پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 54

په چین کې؛د طالبانو حکومت سفير د هند له سفیر سره په ډیپلوماتیکو همکاریو غږېدلی

په چین کې د طالبانو حکومت سفیر مولوي اسدالله بلال کریمي له خپل هندي سیال ویکرم دورایسوامي، سره په بیجینګ کې لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او هند د خلکو ترمنځ پر تاریخي او تمدني اړیکو بحث کړی او د ګډو ګټو په برخو کې یې د همکاریو د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو هرکلی کړی دی.

دا لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کلونو کې د هند او افغانستان ترمنځ ډیپلوماتیک تماسونه زیات شوي او دواړه لوري د اړیکو د ساتلو او همکاریو د پراخولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د نیویارک ښاروال؛د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو اصلي جام نندارې ته وړاندې کړ

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو اصلي جام د نړیوال سفر په ترڅ کې نن د امریکا په نیویارک ښار کې اېښودل شوی و.

دغه جام د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې د نیویارک د ښاروال زهران ممداني په شتون کې نندارې ته وړاندې شو.

مینه وال به وکولی شي له نږدې دغه جام وګوري او یادګاري انځورونه ورسره واخلي.

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب د روانې جون میاشتې په ۱۱مه پیلیږي.

په دې سیالیو کې به د بېلابېلو هېوادونو ۴۸ لوبډلې ګډون ولري او لوبې به یې د جولای تر ۱۹مې په ۱۶ ښارونو کې دوام ولري.

بنيامين نتنیاهو:له ټرمپ سره مو د ایران اړوند پر مهمو موضوعاتو توافق کړی

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د ایران اړوند پر مهمو او اساسي موضوعاتو توافق کړی دی.

نتنیاهو په یوې مرکې کې ویلي چې د ایران موضوع لا پای ته نه ده رسېدلې؛ خو په وینا یې تهران د پخوا په پرتله کمزوری شوی او وړتیاوې یې زیانمنې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې د ایران د اټومي پروګرام او سیمه‌ییزو فعالیتونو په اړه لا هم مهمې مسلې شته چې باید حل شي، او اسرائیل به د خپلو امنیتي اندېښنو په اړه له امریکا سره نږدې همغږي وساتي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ له نتنیاهو سره د لبنان د جګړې په اړه توندې خبرې کړې وې او ډونالډ ټرمپ نتنياهو لېونی بللی و.

رحمن الله ګربز؛د سريلانکا غوره ليګ پر ځای شپږیزه لیګ کې لوبیږي

رحمان‌ الله ګربز وايي، د‌ سريلانکا غوره ليګ سږني پړاو کې نه شي لوبېدلی ځکه د افغانستان کورنیو سیالیو کې ګډون ته ژمن دی.

ګربز په خپله انسټاګرام سټوري د لنکا غوره لیک کنډي رویلز لوبډلې ته خبر ورکړی چې غواړي د افغانستان په کورني شپږیزه لیګ کې ولوبیږي.

نوموړي له یادې لوبډلې مننه کړې او ويلي يې دي چې د ده پر ځای دې بل لوبغاړی پیدا کړي.

رحمان‌ الله ګربز دوه ورځې وړاندې د سریلانکا غوره لیګ یا لنکا پریمیر لیګ په ډرافټ کې کنډي رويلز لوبډلې په پلاټينم کېټګورۍ کې په 50 زره امریکايي ډالرو واخيست.

دا په داسې حال کې ده چې د سریلانکا غوره او د افغانستان شپږیزې لیګ سږني فصلونه د مهالوېش له مخې له یو بل سره ټکر کوي له همدې امله ګربز په شپږیزه لیګ کې لوبېدل غوره کړي دي.

ډونالډ ټرمپ:د لبنان جګړې له امله مې نتنیاهو «لېونی» بللی و

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې د ټیلیفوني خبرو پر مهال یې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو «لېونی» بللی و.

ټرمپ په یوې تازه مرکې کې ویلي چې هغه د لبنان د جګړې د دوام له امله له نتنیاهو څخه ناخوښ و او غوښتل یې چې جګړه ودرول شي.

نوموړي زیاته کړې چې له نتنیاهو سره یې اړیکې لا هم ښې دي؛ خو د جګړې د پراخېدو له امله اندېښمن و.

د راپورونو له مخې، ټرمپ د ټیلیفوني خبرو پر مهال له نتنیاهو غوښتي وو چې د لبنان جګړه پای ته ورسوي او د سیمې د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.

ټرمپ همداراز هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې نتنیاهو د ایران پر ضد د اقدام لپاره دوکه ورکړې ده، او پر خپلو منتقدینو یې نیوکې کړې دي.

هند؛د ډیلي په یوه هوټل کې اورلګېدنې ۲۱ کسان وژلي

د هند د پلازمېنې ډیلي پولیسو ویلي چې د ښار په یوه څلور پوړیز هوټل کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، اور د شپې ناوخته ولګېد او د ژغورنې ډلې سمدستي سیمې ته ورسېدې.

د اور د چټک خپرېدو له امله ګڼ کسان په ودانۍ کې بند پاتې شوي وو.

پولیسو ویلي چې د اورلګېدنې د علت په اړه پلټنې روانې دي، خو تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی څرګند شوی.

راپورونه ښيي چې دا د ډیلي په وروستیو کلونو کې له تر ټولو خونړیو اورلګېدنو څخه ده.

سبا؛د لېسټ اې سترو کورنیو سیالیو پایلوبه ترسره کیږي

سبا د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې د سپین غر زوان او آمو زون لوبډلو ترمنځ د غتزي امان الله خان لېسټ اې یو ورځنیو کرکټ سیالیو پای لوبه ترسره کیږي.

سپین غرو په دغو سیالیو کې د څلور بریاوو سره د اتو پواینټونو او آمو زون له درې بریاوو سره د اوو پواینټونو په لرلو د جدول د لومړۍ او دویمې لوبډلې په توګه پایلوبې ته لار پیدا کړې.

تېر کال د دغو سیالیو اتلولي مېس عینک زون لوبډلې ګټلې وه.

د لوی احمدشاه بابا د وفات کلیزه؛نن د افغانستان د بنسټ اېښودونکي د وفات ورځ ده

نن د افغانستان د ملي تاریخ د ستر شخصیت، احمدشاه بابا د وفات کلیزه ده.

احمدشاه بابا د ۱۷۴۷ کال په شاوخوا کې د دراني دولت بنسټ کېښود او د افغانستان د معاصر دولت د جوړېدو بنسټګر ګڼل کېږي.

هغه د سیاسي هوښیارۍ، پوځي وړتیا او ملي یووالي له امله په افغان تاریخ کې ځانګړی ځای لري.

احمدشاه بابا د افغانستان له بېلابېلو قومونو او سیمو څخه یو واحد دولت جوړ کړ او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د سیمې له مهمو قدرتونو سره اړیکې او سیالۍ مدیریت کړې.

د هغه واکمني له خراسان څخه تر هند او له آمو سینده تر عربي سمندر پورې پراخه شوې وه.

احمدشاه بابا یوازې یو فاتح نه و، بلکې شاعر هم و او په پښتو ژبه یې شعرونه لیکلي دي. د هغه د واکمنۍ مهمې کارنامې د افغان دولت بنسټ اېښودل، د ملي یووالي پیاوړتیا، د سوداګرۍ لارو خوندي کول او د هېواد د سیاسي ثبات لپاره هڅې بلل کېږي.

د افغانستان خلک نوموړی د «بابا» په لقب یادوي، ځکه چې هغه د افغان ملت د یووالي او دولتدارۍ د بنسټګر په توګه درناوی لري.

د هغه مزار په کندهار کې موقعیت لري او هر کال ګڼ شمېر خلک د هغه یاد تازه کوي.

د ایټالیا خونړۍ پېښه؛يو تن ژوندي پاتې شوي افغان د برید کيسه بیان کړې

په ایټالیا کې د هغو څلورو کډوالو د سوځېدو د پېښې یوازینی ژغورل شوی افغان وايي، دا پېښه د معاشونو د نه ورکړې پر سر له رامنځته شوې شخړې وروسته شوې ده.

تاج محمد علمیار، چې له پېښې ژوندی پاتې شوی، ویلي له خپلو پاکستاني کارورکوونکو سره یې د څو اوونیو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله اختلاف پیدا شوی و.

د هغه په وینا، کله چې دوی له کاره بېرته ستنېدل، د کار د مالکانو له لوري پر موټر اور اخیستونکي مواد وشیندل شول او وروسته موټر ته اور واچول شو.

نوموړي ویلي چې د موټر له یوې نیمه پرانیستې دروازې څخه په وتلو بریالی شو؛ خو د بدن ځینې برخې یې وسوځېدې او وروسته په روغتون کې په هوښ راغی.

د ایټالیا رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو د دې پېښې په تړاو دوه پاکستانیان نیولي او پلټنې ترې روانې دي.

افغان الاصله سمیرا نوا؛د ډنمارک د انرژۍ نوې وزیره وټاکل شوه

افغان الاصله سیاستواله سمیرا ناوا چې د ډنمارک د سوشل لېبرال ګوند غړې ده، د دغه هېواد د انرژۍ نوې وزیرې په توګه ټاکل شوې ده.

۳۸ کلنه سمیرا نوا د ډنمارک د پارلمان پخوانۍ غړې ده، په دغه هېواد کې یوه پېژندل شوې سیاستواله بلل کېږي او د نوې کېدونکې انرژۍ او پرمختیايي پروژو په برخه کې فعال رول لري.

نوموړې د افغان کډوالو په کورنۍ کې په ډنمارک کې زیږېدلې او هلته لویه شوې ده.

سمیرا ناوا په اقتصاد کې لوړې زده‌کړې لري او د اقلیم بدلون، انرژۍ او اقتصادي پالیسیو په برخو کې فعاله سیاستواله پاتې شوې ده.