د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د هرمز تنګي د وضعیت خرابېدو او له افغانستان سره د سوداګریزو دروازو د تړل کېدو وروسته د هېواد د تېلو اوونیز لګښت له شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.
هغه ویلي چې په منځني ختیځ کې جګړې د سون توکو نړیوالې بیې لوړې کړې او د هرمز تنګي د کښتۍ تګ راتګ له فبرورۍ له ۲۸مې وروسته ګډوډ شوی، چې له امله یې د نړیوالو تېلو بازار سخت اغېزمن شوی دی.
هغه دا هم ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د لارو بندېدو د پاکستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی او هېواد د فشارونو له زیاتېدو سره مخ دی.
شهباز شریف ټینګار کړی چې پاکستان د جګړې له پیل مخکې په اقتصادي برخه کې مثبتې نښې لرلې، خو د روانو نړیوالو کړکېچونو له امله د هېواد اقتصادي پرمختګ زیانمن شوی او د تېرو دوو کلونو هڅې له منځه تللې دي.

