دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 557

د اټومي سیاست نړیوال کنفرانس کې؛د عباس عراقچي وینا لغوه شوه

0

د زیاتو غبرګونونو له کبله د کارنګي مؤسسې له لوري د اټومي سیاست په نړیوال کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وینا لغوه شوې.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي د دغې وینا د لغوه کېدو خبر ورکړی.

بل لورته یادې مؤسسې ویلي چې د دوی اجنډا پر خپل ځای ده.

تر دې وړاندې د “ایران اټومي پروګرام پر وړاندې د یووالي سازمان” مدیر عراقچي ته د وینا وخت ورکول شرموونکي بللي وو.

هغه ویلي وو چې عباس عراقچي د یو تروریستي سازمان غړی دی.

د حاجي ظاهر قدیر په اړه تعقیب؛کینا کې تر نیول کیدو وروسته د امریکا څارګرې ادارې ته سپارل شوی دی

نایروبي ټایمز راپور ورکړی، چې د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې مرستیال حاجي ظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه د کینیا پلازمېنې نایروبي کې نیول شوی.

کینیایي څارنوالانو د جمعې په ورځ امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو موافقه کړې.

د دوی په خبره، ظاهر قدیر غوښتل ځان امریکا ته د سپارلو له قضیې بچ کړي.

پر هغه د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق تور دی.

تر اوسه امریکایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

امیرخان متقي؛د قزاقستان له راغلي پلاوي د ویزو زیاتېدو غوښتنه وکړه

د قزاقستان راغلي پلاوي د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره تر کتنې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند ضیاءاحمد تکل ویلي، چې په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو سیاسي، اقتصادي اړیکو، ټرانزیټ او ټرانسپورټ خبرې شوې دي.

متقي له قزاقي لوري غوښتي، چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې افغان لوري ته ویزې زیاتې او دې برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د قزاقستان د اقتصاد وزیر افغانستان یو نه بېلېدونکی شریک بللی دی.

تهران؛له افغانستانه د غوښې اخیستو لېوالتیا لري

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراخېدو په هدف سره ولیدل.

د کرنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په دې ناسته کې ویلي، د کوکنارو کښت د مخنیوي لپاره اړینه ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي رامنځته شي، ترڅو افغان بزګرانو ته د عاید بدیل برابر شي او ګاونډي هېوادونه د نشه‌يي توکو له ناوړه اغېزو خوندي پاتې شي.

په دې لیدنه کې د ایران د سفارت سرپرست، علي‌رضا بیکدلي ویلي چې تهران لېواله دی له افغانستانه غوښه وارد کړي، او غواړي په کرنه او مالدارۍ کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي.

دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف ترسره شوې ده.

هند ته د جی ډي ونس سفر؛یو شمېر هندیان وایي، له واشنګټن سره د نوي ډهلي سوداګریزو اړیکو ته خوشبینه دي

0

هند ته د امریکا د مرستیال ولسمشر له سفر سره سم، یو شمېر هندیان وايي، خوشبینه دي، چې د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.

د ولسمشر ټرمپ د دویمې واکمني له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې لوړ پوړی امریکايي چارواکي هند ته ځي.

د دغه سفر موخه د دواړو هېوادون ترمنځ د اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې او یوه دوه اړخیزه سوداګریزه هوکړه بلل شوې.

د ولسي جرګې پخوانی غړی؛عبدالظاهر قدیر په دوبی کې د امریکا استخباراتو له لوري نیول شوی

د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر، د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د امریکا د استخباراتي پولیسو له لوري نیول شوی دی.

دا خبر د هغه وراره جلال قدیر تأیید کړی او ویلي یې دي چې د ظاهر قدیر له لوري وروستی تماس د حمل ۲۶مه نېټه د دوبی له هوايي ډګره شوی و.

جلال قدیر وايي، له هغه وروسته د ظاهر قدیر ټولې اړیکې پرې شوې دي او تر اوسه نه دی معلوم چې نوموړی چیرې دی.

نوموړی زیاتوي: «خپل کاکا مو موږ ته هماغه شېبه خبر راکړ چې د امریکا استخباراتي پولیسو ونیوه، خو تر هغې وروسته له نوموړي سره هېڅ تماس نه دی شوی.»

د متحده عربي اماراتو حکومت تر دې دمه د نوموړي د نیول کېدو په اړه کوم رسمي دریځ یا اعلامیه نه ده خپره کړې.

د کاتولیک مذهب مشر؛پاپ فرانسس د ۸۸ کالو په عمر ومړ

0

د نړۍ د کاتولیک مذهب مشر پاپ فرانسس ومړ.

هغه نن پرځایي وخت اوه بجې د ژوند پور پرې کړ.

فرانسس، له تېرو دوو میاشتو راهیسې له سختې ناروغۍ کړېده، چې نن یې د ۸۸ کالو په عمر ساه ورکړه.

د کابل او قزاقستان ترمنځ؛سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړیږي

د طالبانو حکومت او قزاقستان هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

دا هوکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د اقتصاد وزیر ترمنځ لیدنه کې شوې ده.

په دې لیدنه کې نورالدین عزیزي ویلي، دواړه لوري دا ظرفیت لري، چې د سوداګرۍ دا کچه تر دې نوره هم لوړه کړي.

د اسراییلي پوځ لخوا؛غزه کې د ۱۵ روغتیايي کارکوونکو وژل مسلکي ناکامي بلل شوې

0

د اسراییل پوځ منلې چې تېره میاشت د رفح ښار ته نږدې په یوه برید کې د ۱۵ روغتیايي کارکوونکو وژل کېدل یوه مسلکي ناکامي وه.

یاد پوځ ویلي، د دې پېښې د پایلو له امله یو نظامي قومندان له دندې لرې کېږي.

اسراییلو ویلي، چې یاده پېښه د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه رامنځته شوې وه.

د یادونې ده چې دغې پېښې د نړیوالو سخت غبرګونونه راپارولې وه.

د قزاقستان؛د لومړي وزیر مرستیال نن په یو رسمي سفر کابل ته راغلی

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د اقتصاد وزیر سیریک ژومانگارین نن په یو رسمي سفر کابل ته را ورسېد.

هغه د کابل هوايي ډګر کې ویلي، چې نن به د دواړو هېوادونو ترمنځ یو مهم اقتصادي تړون ترسره شي.

بل لورته بیا قزاقستاني رسنیو ویلي وو، چې نوموړی ښايي د طالبانو له چارواکو سره د کتنو ترڅنګ په قزاق ـ افغان نندارتون کې هم ګډون وکړي.