دوشنبه, اپریل 27, 2026
Homeافغانستانسرچینې:په کونړ کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ۴ تنه...

سرچینې:په کونړ کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ۴ تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي

د کونړ ولایت په اسعدآباد ښار او سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو د راکټي بریدونو له امله د ځايي سرچینو په وینا ۴ کسان وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي سرچینې وايي چې په بریدونو کې د ملکي خلکو کورونه هم په نښه شوي او د سیمې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه طالبانو حکومت د دې پېښو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

راپورونه دا هم وايي چې ځینې اوسېدونکي د دوامداره بریدونو له امله له خپلو کورونو وتلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here