دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 544

سعودي عربستان:ملګري ملتونه دې د فلسطیني ولس د کړاوونو د پای ته رسېدو لپاره عملي ګامونه واخلي

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو له لوري د غزې په جنوبي برخه کې د دغه هېواد پر یوه طبي مرکز د هوايي برید غندنه کړې.

یاد وزارت ویلي، چې په دغه برید کې د سعودي د مرستندویه مرکز ګودام، چې طبي تجهیزات یې ساتل، بشپړ ویجاړ شوی دی.

ریاض د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو غوښتي، چې د فلسطیني ولس د کړاوونو د پای ته رسېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه وزارت ویلي، د اسراییلو له لوري د ملکي وګړو، پناه‌ځایونو او ښوونځیو په نښه کول د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

په ورته مهال د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د مارچ له ۱۸مې راهیسې په اسراییلي بریدونو کې تر اوسه ۱۲۵۰ کسان وژل شوي او له ۳۰۰۰ زیات نور ټپیان دي.

روسي چارواکی:ټرمپ د درېیم نړیوال جنګ د رامنځته کېدو مخه نیولې

0

د روسیې د بهرنیو پانګونو او اقتصادي همکاریو لپاره ځانګړي استازي کریل دیمیتریف ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د درېیم نړیوال جنګ د رامنځته کېدو مخه نیولې ده.

نوموړي له فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي چې د ټرمپ ادارې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ کړی، او اوس هم د مسکو او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې ښې روانې دي.

کریل دیمیتریف دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې د روسیې جګ‌پوړی پلاوی امریکا ته سفر کړی دی.

د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي چې امکان لري د روانې اونۍ تر پایه یو جګ‌پوړی روسي پلاوی امریکا ته ولاړ شي.

مسعود پزشکيان امریکا ته:«که مذاکرات غواړئ؛ نو بیا ګواښ ته څه اړتیا ده؟»

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د امریکا د ګواښونو په غبرګون کې ویلي چې ایران غواړي له برابر دریځه خبرې اترې وکړي.

هغه وایي، داسې خبرې اترې نه غواړي چې له یوې خوا ایران ته ګواښ وکړي او له بلې خوا د مذاکرې غوښتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکا نن یوازې ایران نه، بلکې ټوله نړۍ سپکوي او دا چلند د مذاکرې له غوښتنې سره تضاد لري.

پزشکيان امریکا ته په خطاب کې ویلي: «که مذاکره غواړئ، نو بیا ګواښ ته څه اړتیا ده؟»

سعودي ته د حاجیانو د ورتګ پیلیدل؛افغان حجاج شکایت کوي چې طالبانو خپل خلک د بیت الله شریف زیارت ته ټاکلې

د شوال میاشتې په وروستۍ اونۍ کې به سعودې ته د حاجیانو ورتګ پیل شي.

د سعودي د الحرمین پاڼۍ د خبر له مخې حاجیان د دې میاشتې په وروستۍ اونۍ کې د حج د مراسمو د ترسره کیدو په موخه بیت الله شریف ته راځي.

په پام کې ده چې له افغانستان څخه د حج مراسمو کې د ګډون لپاره شاوخوا ۳۰ زره حاجیان سعودي عربستان ته لاړ شي.

بل لورته ډېری افغانان د طالبانو په حکومت نېوکه کوي چې د حج فریضې د ادا کولو لپاره طالبانو خپل خپلوان او پېژندګلوي خلک انتخاب کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خلک شکایت کوي چې له مودو راهیسې حج ته د تللو هڅه کوي؛ خو د طالبانو حکومت له لوري تاییدي نه ورکول کېږي.

پاکستان:نړیواله ټولنه دې د افغانستان څخه د ناقانونه وسلو د قاچاق مخنیوی وکړي

د پاکستان دایمي استازولۍ سلاکار عاطف رضا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ناقانونه وسلو د لېږد او قاچاق د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي.

نوموړي ویلي چې دغه وسلې د پاکستان د حکومت ضد وسله‌والو ډلو، لکه ټي‌ټي‌پي او د بلوچستان د آزادۍ غورځنګ لاس ته لوېدلې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، عاطف رضا ټینګار کړی چې وسله‌والې ډلې اوس مهال په میلیاردونه ډالر ارزښت لرونکې وسلې لري چې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو له خوا پرېښودل شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه‌ دی ښودلی؛ خو دوی مخکې دا تورونه رد کړي دي.

په بدخشان کې د طالبانو خپل‌منځي نښته؛یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي

ځایي سرچینې وایي، د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د طالب سرتېرو ترمنځ خپل‌منځي نښته رامنځته شوې چې له امله یې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن د خُستک درې په ایله کلي کې هغه مهال شوې، کله چې د طالبانو غړي د والیبال د یوې لوبې پر مهال په لفظي شخړه اخته شول او بیا یې یو پر بل ډزې وکړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

آکسیوس:د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا امریکا ته ځي

0

آکسیوس د څلورو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ بیا ځل سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي.

ټاکل شوې چې دواړه مشران د ایران د اټومي کړکېچ او د غزې د جګړې په اړه هم بحث وکړي.

یوه لوړپوړي اسرایيلي چارواکي آکسیوس ته ویلي چې نتانیاهو فکر کوي د ایران او امریکا ترمنځ د یوې هوکړې احتمال ډېر کم دی؛ نو غواړي له ټرمپ سره د ایران د اټومي تأسیساتو پر ضد د احتمالي برید په اړه د دیپلوماسۍ د ناکامۍ په صورت کې یوې هوکړې ته ورسېږي.

د سرچینې په وینا، نتانیاهو او ټرمپ به ښایي د اسرایېلي برمته شویو کسانو د آزادۍ او د غزې د اوربند په اړه هم خبرې وکړي.

د یادونې ده که دا لیدنه ترسره شي؛ نو نتانیاهو به لومړنی بهرنی مشر وي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دوه ځله حضوري لیدنه کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت امریکا ته:بازار خپله ځواب درکړی دی

0

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګوو جیاکون، د ټرمپ له لوري لګول شوو تعرفو ته په غبرګون کې، د امریکا د بازار د شاخصونو د سقوط انځور خپور کړی او په فیسبوک یې لیکلي: «بازار خپله ځواب ورکړی دی.»

نوموړي زیاته کړې: «اوس وخت رارسېدلی چې امریکا باید له خپلو ناسمو کړنو لاس واخلي او له خپلو سوداګریزو شریکانو سره اختلافات د برابر او عادلانه مذاکراتو له لارې حل کړي.»

د یادونې ده چې د چین په بېلابېلو برخو لکه روغتیا، نساجۍ او الکترونیک کې د سوداګرۍ یو شمېر اتحادیو نن په جلا-جلا اعلامیو کې غوښتنه کړې چې باید د بدیلو بازارونو د موندلو لپاره یووالی رامنځته شي.

دغه چینایي اتحادیو خبرداری ورکړی چې دغه تعرفې کولای شي په امریکا کې د بیو د لوړوالي کچه نوره هم لوړه کړي.

عبدالسلام حنفي؛د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره کتلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې ارګ ویلي چې د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي، سیف محمد خلفان، په کابل کې د طالبانو د رییس الوزرا له مرستیال عبدالسلام حنفي سره لیدلي او د طالبانو له حکومت سره یې د اړیکو پراخولو او پیاوړتیا هیله څرګنده کړې ده.

د طالبانو حکومت د دې لیدنې کوم انځور نه دی خپور کړی.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د اماراتو ځانګړي استازي همداراز ویلي چې هېواد یې له هغو افغان کډوالو سره د مرستې لپاره چمتو دی چې له ګاونډیو هېوادونو څخه ایستل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي خلفان په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د پانګونې د جلب په اړه هم خبرې کړې دي.

په همدې حال کې، عبدالسلام حنفي هیله ښودلې چې د دواړو لوریو ترمنځ اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې شي.

میانمار؛د زلزلې له کبله د وژل شوو کسانو شمېر شاوخوا درې نیم زره تنو ته رسېدلی

0

د میانمار دولتي رسنیو ویلي، په دې هېواد کې د وروستي زلزلې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۳،۳۵۴ تنو ته رسېدلی او ۴،۸۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ، لا هم ۲۲۰ کسان ورک دي.

راپورونه زیاتوي چې د میانمار هېواد د پلونو، سړکونو، هوايي ډګرونو او پټلیو ډېرې مهمې زېربناوې د یادې زلزلې له امله ویجاړې شوې دي.

د یادونې ده چې د میانمار په مرکزي سیمو کې د ۷.۷ درجې زلزله چې د زرګونو کسانو د مرګژوبلې لامل شوی دی، د دې هېواد بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.