یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 566

عبدالمطلب حقاني:پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند له پاکستان غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.

عبدالمطلب حقاني ویلي، چې دا ډول یو اړخیزې پرېکړې د هیچا په ګټه نه دي.

نوموړي ویلي، افغان کډوال باید د یوې دوه اړخیزې هوکړې پر اساس را و اېستل شي.

تر دې وړاندې د پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور هم ویلي وو، چې دغې پرېکړې سره مخالف دی.

د کب۲۷مه؛د خبریالانو ملي ورځ؛ خو افغان خبریالان لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي

د کب ۲۷مه، افغانستان کې د خبریالانو له ملي ورځې سره برابره ده.

سږکال دا ورځ په داسې حال کې را رسېږي، چې افغانستان کې رسنۍ او خبریالان له سختو ننګونو سره مخ دي.

له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې طالبانو په کور دننه پر رسنیو هر ډول سیاسي خپرونې بندې کړې او واک ته د دوی له رسېدو وروسته اطلاعاتو ته لاسرسی سخت شوی دی.

دغه راز بیا په تېرو څه باندې درې کالو کې لسګونه رسنۍ تړل شوې، سلګونه خبریالان بې دندو شوي او ګڼ شمېر نور یې بیا د طالبانو حکومت له لوري ځورول شوي دي.

په همدې حال کې بیا د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همدې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغانستان کې د رسنیو وضعیت د ښه والي لوري ته روان دی.

غزه؛اسرائیلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ کسان وژلي

0

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې اسرائیلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ فلسطیني وګړي وژلي دي.

دا وګړي په بېلابېلو سیمو کې د بمباریو له کبله وژل شوي.

بل لورته د اسرائیل حکومت هم دا بریدونه منلي؛ خو په دې اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

د غزې چارواکي وايي، چې د اوربند له ټینګېدو وروسته هم اسرائیلو څو ځله دا هوکړه ماته کړې او لسګونه کسان یې وژلي دي.

فاننشل ټایمز:د برېتانیا حکومت د بي‌بي‌سي بودجې د کمولو په لټه کې دی

0

د امریکا دولتي رسنیو د بودجې له لغوه کولو سره په یو وخت؛ فاننشل ټایمز راپور ورکړی، چې د برېتانیا حکومت د بي بي سي د بودجې کمولو په لټه کې دی.

د بي بي سي عمومي مدیر ټیم دیوي ویلي، چې دوی په دې اړه د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره خبرو ته چمتو دي.

تر دې وړاندې د برېتانیا چارواکو د دولت د لګښتونو بیا کتنې پروګرام کې ویلي، چې پر بي بي سي د بودجې کمول د دوی له انتخابونو څخه دی.

د یادونې ده، چې امریکا هم تېره ورځ د ټولو دولتي رسنیو کارکوونکو دندې وځنډولې.

روانه اوونۍ؛ټرمپ د اوکراین جګړې په اړه له پوتین سره خبرې کوي

0

په پام کې ده، چې د امریکا ولسمشر له خپل روسي سیال سره روانه اوونۍ د اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړي.

رویټرز ویلي، ټرمپ هڅه کوي، چې د ۳۰ ورځني اوربند ټینګېدو لپاره د روسیې هوکړه تر لاسه کړي.

تر دې وړاندې مسکو منلې، چې اوکراین کې به دېرش ورځنی اوربند کوي.

بل لورته بیا ټرمپ ویلي، زیات امکان لري، چې دا خونړۍ جګړه ودریږي.

ګنډاپور:افغان کډوال باید له پاکستان څخه په زور ونه شړل شي

د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر علي امین ګنډاپور افغان کډوالو ته د پاکستان د حکومت له لوري د ضرب الاجل په ټاکلو نیوکه کړې.

ګنډاپور ویلي، چې دی د دغې پرېکړې مخالف دی او افغان کډوال نباید د پاکستان له خاورې په زوره وشړل شي.

نوموړی زیاتوي، دا تګلاره په تېر کې هم عملي شوې وه، چې د بشري حقونو ضد وه.

د یادونې ده، چې پاکستان د مارچ تر وروستۍ نېټې افغان کډوالو ته وخت ورکړی، چې له پاکستان څخه ووځي.

پر پاکستاني پوځ تر مرګونو ګذارونو وروسته؛د شهباز شریف حکومت د بلوڅ او ټي ټي پي پر وړاندې د چټکو عملیاتو خبرداری ورکړی

0

بلوچستان کې له وروستیو بریدونو وروسته؛ د شهباز شریف حکومت اوس په داسې تګلارې کار کوي، چې پر اساس یې پوځ، حکومت او سیاسي ګوندونه یوموټی او د وسله والو پر وړاندې مبارزه زیاته کړي.

د راپورونو له مخې، د شریف حکومت غواړي پرمختللې وسله تر لاسه او د بلوڅ او ټي ټي پي پر وړاندې عملیات چټک کړي.

اوس مهال نوموړی د دغه پلان د عملي کولو لپاره په کار بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د بلوچستان په نوشکي کې ۹۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار:د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار رانا ثناءالله یو وار بیا د طالبانو حکومت تورن کړی، چې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کارول کېږي.

ثناءالله زیاتوي، چې دوی تل د افغانانو ملاتړ کړی او کوي یې.

هغه دغه راز هند تورن کړی، چې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي د برید تر شاه د دغه هېواد لاس وو.

سرچینې:د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو د استخباراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې

یو شمېر باوري سرچینې وایي، چې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د طالبانو حکومت د استخباراتو ریاست ته نږدې چاودنه شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، چاودنه نن ماښام مهال شوې ده.

تر اوسه د چاودنې څرنګوالی او د تلفاتو په اړه معلومات نشته.

ځایي مسؤلینو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

شمالي مقدونیه؛یو نایټ کلب کې د اورلګېدنې له کبله ۵۱ کسان وژل شوي

0

د شمالي مقدونیې یو نایټ کلب کې اور لګېدلی چې له امله یې ۵۱ کسان مړه شوي او تر سلو زیات نور ټپیان دي.

دا پېښه په کوکاني سیمه کې د اور لوبې له امله رامنځته شوې.

حکومتي چارواکو په سیمه کې د ژغورنې عملیاتو د پیل خبر ورکړی.