پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 532

عاصم منیر:هڅه کوو بلوچستان کې د پانګوالو امنیت خوندي کړو

0

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وایي، هڅه کوي چې بلوچستان کې د پانګوالو د پانګونې لپاره یو امنیتي چارچوب جوړ او د هغوی د حفاظت لپاره درانه ګامونه واخلي.

هغه پر کانونو د پانګونې په اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي، هڅه کوي، چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

هغه په دې ناسته کې ډاډ ورکړی، چې د ټولو سوداګرو امنیت خوندي کوي.

حمدالله فطرت:کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دولس کمېټو رئیسانو ناسته کړې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې کډوالو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دولس کمېټو رئیسانو ناسته کړې.

دې کمېټې نورو مؤظفو کمېټو ته دنده سپارلې چې د کډوالو لپاره د غوره خدمتونو برابرېدو هڅې او د دوی ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

بل لورته بیا د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ویلي، چې دا یو ظلم دی؛ خو د افغانانو لاسونه هم تړلي نه دي.

د ټرمپ حکومت:که امریکا کې تر دې وروسته غیر قانوني کډوال پاتې کېږي؛ نو د ورځې به ۹۹۸ ډالر جریمه ورکوي

0

د امریکا حکومت پلان لري هغو کډوالو ته چې د دغه هېواد د پرېښودو امر یې ترلاسه کړی؛ خو لا هم په امریکا کې پاتې دي، هره ورځ ۹۹۸ ډالر جریمه وضع کړي.

دا اقدام د ۱۹۹۶ کال د هغه قانون پر بنسټ دی چې د ټرمپ په لومړۍ دوره کې فعال شو، او له مخې یې که څوک جریمه ور نه کړي، شتمنۍ به یې ضبط شي.

یو لوړپوړي چارواکي، چې نوم یې نه‌دی افشا شوی، ویلي چې دا جریمې به تر پنځو کلونو پورې دوام ومومي او ښایي یو کس تر یو میلیون ډالرو پورې جریمه شي.

د رویټرز له خوا خپاره شوي ایمیلونه ښيي چې سپینې ماڼۍ د ګمرکاتو او سرحدونو د ساتنې اداره تر فشار لاندې راوستې چې د جریمو د تطبیق، شتمنیو د ضبط، او د ناقانونه پاتې کډوالو د داراییو د پلور پروسه تعقیب کړي.

ټرمپ له جنورۍ راهیسې، چې یو ځل بیا واک ته رسېدلی، د ناقانونه کډوالو د ایستلو فرمان صادر کړی دی.

دا پلان به شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغه کډوال اغېزمن کړي چې د امریکا د پرېښودو امر ورکړل شوی، خو لا هم پاتې دي.

لیکوال او شاعر؛عطاء محمد هیله‌من د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

د پښتو ژبې لیکوال، شاعر او ژباړونکی ډاکټر عطاء محمد هیله‌من د ورپیښې ناروغۍ له امله په امریکا کې ومړ.

ټاکل شوې چې نن د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د هیله‌من جنازه ترسره شي.

د پوهنتون استاد ډاکتر محبوب شاه محبوب واېي، عطاء محمد هیله‌من د پښتو ژبې یو له ځوانو او پیاوړو شاعرانو څخه وو چې د دکتورا تر کچې یې زده کړې کړې وې.

سید اکبر اغا:د افغان کډوالو را اېستل د پاکستان د استخباراتي کړیو طرحه شوی کار دی

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي، د افغان کډوالو را اېستل یو پلان شوی حرکت دی او ممکنه ده، چې دا د استخباراتي کړیو له لوري طرحه شوی وي.

د هغه په خبره، ښايي پاکستان یوازې د دغې طرحې پلي کوونکی وي.

نوموړی زیاتوي، پاکستان غواړي په دې کار سره د افغان کډوالو شتمنیو ته لاسرسي پیدا کړي، له نړیوالو کریډیټ واخلي او د افغانستان حکومت تر فشار لاندې راولي.

سید اکبر اغا زیاتوي، که طالبان دا حالت په دقت مدیریت کړي؛ نو کولای شي، چې دا بحران په فرصت بدل کړي.

تورخم – عمري کمپ؛د طالبانو حکومت د مخابراتي ستونزو د حل لپاره پنځه مخابراتي شبکې فعالې کړې

د تورخم ښارګوټي عمري کمپ کې افغان کډوالو ته د مخابراتي اسانتیاوو په موخه د پنځو مخابراتي شبکو استازولۍ فعالې شوې دي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ ویاند عنایت‌الله الکوزي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې هرې راستنې شوې کورنۍ ته درې وړیا سیمکارتونه هم ورکوي، چې یو جي بي انټرنټ او زر وړیا دقیقې هم لري.

ویل کېږي، چې دا سیم کارتونه به تر راتلونکو څلورو میاشتو پورې فعال وي.

د سلما بند اوبه؛د هریرود سیند ته خوشې شوې

د هرات ولایت د طالبانو له ولایتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سلما بند اوبه د هریرود سیند ته خوشې شوې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه کار موخه د کروندګرو لپاره د اړتیا وړ اوبو برابرېدل دي.

دوی د سیمې له خلکو غوښتي، چې د سیند په غاړو کې له تګ راتګ ډډه وکړي.

د یادونې ده، چې یاد بند نن ۱۲بجې خوشې شوی دی.

عباس عراقچي او اسټیو ویتکاف؛د ایران او امریکا د خبرو استازي وټاکل شول

0

تسنیم خبري آژانس وایي، ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکا د ځانګړي استازي اسټیو ویتکاف د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو مشري وکړي.

دا خبرې به د شنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شي او د تسنیم په وینا، غیرمستقیمې به وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم دا خبرې تایید کړي او ویلي یې دي چې دا لیدنه به په لوړه سطحه ترسره شي.

نوموړي ټینګار کړی چې دا خبرې مستقیمې نه‌دي.

بل‌خوا د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې له اسرائیلي صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره یې له لیدنې وروسته خبرې کولې، دا خبرې مستقیمې بللې او ځای یې نه‌دی څرګند کړی.

ټرمپ خبرداری ورکړی: «که دا خبرې بې‌نتیجې پاتې شي، ایران به له جدي خطر سره مخ شي. دا رژیم باید اټومي وسلې ترلاسه نه‌کړي. بې‌توافقه سبا، د ایران لپاره خطرناکه ورځ ده.»

د طالبانو حکومت:پاکستان دې د افغان کډوالو سره روان تاوتریخوالی ژر تر ژره پای ته ورسوي

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د مالونو لوټل غیر انساني او غیر اسلامي کړنه ده.

دوی ویلي، چې دا کار د ټولو نړیوالو بشري حقونو خلاف عمل دی.

اعلامیه کې له پاکستان غوښتل شوي، چې دا تاوتریخوالی او غیر انساني کړنه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

اعلامیه زیاتوي، هیڅوک باید له افغان کډوالو څخه د سیاسي ابزارو په توګه کار وانخلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د رییس الوزرا په مشرۍ ناسته کې هم له پاکستان غوښتل شوي، چې له دې کړنې لاس واخلي.

د بخښنې نړیوال سازمان:۲۰۲۴ کال ایران د نړۍ له ټولو هېوادونو زیات اعدامونه کړي دي

0

د بخښنې نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې ویلي چې ایران له ټولو هېوادونو زیات اعدامونه کړي او د نړۍ د اعدامونو نږدې دوه پر درېیمه برخه پکې ترسره شوې ده.

یاد سازمان ویلي، په تېر میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۵۱۸ اعدامونه په ټوله نړۍ کې ثبت شوي چې ۹۷۲ یې یوازې په ایران کې شوي دي.

دغه سازمان ویلي، دا شمېره د ۲۰۲۳ کال پرتله ډېره لوړه ده، چې په هغه کال کې ۸۵۳ اعدامونه ثبت شوي وو.

دې سازمان زیاته کړې، چې ایران د اعدام سزا د خلکو د وېرولو، مخالفانو د ځپلو او د مخدره موادو د جرمونو د مجازات لپاره کاروي.

د بخښنې نړیوال سازمان مشرې، اګنس کالامار ویلي: «ایراني چارواکي د ژوند حق ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او د اعدام سزا کاروي څو خپل مخالفان چوپ وساتي.»