پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 530

ډونالډ ټرمپ:که ایران سره خبرو نتیجه ورنکړه؛ نو پوځي اقدام به وکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له ایران سره روانې خبرې پایله ورنه کړي، متحده ایالات به چمتو وي چې پوځي اقدام وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسراییل به هم په دغه اقدام کې ونډه ولري او رهبري به وکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې هیڅوک د امریکا مشري نه شي کولی.

هغه ویلي، د ایران سره د روانو خبرو نتیجه به ډېر ژر روښانه شي.

ټرمپ دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې ټاکل شوې ده د شنبې په ورځ د امریکا او ایران چارواکي د عمان په سلطان‌نشین کې مذاکرات ترسره کړي.

ټرمپ ویلي، دا خبرې به «مستقیمې» وي، خو ایراني چارواکو دا خبرې «غیر مستقیمې» بللې دي.

ګلوبل اشیو:طالبان ان د ښځو سینګار توکو نه هم وېره لري

د ګلوبل اشیو نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي چې طالبانو د ښځو هویت او خپلواکۍ له منځه وړلو لپاره د کورونو او شخصي توکو تالاشي ته مخه کړې.

راپور کې راغلي، چې طالبان ان د ښځو ارایشي توکي هم د ځان لپاره ګواښ ګڼي.

یاد سازمان د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د سږکال فبروري کې سرپل کې طالبانو یو شمېر کورونو کې د ښځو ارایشي توکي ظبط کړي او اوسېدونکي یې ګواښلي دي.

سرچینې:مزار شریف کې د روضې ختیځې دروازې سره چاودنه شوې

سرچینې وايي، چې نن سهار شاوخوا لس بجې د بلخ ولایت مرکز، مزارشریف ښار، د روضې شریفي ختیځې دروازې ته نږدې یوه چاودنه شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د تلفاتو په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

طالب چارواکو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

ډونالډ ټرمپ؛پر چینايي توکو ۱۰۴ سلنه تعرفې لوړې کړې دي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو تازه اقدام کې پر چینايي توکو ۱۰۴ سلنه تعرفې لوړې کړې دي.

امریکايي رسنۍ سي‌بي‌ایس راپور ورکړی، چې د ټرمپ له دغه اقدام وروسته اسیايي بازارونه هم مخ په ځوړ شوي دي.

ټرمپ وړمه ورځ له چین غوښتي وو، چې پر امریکايي توکو لګول شوې ۳۴ سلنه تعرفې لغوه کړي.

د یادونې ده، چې اوس مهال ټرمپ په نږدې ټوله نړۍ تعرفې لوړې کړې دي.

د رویټرز نظرپوښتنه؛۷۳ سلنه امریکايي وګړي باور لري، چې راتلونکو شپږ میاشتو کې به د توکو نرخونه لوړ شي

0

د رویټرز او ایپسوس موسسې تازه نظرپوښتنه ښيي، چې د امریکا اکثره وګړي، باور لري چې راتلونکو شپږو میاشتو کې به په یاد هېواد کې د توکو نرخونه لوړ شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۷۳ سلنه امریکايي وګړي باور لري، چې په راتلونکو شپږ میاشتو کې به د ټرمپ د تعرفو لګولو له کبله امریکايي د پخوا په نسبت د توکو نرخونه په لوړه کچه کې وي.

د نظر پوښتنې له مخې، یوازې څلور سلنه امریکايي وګړي باور لري، چې د توکو بیې به راټیټې شي.

په همدې حال کې بیا ۷۵ سلنه امریکايي وګړي د ټرمپ د تعرفو لګولو له سیاست سره مخالف دي او ۳۹ سلنه نور یې بیا ملاتړ کوي.

عباس عراقچي:امریکا سره خبرې د یپلوماسي نوي پړاو یوه موقع ده

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له امریکا سره خبرې یوازې د اتومي پروګرام پر سر دي او دا چاره دوی د ظالمانه بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې ترسره کوي.

د هغه په خبره، په مسقط کې راتلونکې خبرې د دیپلوماسي لپاره نوې موقع ده.

نوموړی وايي، امریکا د ژمنو نه پوره کولو اوږده مخینه لري او اوس به دوی په دې خبرو کې د امریکا جدیت هم و اروزي.

د یادونې ده، چې امریکا وايي، که دا خبرې بریالۍ نشي؛ نو په ایران د یو برید احتمال هم زیات دی.

ډونالډ ټرمپ:د بګرام هوایي اډه د چین په لاس کې ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو وار بیا کانګرس ته په خبرو کې ویلي، چې بګرام هوايي اډه د چین په واک کې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې که دی ولسمشر وای؛ نو امریکا ته به دا تاریخي شرم نه وی اوښتی.

د هغه په خبره، د ده لپاره بګرام ځکه مهم وو، چې د چین اټومي تاسیسات له دغه ځای څخه یو ساعت فاصله کې دي.

تر دې وړاندې هم ټرمپ دغه ډول څرګندونې کړې؛ خو د طالبانو حکومت تل رد کړې دي.

د خالد ځدراڼ نوی چاپ شوی کتاب ۱۵ دقیقې؛محسن داوړ افغانانو ته د خرو خطاب کړی او وایي د غازي امان الله خان د زوکړې په یوې مبارکۍ درته د ملي مشر په سترګه ګوري

۱۵ دقیقې؛ د کابل د آمنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ تازه چاپ شوی کتاب دی چې په ۶۲۴ مخونو تازه چاپ شوی دی.

په دې کتاب کې ښاغلی ځدراڼ په افغانستان کې د امریکا تر مشرۍ د ناټو ځواکونو پر وړاندې د خپلې مبارزې د لوړو ژورو، د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځ د پالیسۍ، د ډیورنډ لاین د کرښې دواړو لوریو ته د پښتنو په ستونزو او د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالیتونو خبرې او کیسې شوي.

خالد ځدراڼ د خپل تازه کتاب په ۶۰۲ دوهمه پاڼه کې د منظور پشتین سره د خپلې لیدنې په ترڅ کې ادعا کړې چې د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ افغانان احساساتي خلک او خره بللي.

نوموړي لیکلي: “افغانان دومره خره دي چې د غازي امان‌الله خان د زوکړې ورځ ور مبارک کړه بیا در پسې له شا روان وي او ملي مشر درته وایي.»

ځدراڼ زیاتوي چې منظور پښتین ورته ویلي چې محسن داوړ غوښتل چې پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان حکومت په آډانه کې رسمي کړي؛ خو نوموړي دا چاره د پاکستاني استخباراتو هوډ او هېله بللې وه او مخالفت یې کړی وو.

په کتاب کې راغلي چې منظور پښتین د پي ټي آیم رسمي کیدل له “بره افغانانو” سره یو ډول خیانت، د لوی افغانستان جوړیدنې پر وړاندې خنډ او د دوی د مایوسۍ سبب بللی وو.

تردې مهاله منظور پشتین او محسن داوړ ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د متحده امن سیاسي غورځنګ:نور په وزیرستان کې په روانو وژنو او نا امنۍ سترګې نشو پټولی

0

وزیرستان کې د متحده امن سیاسي غورځنګ غړو ویلي، چې د دوی په سیمه کې په روانه نا امني او وژنو سترګې نشي پټولی.

دوی ویلي، که د پاکستان حکومت یې امن نه نیسي؛ نو خپله اړ دي، چې خپل امنیت خپله ټینګ کړي.

هغوی پر دولت کلکې نیوکې کړې، چې د امنیت په برخه کې پاتې راغلي دي.

باور دا دی، چې په وزیرستان او نورو ګڼو سیمو کې ډېری وخت پاکستان خپله د نا امنۍ هڅې کوي.

واشنګټن پوسټ:امریکا ایران ته یو شمېر پیغامونه استولي

0

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي، چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي د عمان له لارې ایران ته پیغامونه استولي.

یادې ورځپاڼې د باخبره امریکايي سرچینو په حواله ویلي، چې دا چاره د مستقیمو خبرو اترو پیلولو هڅه ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، که باور تر لاسه شي او رسمي دعوت وشي؛ نو ښايي سټیو ویتکاف تهران ته هم سفر وکړي.

تر دې وړاندې بیا د امریکا ولسمشر هم ویلي وو، چې له ایران سره د مستقیمو خبرو د پیل امکان شته.