سه شنبه, اپریل 28, 2026
Home Blog Page 541

جی ډي وانس:هیله لرو پاکستان له هند سره د ترهګرو پر ضد همکاري وکړي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس ویلي، امریکا هیله لري چې پاکستان به له هند سره د خپلې خاورې مېشتو وسله‌والو د پیژندلو او مخنیوي لپاره همکاري وکړي او هند هم باید له کشمیر وروسته د رامنځته شوي برید په غبرګون کې له تاوتریخوالي ډډه وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې له مرګوني برید وروسته د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی راپورته شوی.

په دغه برید کې ۲۶ کسان وژل شوي، او هند یې پړه پر پاکستان اچولې.

بل لورته اسلام‌آباد دا تورونه رد کړي او د ناپېیلو څېړنو غوښتنه یې کړې.

د پاکستان او هند د تاوتریخوالي کمولو دپاره؛ عاصم افتخار له ګوتریش سره کتلي

د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دايمي استازي عاصم افتخار په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره کتلي او د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د وروستي برید وروسته د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه یې خبرې کړې دي.

دواړو چارواکو د جنوبي اسیا د امنیتي وضعیت، د تاوتریخوالو د کمولو، او د ثبات د راوستلو لپاره د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه مفصل بحث کړی دی.

سفیر افتخار د سیمې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ژمنتیا څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې اسلام‌اباد د خبرو اترو او ډیپلوماټیک حل لارو ملاتړ کوي.

پاکستان:د هند له لوري د ویزو د لغوه کېدو له امله ګڼ ناروغان د واګه پوله کې بند پاتې دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند له لوري د ویزو ناڅاپي لغوه کولو له امله د رامنځته شویو انساني ستونزو پر وړاندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه وزارت ویلي، ګڼ شمېر ناروغان د واګه له پولې بېرته راستانه شوي؛ خو درملنه‌یې نیمګړې پاتې شوې او روغتیایي حالت‌یې نازک دی.

یاد وزارت زیاتوي، چې راپورونه ښيي چې ځینې کورنۍ بېلې شوې، ماشومان له خپلو مور او پلار څخه جلا شوي او یو شمېر پاکستانیان لا هم د اتاري په پوله کې بند پاتې دي.

دې وزارت دغه راز ویلي، که هند اجازه ورکړي، پاکستان چمتو دی خپل وګړي بېرته راولي، او واګه پوله به د بېرته راستنېدونکو لپاره پرانیستې پاتې شي.

ټرمپ؛مایک والټز له دندې لیرې او مارکو روبیو یې د ملي امنیت سلاکار وټاکه

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په خپله اداره کې د یوه بیساري بدلون په ترڅ کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز له دندې لیرې کړ او پر ځای یې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټاکلی دی.

ټرمپ ویلي، والټز به ملګرو ملتونو ته د امریکا د سفیر په توګه معرفي کړي.

دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې والټز د امنیتي معلوماتو د افشا کېدو په یوه رسوایۍ کې ښکېل شو.

د ملي امنیت د سلاکار مرستیال الکس وونګ هم له دندې لیرې شوی دی.

فضل‌الرحمن: سیاست او اقتصاد دې پر پوځي فکر نه ورګډېږي، دا ناسمه پالیسي ده

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي، پاکستان تر اوسه له طالبانو سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې بریا نه ده ترلاسه کړې.

هغه تورخم کې د بار وړونکو لاریو د بندېدو یادونه کړې او ویلي یې دي، دا وضعیت د دواړو خواوو خلکو شتمنۍ له منځه وړي.

نوموړی زیاتوي، تر هغه چې په پاکستان کې سیاسي او اقتصادي فکر له پوځي سیاست څخه نه وي جلا شوی، ناسمې پالیسۍ به دوام ولري.

حبیب الرحمن حکمتیار:د طالبانو مشر د ایران په مشوره د سپاه پاسدارن په څیر ځواک جوړوي

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب‌الرحمن حکمتیار وایي، داسې ښکاري چې د طالبانو مشر د ایران د سپاه پاسداران تجربې ته په کتو، په افغانستان کې ورته ځواک ته په کتو یو وفادار، ځواکمن او موازي امنیتي جوړښت رامنځته کوي.

نوموړي ویلي، د امنیتي ځواکونو کمول په ځانګړې توګه په کندهار کې، د اختلافاتو نښه نه ده، بلکې د طالبانو د مشر له خوا د خپلواکو او وفادارو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره یوه طرحه ده.

د هغه په باور، د استخباراتو، دفاع او کورنیو چارو وزارتونه به په تدریجي ډول خپل اهمیت له لاسه ورکړي، او د شیخ هیبت الله ځواک به د ټولو امنیتي چارو واګي په لاس کې ولري.

نوموړي زیاته کړه، دا کسان چې د تنقیص په نامه ایستل شوي، زیاتره یې په جګړه کې فعال رول نه درلود او امکان نه لري چې د طالبانو لپاره جدي ننګونه جوړه کړي.

هغه دغه راز ویلي، چې دا نوې طرحه ښيي، طالبانو د ایران له تجربې درس اخیستی او ورته سیسټم یې په افغانستان کې تطبیقوي.

!ډاکتر فضلي: اوسنۍ اعلان شوې پروژې سوداګریز اعلانونه دي

د جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، که له جنوبي افریقا د نژادي اپارتاید پر ضد بریالۍ مبارزې الهام اخلو، باید په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر ضد هم ولسي، منظمې او اوږدمهالې مبارزې ته چمتو شو.

ښاغلي فضلي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې اوسني پروژه‌یي اقدامات مؤثر نه دي او یوازې سوداګریز اعلانونه دي.

نوموړی وایي:«که غواړو له جنوبي افریقا د نژادي اپارتاید پر وړاندې د مبارزې څخه الهام واخلو او خپل هیواد کې د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې مبارزه وکړو، نو باید لومړی پروژو ته “نه” ووایو؛ بیا ولسي، اوږدمهاله، منظمې او پوره ژمنتیا سره مبارزې ته چمتووالی او حوصله ولرو.»

د امریکا دفاع وزیر ایران ته:اوس به د خپلو اعمالو پایله وګورئ

د امریکا دفاع وزیر پيت هګست ایران ته خبرداری ورکړی چې له حوثي جنګیالیو سره د ملاتړ پایلې به وویني.

نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «موږ ستاسو د حوثیانو ملاتړ ته متوجه یوو، او پوهېږو چې څه کوئ.»

هګست ویلي، چې موږ تاسې ته خبرداری درکړی و، اوس به د خپلو اعمالو پایله وګورئ.

دغه ګواښ په داسې حال کې شوی چې امریکايي ځواکونو په یمن کې د حوثیانو پر ضد بمبارۍ پیل کړې دي او د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې هم روانې دي.

خیبرپښتونخوا؛بنو کې د وسله والو په برید کې درې تنه پولیس وژل شوي

د خیبرپښتونخوا په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو پر دفتر د وسله والو برید له امله درې پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پاکستاني چارواکو پېښه تایید کړې او ویلي، چې برید د ټي‌ټي‌پي لخوا شوی.

دوی دغه راز ویلي، چې په دې برید کې یو بریدګر هم وژل شوی دی.

منظور پښتین:لاریون کې د کډوالو جبري اېستلو او د خپلو حقونو په تړاو وغږېږئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي، د واڼه ولسي پاڅون کې باید د خپلو وسایلو او خپلو بندیانو د ازادۍ، پر پي ټي ایم د بندیزونو لرې کولو او د افغان کډوالو جبري اېستلو په اړه خبرې وشي.

پښتین له ټولو ځایي پښتنو غوښتي چې ګډون پکې وکړي.

د هغه په خبره، پښتانه نور له پنجابي جنرالانو سره نه دریږي.

دغه ولسي پاڅون سبا سهار نهه بجې، د سویلي وزیرستان په واڼه کې ترسره کیږي.