شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 564

د طالبانو د مالیې وزارت:هغه اوازې بې بنسټه دي چې ګواکې د دولتي کارکونکو تنخواوې کموي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د دولتي کارکونکو تنخواوې کموي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه خپرې شوې اوازې او لیستونه هیڅ حقیقت نه لري.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دولتي کارکونکو معاشونه به په همدې اوونۍ کې د پخوا په څېر ورکړل شي.

تر دې وړاندې داسې اوازې وي، چې ګواکې د دولتي کارکوونکو معاشونه کم شوي دي.

نور نیوز:د ایران فضايي حریم ته نږدې د امریکا جنګي جټ الوتکه تېره شوې

0

نور نیوز رسنۍ د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې د امریکا یو ایف ۱۶ جنګي جټ الوتکه د ایران فضا ته نږدې تېره شوې.

سرچینې ویلي، چې الوتکه د ایران له لوري تر پېژندل کېدو وروسته؛ بېرته د ایران له هوايي حریم لرې شوې ده.

تر اوسه د امریکا مرکزي قومنداني په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا ویلي، که ایران سره یې مذاکرات ناکام شول؛ خو نور انتخابونه هم لري.

حسین سلامي:حوثیانو سره مونږ هیڅ کار نه لرو؛ هغوی خپلو چارو کې خپلواک دي

0

د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سلامي وايي، چې حوثیان خپلواک دي او دوی پورې هیڅ تړاو نه لري.

نوموړي ویلي، چې ایران د دوی په سیاست او بریدونو کې هیڅ رول نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ټرمپ ویلي، حوثیان د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده، چې په سره سمندرګي کې پر دوی بریدونه کوي.

بل لورته تازه د امریکا مرکزي قومنداني هم ویلي، چې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې حوثیانو باندې د دوی بریدونه دوام لري.

ذبیح الله مجاهد:یوناما باید دا ځل د پروپاګند پرځای د بندیزونو لرې کولو هڅه وکړي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې یوناما باید د تېر په څېر اندېښنې جوړې نه کړي.

مجاهد د یوناما ماموریت غځېدو په غبرګون کې ویلي، چې دغه دفتر باید د دوی پر وړاندې د پروپاګند پر ځای پر دوی د لګېدلو بندیزونو لرې کولو لپاره کار وکړي.

هغه ویلي، یوناما ته پکار ده چې ملګرو ملتونو کې د طالبانو حکومت ته د افغانستان څوکۍ د سپارلو لپاره غږ پورته کړي.

د یادونې ده چې تېره شپه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یو بل کال لپاره د یوناما ماموریت وغځوو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده:د پخوانیو افغان همکارانو بیا مېشتېندنه زمونږ د پالیسیو مهمه برخه ده

‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، د پخوانیو افغان همکارانو بیا مېشتېندنه د دوی د پالیسیو یوه برخه ده.

ټېمي بروس ټینګار کړی چې د پخوانیو افغان همکارانو د لېږد د منع کولو لپاره هیڅ نوملړ نشته.

نوموړې ویلي، د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د اجرایي فرمان لمخې، د امریکا د خوندیتوب لپاره د امنیتي ارزونو بهیر دوام لري.

تر دې وړاندې ویل شوي وو، چې د امریکا حکومت د افغان همکارانو لېږد ځنډولی دی.

رانا ثناءالله:د طالبانو حکومت د پاکستان ضد ډلو ته پناه ورکړې او هند یې مالي ملاتړ کوي

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال رانا ثناءالله خان ویلي، چې د دوی غونډه به د هند لخوا د افغان خاوره د استفادې د مخنیوي پر لارو چارو ور ټوله وي.

هغه ویلي، طالبانو د پاکستان ضد ډلو ته پناه ورکړې او هند یې مالي ملاتړ کوي.

نوموړی زیاتوي، که طالبان قانع نه کړي؛ نو ښايي دوی په نورو انتخابونو هم فکر وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې د امنیتي ستونزو د کمولو لپاره یوه غونډه رابولي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۷ موافقو رایو په کارولو سره په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یو کال لپاره نور هم وغځاوه.

د یادې شورا د ناستې ګډونوالو د تېرې شپې ناسته کې ټینګار کړی، چې یوناما باید د بشري حقونو او له نړۍ سره د افغانستان د پیوستون په برخه کې پام زیات کړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

کارولین لیویت:اسرائیل پر غزې وروستۍ حملې په اړه له ټرمپ سره مشوره کړې وه

0

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویت وايي، چې اسرائیل پر غزې وروستۍ حملې په اړه له ټرمپ سره مشوره کړې وه.

کارولین لیویت ویلي، چې ټرمپ په دې اړه هغوی ته مشوره ورکړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیل نن سهار پر غزې بریدونه پیل کړل چې ۶۹ تنه یې وژلي.

حماس بیا وايي، دا بې دلیله تاوتریخوالی دی او د بندیانو برخلیک به خراب کړي.

غزه؛اسرائیلو حماس سره د اوربند تړون مات او هلته یې په تازه بریدونو کې ۶۹ کسان وژلي

0

پر غزې د اسرائیل د بریدونو له کبله تر اوسه ۶۹ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

حماس هم دا بریدونه منلي او ویلي یې دي، چې دا یو بې دلیله تاوتریخوالی دی.

یادې ډلې ویلي، چې د بریدونو دا دوام به د بندیانو په برخلیک ناوړه اغېز وکړي.

نن سهار وختي اسرائیل د اوربند تړون مات او په اسراییلو یې بریدونه پیل کړل.

د امریکا جاسوسې الوتکې؛د ایران فضا ته ننوتي

0

یو شمېر سرچینې وایي، چې د امریکا جاسوسې الوتکې د ایران فضا ته داخلې شوې.

دا الوتکې د ایران پر فضا ګرځېدلې او د دغه هېواد “GPS” سیستم یې فلج کړی.

تر اوسه د یادو الوتکو د هدف په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو وړمه ورځ امریکا ویلي وو، چې که ایران سره مذاکرات ناکام شول؛ نو بل انتخاب به خطرناک وي.