سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 573

پنټاګون:بګرام کې امریکايي الوتکې ناسته نه ده کړې

فرانسې خبري اژانس د پنټاګون د یو چارواکي په حواله ویلي، چې په بګرام هوايي اډې کې د امریکايي الوتکې د کېناستو راپورونه بې اساسه دي.

یاد اژانس د دغه چارواکي نوم نه دی ذکر کړی؛ خو د سرچینې له قوله یې ویلي، چې تر اوسه امریکا په دغه اډه کې هیڅ حضورنه لري.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې امریکايي الوتکې بګرام هوايي اډه کې ناسته کړې؛ خو د طالبانو حکومت هغه مهال هم دا راپورونه بې اساسه بللي وو.

له امریکا سره د خبرو لپاره؛عباس عراقچي د یو پلاوي په مشرۍ ایران ته روان شو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یو پلاوي په مشرۍ له امریکا سره د ایران د اټومي پروګرام پر سر د خبرو لپاره عمان ته روان شو.

ټاکل شوې، چې دا مذاکرات نن پیل شي.

امریکا وايي، له ایران سره یې خبرې مستقیمې؛ خو ایران بیا وايي، چې دا مذاکرات په غیر مستقیم ډول ترسره کېږي.

عمان؛نن د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو کوربه دی

0

ټاکل شوې، چې ایران او امریکا به نن د ایران د اټومي وسلو په اړه خبرې پیل کړي.

دا خبرې په لوړه کچه د عمان په منځګړیتوب پیلیږي، چې امریکا یې مستقیم مذاکرات ګڼي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ویلي وو، چې که مذاکرات ناکامیږي؛ نو پر ایران د نظامي اقدام طرحه هم د ده پر میز پرته ده.

بل لورته بیا ایران وايي، د ګواښ تر سیوري لاندې مذاکرات نه غواړي او له امریکا سره د مستقیمو خبرو میز ته د بندیزونو لرې کېدو په صورت کې کېني.

امریکایي رسنۍ:د ټرمپ حکومت د ۱۴ زره او ۶۰۰ افغانانو د لنډمهالي اوسېدنې اسناد لغوه کړي

امریکايي رسنیو د یاد هېواد د کورني امنیت وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی، چې د ټرمپ حکومت د ۱۴ زره او ۶۰۰ افغانانو د اوسېدنې لنډمهالي اسناد لغوه کړي.

مک لافلین ویلي، چې یاد کسان اوس مهال له امریکا څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښايي دا کسان تر می میاشتې پورې له امریکا څخه وشړل شي.

بل لورته یاد وزارت اندېښنه څرګنده کړې، چې دوی په افغانستان کې هم له خطر سره مخ دي.

عمر داودزی:کرزي به د پاکستان د خوشالولو لپاره د یاد هېواد له پوهنتونونو فارغ محصلین د افغانستان کابینه کې شاملول

د هېواد د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي ویلي، چې حامد کرزي د پاکستان د خوشالولو لپاره د دغه هېواد له پوهنتونونو فارغ محصلین کابینه کې شامل کړل.

هغه د امریکا سنا کې د افغانستان د جګړې ارزونې کمېسیون په ناسته کې ویلي، چې افغانستان له طالبانو وروسته درې ولسمشران درلودل، چې کرزی، خلیلزاد او اخضر ابراهیمي وو.

د داودزي په خبره، دغو څېرو د افغانستان پر سیاسي بهیر خورا لوی اغېز درلود.

د ټرمپ او پوتین استازو؛د اوکراین د جګړې د حل په موخه څلور ساعته خبرې کړې

0

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي کیریل دیمیترییف د جمعې په ورځ په سن پترزبورګ کې د اوکراین د جګړې د سوله‌ییز حل په موخه څلور ساعته خبرې وکړې.

د روسیې استازي دا خبرې ساختماني بللي او ویلي، دا د ویتکاف او پوتین ترمنځ درېیمه لیدنه ده.

تر دې وړاندې کرملین ویلي و، دا ناسته د دې لپاره وه چې روسیه وکولای شي خپلې اندېښنې مستقیم واشنګټن ته ورسوي.

بل لورته ډونالډ ټرمپ ویلي که د روانې میاشتې تر پایه کوم پرمختګ و نه شي؛ نو ښايي پر مسکو د نويو بندیزونو د لګولو ګام پورته کړي.

فارس خبري آژانس:د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د عمان د بهرنیو چارو وزیر په منځګړیتوب ترسره شي

0

فارس خبري آژانس، چې د سپاه پاسداران پورې تړاو لري، راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرې به د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي په منځګړیتوب ترسره شي.

فارس ویلي، چې دغه خبرې به په غیر مستقیم ډول او د لیکلي متن د تبادلې له لارې ترسره شي.

فارس زیاته کړې، د ایران د پلاوي مشري به عباس عراقچي او د امریکا د پلاوي مشري به سټیو ویتکاف کوي.

د طالبانو له لوري په عام محضر کې د اعدام سزا د بشري کرامت ښکاره سپکاوی دی

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له‌خوا په درې ولایتونو کې د څلورو کسانو په عام محضر کې اعدام ته اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان دا اقدام د بشري حقونو ښکاره نقض او د بشري کرامت سپکاوی بللی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دا ډول سزاوې ظالمانه دي او نه یوازې پر قربانیانو، بلکې پر لیدونکو هم ژورې منفي اغېزې لري.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو دا ډول سزاوې پای ته ورسوي او د نړیوالو اصولو درناوی وکړي.

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر:لوېدیځوال یورانیم غني‌کول یوازې د ځان حق ګڼي

0

د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر محمد اسلامي ویلي، چې لوېدیځوال یورانیم غني‌کول یوازې د ځان حق ګڼي او نه غواړي موږ اټومي صنعت ولرو.

نوموړی وایي، د دښمنانو د سترګو د ړندیدو لپاره، موږ به داسې اټومي بټۍ جوړه کړو چې بشپړ ایراني سون توکي ولري.

اسلامي همداراز ویلي، چې امریکا او نور هېوادونه لا هم دا فکر کوي چې په ګواښ، ویرې، رواني عملیاتو او بې‌عقله پېښو سره کولی شي زموږ ملت او هېواد ته خنډ شي؛ خو موږ د هغوی له هغه سرې کرښې تېر شوي یو، چې دوی ځانته د ممنوعې سیمې په توګه اعلان کړې وه.

ریچارډ بینېټ:د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانانو ازادۍ محدودې کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون یو تبعیضي قانون دی، چې د افغانستان پر خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر ژوند ژور منفي اغېز کړی.

بینېت ویلي، دا قانون نه یوازې فردي ازادۍ محدودې کړې، بلکې افغانستان یې له نړیوالو ژمنو هم لیرې کړی دی.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې طالبانو د اسد له ۳۱مې وروسته د امر بالمعروف قانون په پراخه بڼه پلي کړی، چې له امله یې پراخې خودسرې نیونې او سخت محدودیتونه وضع شوي دي.

په راپور کې راغلي، طالبانو په شپږو میاشتو کې ۳۳۰۰ تنه محتسبین د نظارت لپاره په ۲۸ ولایتونو کې ګومارلي، او د دغه قانون تمرکز تر ډېره د خلکو پر ظاهري بڼه او د ښځو د عامه حضور محدودولو باندې دی.