دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 556

رسول سنایي:سپاه پاسداران جګړې ته ګوته په ماشه دي؛ خو د حکومت له پرېکړو ملاتړ کوو

0

د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌يي د سیاسي او عقیدتي دفتر مرستیال رسول سنايي راد ویلي، چې سپاه پاسداران ډله د ایران د مذاکراتو له ډلې ملاتړ کوي.

نوموړي ویلي، سپاه پاسداران تل ګوته په ماشه دي؛ خو دا چې خبرې د حکومت پالیسي ده؛ نو دوی هم له همدې ملاتړ کوي.

د هغه په خبره، نظامي ځواکونه د دیپلوماسۍ ملاتړ کوي، ترڅو وکړای شي، د ایران اهداف تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا سره د خبرو دوه پړاوه پای ته رسېدلي او ټاکل شوې، چې درېیم پړاو مذاکرات د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي.

شیخ هبت‌الله:د شرعي نظام لپاره باید په سل کاله قربانۍ هم ستړي نه شو

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، چې کافرانو په فزیکي جګړې کې ماتې وخوړه او اوس د دوی پر وړاندې یې رواني جګړه پیل کړې.

هغه کندهار کې د پوهنتونونو له استادانو سره جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغانانو د اوسني نظام لپاره شل کاله قرباني ورکړه.

نوموړي ویلي، چې د شرعي نظام لپآره باید په سل کاله قربانۍ هم ستړي نه شو.

هبت الله اخندزاده دغه راز د علم او پوهې پر ارزښت هم ټینګار کړی.

ډونالډ ټرمپ:له ملانیا ټرمپ سره د پاپ فرانسس په جنازه کې ګډون کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له خپلې مېرمنې سره به یو ځای د پاپ فرانسس په جنازه کې ګډون وکړي.

هغه ویلي، چې په دې اړه بې صبرانه منتظر دی، چې واتیکان ته ولاړ شي.

نوموړي دغه راز یو فرمان ورکړی، چې د امرکیا ټولو ایالتو کې باید د فرانسس د مړه کېدو لپاره بیرغونه نیمه ځوړند وي.

مولوي کبیر:له کډوالو سره د پاکستان چلند د زغم وړ نه دی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د کډوالو پر وړاندې تشدد د ولسونو ترمنځ د کرکې سبب کېږي.

هغه ویلي، له افغان کډوالو سره د پاکستان دا ډول چلند د زغم وړ نه دی.

نوموړي یوناما سره په یوه ګډه تخنیکي غونډه کې د کډوالو او بې‌ځای شویو لپاره د نړۍوالې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې د یوناما مرستیال ندریکا راټواټه، ویلي له افغان کډوالو سره به د ملګرو ملتونو مرستې دوام ولري.

ایټالیا کې د اسرائیل پخواني سفیر:پاپ فرانسس د یهودو ضد سړی وو

0

ایټالیا کې د اسرائیل پخواني سفیر درور ایدار د کاتولیک مشر پاپ فرانسس تورن کړی، چې د یهودو ضد سړی وو.

د هغه په خبره، نوموړي یوازې غزه کې د وژل شویو ماشومانو په اړه خبرې کولې؛ خو د دوی د وژل شویو ماشومانو په اړه یې هیڅ نه ویل.

درور ایدار ویلي، فرانسس په نړۍ کې د یهود ضد فکر تر ټولو لوی مسوول دی.

هغه د اسرائیل له حکومت غوښتي، چې د نوموړي د جنازې مراسمو کې ګډون ونه کړي.

عباس عراقچي؛د اټومي پروګرام پر سر د سلا مشورو لپاره نن چین ته ځي

0

د ایران د بهرینو چارو وزارت خبر ورکړی، چې عباس عراقچي نن په یو رسمي سفر چین ته ځي.

د یاد وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې نوموړی به په دې سفر کې له چینايي چارواکو سره د تهران او واشنګټڼ ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر د خبرو په اړه سلا مشورې وکړي.

دا سفر داسې مهال کېږي، چې د ایران او امریکا ترمنځ دوه پړاوه خبرې پای ته رسېدلې او ټاکل شوې چې درېیم پړاو مذاکرات د شنبې په ورځ پیل شي.

صادق خان:کابل ته د اسحاق ډار سفر د پاکستان او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې هرکلی خپل کړی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ویلي چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار وروستۍ سفر کابل ته د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنعتي خونې له‌خوا تود هرکلی شوی دی.

نوموړي په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه خونه هیله څرګندوي چې د اسحاق ډار دا لیدنه وکولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلیدي برخو لکه سوداګرۍ، ترانزیت، امنیت او د خلکو ترمنځ اړیکو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر؛ملا عبدالغني برادر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحق ډار سره د ملاقات څخه ډډه کړې

کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار له سفر وروسته کابل او اسلام آباد کې شمیر سرچینو حماسه میډیا ته وویل چې د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له پاکستاني پلاوي سره له کتنې ډډه کړې.

پاکستاني خبریال حسن خان هم د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار د ملاقاتونو په سکیجول کې د ملا عبدالغني برادر سره د کتنې وخت ټاکل شوی وو، خو نوموړي له پاکستاني لوري سره دغه کتنه رد کړې، او په یو ولایتي سفر وتلی دی.

حسن خان وایي، کله چې د ملا عبدالغني برادر له دفتر سره د ملاقات لپاره تماس نیول کیږي، په ځواب کې ویل کیږي« ملا صیب مصروف دی»

حسن خان نیوکه کړې چې اسحق ډار کوم عادي شخص نه بلکې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر دی او دا ډول برخورد د پاکستاني لوري بی عزتي ده.

فضل محمود فضلي:د نجونو د زده‌کړو بندولو پرېکړه پردۍ او د افغان ټولنې سره په تضاد کې ده

د جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، افغان ټولنه به د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام ونه مني.

د هغه په خبره، دا پرېکړه ولسي رېښه نه لري او افغاني ټولنې ته د منلو نه ده.

نوموړی زیاتوي، افغانانو هغه روایتونه منلي، چې له خپلې ټولنې یې راوتلي او هر وارد شوی فکر، چې ولسي بنسټ نه لري ماتېدونکی وي.

فضلي وايي، که ولس په ملي پروسو او تصمیم نیولو کې خپل رول ونه ویني؛ نو دغسې پروسې د ځان نه؛ بلکې پردۍ ګڼي، چې بیا یې د منلو پر ځای ردوي.

حامد کرزی:د فرانسس تواضع، د ادیانو ترمنځ ژمنتیا او له مسلمانانو سره اړیکې به د نړۍ خلک یاد ساتي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاپ فرانسس د مړینې له کبله ژوره خواشیني ښودلې.

کرزي ویلي، چې د هغه نه ماتېدونکې تواضع، د ادیانو ترمنځ د همغږۍ لپاره ژمنتیا، او له مسلمانو ملتونو سره اړیکې به د نړۍ ګڼ خلک یاد ساتي.

د نوموړي په خبره، پاپ د شفقت او یووالي داسې مثال پرېښود چې نسلونه نسلونه به یې یاد ساتي.

د یادونې چې پاپ فرانسس نن د ۸۸ کالو په عمر ومړ.