سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 574

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر:لوېدیځوال یورانیم غني‌کول یوازې د ځان حق ګڼي

0

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي ویلي، چې لوېدیځوال یورانیم غني‌کول یوازې د ځان حق ګڼي او نه غواړي موږ اټومي صنعت ولرو.

نوموړی وایي، د دښمنانو د سترګو د ړندیدو لپاره، موږ به داسې اټومي بټۍ جوړه کړو چې بشپړ ایراني سون توکي ولري.

اسلامي همداراز ویلي، چې امریکا او نور هېوادونه لا هم دا فکر کوي چې په ګواښ، ویرې، رواني عملیاتو او بې‌عقله پېښو سره کولی شي زموږ ملت او هېواد ته خنډ شي؛ خو موږ د هغوی له هغه سرې کرښې تېر شوي یو، چې دوی ځانته د ممنوعې سیمې په توګه اعلان کړې وه.

ریچارډ بینېټ:د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانانو ازادۍ محدودې کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون یو تبعیضي قانون دی، چې د افغانستان پر خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند ژور منفي اغېز کړی.

بینېت ویلي، دا قانون نه یوازې فردي ازادۍ محدودې کړې، بلکې افغانستان یې له نړیوالو ژمنو هم لیرې کړی دی.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو د اسد له ۳۱مې وروسته د امر بالمعروف قانون په پراخه بڼه پلي کړی، چې له امله یې پراخې خودسرې نیونې او سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

په راپور کې راغلي، طالبانو په شپږو میاشتو کې ۳۳۰۰ تنه محتسبین د نظارت لپاره په ۲۸ ولایتونو کې ګومارلي، او د دغه قانون تمرکز تر ډېره د خلکو پر ظاهري بڼه او د ښځو د عامه حضور محدودولو باندې دی.

د طالبانو حکومت ستره محکمه:نن له غرمې مخکې بادغیس او نیمروز کې درې تنه د طالبانو له لوري اعدام شول

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د دوی حکومت په بادغیس او نیمروز ولایتونو کې درې کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.

یادې محکمې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې لومړی کس سلیمان نومېږي، د تگاب علم ولسوالۍ اوسېدونکی و او د درې کسانو د قتل تور پرې لګېدلی و.

محکمې زیاته کړې، بل اعدام شوی کس حیدر نومېده او د بادغیس د دره بوم سیمه‌ییز اوسېدونکی و، چې هغه هم د قتل په تور اعدام شوی دی.

محکمې دغه راز یلي، چې درېیم کس عبدالقدیر نومېده او د زرنج ښار په ورزشي لوبغالي کې د یو کس د قتل په تور اعدام شوی دی.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، د قصاص حکم د تطبیق پر مهال عادي خلک او د طالبانو یو شمېر چارواکي حاضر وو.

کمال ناصر اصولي:د معارف د بستونو کمول د حاکمانو لخوا ولس سره لوی خیانت دی

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وایي، که رښتیا وي چې د طالبانو د معارف وزارت ۹۰ زره د معلمانو بستونه له منځه وړي او تشکیل کموي؛ نو دا به د نظام له خوا د معارف د له منځه وړلو هڅه وي.

هغه ویلي:«که داسې وي؛ نو په داسې هېواد کې چې د یو سره نظام د معارف د منځه وړلو هڅې کوي؛ نو پخپله حاکمان لوی خیانت کوي او د هېواد ریښې وباسي او د ۴۰ ملیونه نفوس سره دښمني کوي.»

بریتانیا او ناروی؛له اوکراین سره ۵۸۰ میلیونه ډالره نظامي مرسته اعلان کړه

0

د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی چې له اوکراین سره به د ۵۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نظامي مرسته کوي.

د دې مرستې ۳۵۰ میلیونه پونډه به لندن تمویل کړي او پاتې برخه ناروی ورکوي.

ویل شوي چې دا مرسته به د وسایطو، نظامي تجهیزاتو، رادار سیستمونو، د ټانک ضد ماینونو او بې‌پیلوټه الوتکو د ترمیم او ساتنې لګښتونه پوره کړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر جان هیلي ویلي، دغه مرسته د اوکراین د پیاوړي دریځ لپاره مهمه ده څو پر پوتین فشار زیات شي او دې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

شیخ هبت‌الله:اوس د شریعت پلي کولو وخت دی او د امربالمعروف قانون باید جدي تطبیق شي

د طالبانو د حکومت مشر شيخ هبت الله اخندزاده، د پکتيا له والي او نورو طالب مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې دا مهال د شریعت د تطبیق لپاره مناسب وخت دی او باید په اقتصادي، سیاسي او پوځي برخو کې شرعي اصول پلی شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شيخ هبت الله اخندزاده په دغې غونډه کې مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون باید جدي تطبیق کړي او په ټولنه کې شرعي احکام نافذ شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې مسوولین مکلف دي د خلکو خدمت ته ژمن واوسي، د ولس ترمنځ اختلافونه له منځه يوسي او د یووالي فضا رامنځته کړي.

شیخ هبت‌الله اوسنی وضعیت د علم، دین او اسلام د خدمت لپاره مناسب بللی او مسوولین یې هڅولي چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د بریتانیا یوې محکمې؛د داعش سره د اړیکو په تور فرشته جامي په عمري بند محکومه کړه

0

د بریتانیې یو محکمې د فرشتې جامي په نوم یوه برېټانوۍ، چې له داعش سره د اړیکو په تور تورنه شوې وه، په عمري بند چې د برېټانیا د قانون لمخې ۱۷ کاله دی، محکومه شوه.

راپورونو زیاته کړې چې د امنیتي مسوولینو له لوري د هغې په کور کې له داعش ډلې سره د اړیکو ځينې شواهد هم موندل شوي او افغانستان ته یې د سفر پلان هم درلود.

فرشته جامي د روان کال په فېبرورۍ میاشت کې نیول شوې وه.

د امریکا څارونکې موسسه:د ایران اټومي پروګرام خطرناک پړاو ته داخل شوی

0

د امریکا یوه څارونکې مؤسسه وايي چې د ایران اټومي پروګرام خورا خطرناک پړاو ته داخل شوی دی.

په واشنګټن کې مېشت د علومو او نړیوال امنیت مؤسسې په خپل تازه راپور کې ویلي، ایران د اټومي وسلې جوړولو وړتیا زیاته کړې او دننه هېواد کې یې د بم جوړولو ملاتړ هم عادي شوی.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که له ایران سره توافق و نه شي؛ نو امریکا به نظامي اقدام وکړي او اسرائیل به پکې مهم رول ولري.

د طالبانو حکومت؛جوزجان، پروان او زابل کې خبریالان د ساکښو له تصویر اخیستو منع کړي

د افغانستان د خبریالانو بنسټ وایي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت په جوزجان، پروان او زابل ولایتونو کې محلي رسنۍ د ساکښو له تصویر له اخیستو او نشرولو منع کړي.

یاد سازمان دا اقدام د رسنیو د کار او ازادۍ پر وړاندې خنډ بللی دی.

تر دې وړاندې بیا نږدې لس ولایتونو کې د ساکښو پر تصویر بندیز لګېدلی وو.

بیلډ نشریه:پر یمن د امریکا بریدونه ښایي پر ایران د برید لپاره تمرین وي

0

الماني نشریې بیلډ لیکلي، چې د امریکا نظامي تحرکاتو ته په کتو، ښايي سیمه د یو توپان شاهده وي.

یادې نشریې په یو راپور کې پر یمن د امریکا وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې ښايي دا بریدونه په ایران د بریدونو لپاره د یو تمرین په موخه ترسره شوي وي.

سرچینه زیاتوي، چې امریکا د خپلو وژونکو وسلو په چمتو کولو بوخته ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، پر ایران د نظامي اقدام طرحه یې هم د میز پر سر پرته ده.