د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې له ایران سره د هر ډول توافق تر ټولو لوی خنډ د دغه هېواد د دیني سختدریځو مشرانو له خوا اداره کېدل دي.
هغه دا څرګندونې له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې کړې او زیاته کړې چې دا یوازې یو خنډ نه دی، بلکې یوه اساسي ستونزه ده.
د هغه په وینا، ایران دننه هم له جدي داخلي اختلافاتو سره مخ دی او دا اختلافات اوس تر پخوا ډېر څرګند شوي دي.
روبیو ټینګار کړی چې دغه داخلي درزونه د ایران د سیاسي وضعیت یوه مهمه ځانګړنه ده او د وخت په تېرېدو سره لا زیات ښکاره کېږي.

