهال د دوی په واک کې دي.
نوموړی وايي، امریکا شل کاله د افغانستان خلک وژلي، ځورولي او اوس باید ځواب ورکړي.
مجاهد یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت له امریکا سره د رسمي تعامل غوښتونکي دی او که دا هېواد د فشار له لارې د خپلو اهدافو د پوره کېدو نیت لري؛ نو دا چاره هیڅ پایله نه ورکوي.
هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي او په ریښتیني معنی له دوی سره تعامل ته را ودانګي.
د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وایي، چې تېرو شلو کالو کې د ښځو له حقونو سیاسي ګټه اخیستل کېده.
نوموړی وایي، دا چاره اوس هم د یو شمېر نړیوالو سازمانونو له اړخه روانه ده.
هغه ویلي، چې د دوی حکومت کې د ښځو هر ډول شرعي حقونه تامین شوي دي.
خیبر دغه راز زیاته کړې، چې ځینې کړۍ هڅه کوي چې له دې لارې افغانستان کې د پردي کلتور دودولو ته لاره هواره کړي.
نامعلومو وسلهوالو د خیبر پښتونخوا د کرم سیمې کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید کړی.
په دې برید کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
برید د درنو او اتومات وسلو په وسیله د کرم میانه د “تکره پټي” په سیمه کې ترسره شوی.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو ډېری وخت دا ډول بریدونه د ټيټيپي ډله ترسره کوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي؛ خو دغه هېواد ډېر کله د خپل بام واورې پر دوی ور اچوي.
نوموړی وايي، پاکستان ادعا کوي، چې دوی ټيټيپي ته ځای ورکړی؛ خو دا خبره غلطه ده او پاکستان باید خپل امنیت خپله ونیسي.
هغه ویلي، دوی نه غواړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.
د «احصایې نړۍ» په نوم د یو بنسټ تازه څېړنې ښيي، چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ د ناامنه هېوادونو په سر کې دی.
دغه بنسټ د هغو هېوادونو یو لېست خپور کړی، چې مېرمنې په کې خوندي نه دي.
په دې لېست کې لومړی افغانستان، ورپسې یمن، مرکزي افریقا، جنوبي سوډان او یو شمېر نور هېوادونه ښودل شوي، چې ښځې په کې د ژوند د خوندیتوب له پلوه تر ټولو زیاتې ځوریږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د مارچ اتمې په مناسبت ګڼو بنسټونو، فعالانو او چارواکو ویلي، چې طالبان باید افغانستان کې د ښځو خلاف زور زیاتی او بندیزونه پای ته ورسوي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د دوی په حکومت کې هېڅ ډول اختلاقات نشته.
ښاغلي مجاهد له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دوی د پخوانیو اختلافاتو د له منځه وړلو په برخه کې واضح نقش لوبولی او پخوا یې لا ټولو اختلافاتو ته نه ویلې ده.
نوموړی زیاتوي، د طالبانو د حکومت په واکمني کې هیڅ ډول اختلاف نشته او یو نیم وخت یوازې د خبرو او لید لوري اختلاف وي، چې دا ان په یوې کورنۍ کې هم وي او دا په دې معنی نه ده، چې چا دې د چا پر وړاندې جبهه نیولې وي او یا یې هم بغاوت کړی وي.
مجاهد زیاتوي، چې امریکا او ناټو د دوی پر ضد له فزیکي جګړې وروسته سړه جګړه مخ ته وړي، چې د دوی په اړه د اختلاف مسئله هم د دغو تبلیغاتو برخه ده.