پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 531

د متحده امن سیاسي غورځنګ:نور په وزیرستان کې په روانو وژنو او نا امنۍ سترګې نشو پټولی

0

وزیرستان کې د متحده امن سیاسي غورځنګ غړو ویلي، چې د دوی په سیمه کې په روانه نا امني او وژنو سترګې نشي پټولی.

دوی ویلي، که د پاکستان حکومت یې امن نه نیسي؛ نو خپله اړ دي، چې خپل امنیت خپله ټینګ کړي.

هغوی پر دولت کلکې نیوکې کړې، چې د امنیت په برخه کې پاتې راغلي دي.

باور دا دی، چې په وزیرستان او نورو ګڼو سیمو کې ډېری وخت پاکستان خپله د نا امنۍ هڅې کوي.

واشنګټن پوسټ:امریکا ایران ته یو شمېر پیغامونه استولي

0

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي د عمان له لارې ایران ته پیغامونه استولي.

یادې ورځپاڼې د باخبره امریکايي سرچینو په حواله ویلي، چې دا چاره د مستقیمو خبرو اترو پیلولو هڅه ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، که باور تر لاسه شي او رسمي دعوت وشي؛ نو ښايي سټیو ویتکاف تهران ته هم سفر وکړي.

تر دې وړاندې بیا د امریکا ولسمشر هم ویلي وو، چې له ایران سره د مستقیمو خبرو د پیل امکان شته.

رویټرز:امریکا پرېکړه کړې، چې له افغانستان پرته د خوړو پروګرامونو مرستې بیرته فعاله کړي

رویټرز ویلي، چې د ټرمپ ادارې پرېکړه کړې، چې لږ تر لږه د شپږ بهرني مرستندویه پروګرامونو، په شمول د بیړنیو خوړو مرستې، بېرته فعاله کړي.

دا مرستې د لبنان، سوریې، سومالیا، اردن، عراق، او ایکوادور لپاره فعالیږي؛ خو د افغانستان نوم لاهم د دغو مرستو په لیست کې نشته.

تر دې وړاندې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې د افغانستان لپاره یې د خوړو مرستې یو شمېر پروګرامونه ځنډولي دي.

کابل؛احمدشاه بابا مېنه کې یو پخوانی نظامي د خپلې کورنۍ د سترګو پر وړاندې وژل شوی

د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې په لسم بلاک کې نامعلومه وسله‌والو یو پخوانی نظامي د سې شنبې په ورځ غرمه مهال وژلی دی.

ځايي خلک وايي، چې وژل شوی کس قیوم نومېده او د ملي اردو پخوانی غړی و.

په رسنیو کې لاس په لاس شوې ویډیو کې لېدل کېږي، چې قیوم د خپلې مېرمنې او ماشوم د سترګو پر وړاندې په نښه شوی او برید کوونکی له کومې ویرې پرته له سیمې تښتېدلي دي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د روسیې او اکراین جګړه؛تر سوېلې کوریا وروسته چینایي سرتیري د روسیې په ملاتړ په اکراین کې جګړه کوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې په ملاتړ د اکراین سره په جګړه کې د دوو چینایي وګړو نیول کیدل د اندیښنې وړ بللي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې د اوکراین پر وړاندې په جبهه کې د روسیې لپاره د جنګېدونکو چینایانو نیول کیدل سخت اندیښمن کړي دي.
تردې مهاله مسکو او بیجینګ ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

محمد عمر داوودزی؛د افغانستان د ژغورنې ملي شورا اجرائیه رئیس ټاکل شوی

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په یوه تازه اعلامیه کې اعلان کړی چې د پخواني حکومت لوړپوړی چارواکی محمد عمر داودزی د دې شورا د اجرائیه رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې تازه ۳۴ نور سیاسي مشران او د مدني ټولنې استازي د شورا غړيتوب ته منل شوي، چې له دې سره د شورا د غړو شمېر ۷۱ ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا، چې جهادي مشران، د پخواني حکومت چارواکي او سیاسي شخصیتونه پکې ګډون لري، د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته له هېواده بهر جوړه شوې ده.

مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، محمد محقق، عبد رب رسول سیاف او سرور دانش د دې شورا له بنسټیزو غړو شمېرل کېږي.

معصوم ستانکزی:که طالبان د خلکو ضد کړنلاره تغییر نکړي؛ نو هېواد به قرباني کړي

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني رییس معصوم ستانکزي ویلي، له افغان کډوالو سره ناوړه چلند بې ساری دی.

نوموړی وایي، د مهاجرت د اصلي بحران عاملین هم د دوی مداخلې او ناسم سیاستونه وو.

هغه ویلي، له دې بحرانونو باید درس واخیستل شي.

ښاغلي ستانکزي د اوسنیو ستونزو د حل یوازینی لار یووالی بللی او زیاته کړې یې ده، چې طالبان که د خلکو ضد کړنلاره تغییر نکړي؛ نو هېواد به قرباني کړي.

عاصم منیر:هڅه کوو بلوچستان کې د پانګوالو امنیت خوندي کړو

0

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وایي، هڅه کوي چې بلوچستان کې د پانګوالو د پانګونې لپاره یو امنیتي چارچوب جوړ او د هغوی د حفاظت لپاره درانه ګامونه واخلي.

هغه پر کانونو د پانګونې په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، هڅه کوي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

هغه په دې ناسته کې ډاډ ورکړی، چې د ټولو سوداګرو امنیت خوندي کوي.

حمدالله فطرت:کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دولس کمېټو رئیسانو ناسته کړې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دولس کمېټو رئیسانو ناسته کړې.

دې کمېټې نورو مؤظفو کمېټو ته دنده سپارلې چې د کډوالو لپاره د غوره خدمتونو برابرېدو هڅې او د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

بل لورته بیا د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، چې دا یو ظلم دی؛ خو د افغانانو لاسونه هم تړلي نه دي.

د ټرمپ حکومت:که امریکا کې تر دې وروسته غیر قانوني کډوال پاتې کېږي؛ نو د ورځې به ۹۹۸ ډالر جریمه ورکوي

0

د امریکا حکومت پلان لري هغو کډوالو ته چې د دغه هېواد د پرېښودو امر یې ترلاسه کړی؛ خو لا هم په امریکا کې پاتې دي، هره ورځ ۹۹۸ ډالر جریمه وضع کړي.

دا اقدام د ۱۹۹۶ کال د هغه قانون پر بنسټ دی چې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې فعال شو، او له مخې یې که څوک جریمه ور نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.

یو لوړپوړي چارواکي، چې نوم یې نه‌دی افشا شوی، ویلي چې دا جریمې به تر پنځو کلونو پورې دوام ومومي او ښایي یو کس تر یو میلیون ډالرو پورې جریمه شي.

د رویټرز له خوا خپاره شوي ایمیلونه ښيي چې سپینې ماڼۍ د ګمرکاتو او سرحدونو د ساتنې اداره تر فشار لاندې راوستې چې د جریمو د تطبیق، شتمنیو د ضبط، او د ناقانونه پاتې کډوالو د داراییو د پلور پروسه تعقیب کړي.

ټرمپ له جنورۍ راهیسې، چې یو ځل بیا واک ته رسېدلی، د ناقانونه کډوالو د ایستلو فرمان صادر کړی دی.

دا پلان به شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغه کډوال اغېزمن کړي چې د امریکا د پرېښودو امر ورکړل شوی، خو لا هم پاتې دي.