پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 528

شیخ هبت‌الله:اوس د شریعت پلي کولو وخت دی او د امربالمعروف قانون باید جدي تطبیق شي

د طالبانو د حکومت مشر شيخ هبت الله اخندزاده، د پکتيا له والي او نورو طالب مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، چې دا مهال د شریعت د تطبیق لپاره مناسب وخت دی او باید په اقتصادي، سیاسي او پوځي برخو کې شرعي اصول پلی شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې شيخ هبت الله اخندزاده په دغې غونډه کې مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون باید جدي تطبیق کړي او په ټولنه کې شرعي احکام نافذ شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې چې مسوولین مکلف دي د خلکو خدمت ته ژمن واوسي، د ولس ترمنځ اختلافونه له منځه يوسي او د یووالي فضا رامنځته کړي.

شیخ هبت‌الله اوسنی وضعیت د علم، دین او اسلام د خدمت لپاره مناسب بللی او مسوولین یې هڅولي چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

د بریتانیا یوې محکمې؛د داعش سره د اړیکو په تور فرشته جامي په عمري بند محکومه کړه

0

د بریتانیې یو محکمې د فرشتې جامي په نوم یوه برېټانوۍ، چې له داعش سره د اړیکو په تور تورنه شوې وه، په عمري بند چې د برېټانیا د قانون لمخې ۱۷ کاله دی، محکومه شوه.

راپورونو زیاته کړې چې د امنیتي مسوولینو له لوري د هغې په کور کې له داعش ډلې سره د اړیکو ځينې شواهد هم موندل شوي او افغانستان ته یې د سفر پلان هم درلود.

فرشته جامي د روان کال په فېبرورۍ میاشت کې نیول شوې وه.

د امریکا څارونکې موسسه:د ایران اټومي پروګرام خطرناک پړاو ته داخل شوی

0

د امریکا یوه څارونکې مؤسسه وايي چې د ایران اټومي پروګرام خورا خطرناک پړاو ته داخل شوی دی.

په واشنګټن کې مېشت د علومو او نړیوال امنیت مؤسسې په خپل تازه راپور کې ویلي، ایران د اټومي وسلې جوړولو وړتیا زیاته کړې او دننه هېواد کې یې د بم جوړولو ملاتړ هم عادي شوی.

بل‌خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که له ایران سره توافق و نه شي؛ نو امریکا به نظامي اقدام وکړي او اسرائیل به پکې مهم رول ولري.

د طالبانو حکومت؛جوزجان، پروان او زابل کې خبریالان د ساکښو له تصویر اخیستو منع کړي

د افغانستان د خبریالانو بنسټ وایي، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت په جوزجان، پروان او زابل ولایتونو کې محلي رسنۍ د ساکښو له تصویر له اخیستو او نشرولو منع کړي.

یاد سازمان دا اقدام د رسنیو د کار او ازادۍ پر وړاندې خنډ بللی دی.

تر دې وړاندې بیا نږدې لس ولایتونو کې د ساکښو پر تصویر بندیز لګېدلی وو.

بیلډ نشریه:پر یمن د امریکا بریدونه ښایي پر ایران د برید لپاره تمرین وي

0

الماني نشریې بیلډ لیکلي، چې د امریکا نظامي تحرکاتو ته په کتو، ښايي سیمه د یو توپان شاهده وي.

یادې نشریې په یو راپور کې پر یمن د امریکا وروستیو بریدونو ته په اشارې لیکلي، چې ښايي دا بریدونه په ایران د بریدونو لپاره د یو تمرین په موخه ترسره شوي وي.

سرچینه زیاتوي، چې امریکا د خپلو وژونکو وسلو په چمتو کولو بوخته ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، پر ایران د نظامي اقدام طرحه یې هم د میز پر سر پرته ده.

پر ټرمپ د چین طنز؛خولۍ دې هم چینایي پر سر کړې

0

پر چینايي توکو د امریکا تعرفو لوړېدو ته په غبرګون کې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په طنزیه بڼه ویلي، چې د ټرمپ خولۍ هم د چین ده.

په همدې حال کې یو شمېر چینايي وګړو هم پر خپلو ایکس‌پاڼو د ټرمپ له لوري په انتخاباتي کمپاینونو کې پر سر شوې سره خولۍ نشر کړې او ویلي یې دي، چې دا د چین تولید دی.

د یادونې ده، چې اوس مهال امریکا پر چینايي توکو خپله تعرفه لوړه کړې او له چین غواړي، چې دوی باید د امریکا پر توکو تعرفه ونه لګوي.

د ازادۍ جبهه:بلخ او تخار کې مو ۹ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

د آزادي جبهه وایي، چې د دوی ډلې تېره ورځ په بلخ او تخار ولایتونو کې پر طالبانو دوه بریدونه کړي، چې له امله یې ۹ طالب جنګیاليو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې ویلي، چې لومړی برید د مزارشریف ښار په څلورمه ناحیه کې، د نظرګاه هوټل مخې ته شوی چې په ترڅ کې یې ۲ طالبان وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي او د دوی یوه رنجر موټر هم له منځه تللی دی.

جبهه زیاتوي، چې دوهم برید د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار د ګولايي باغ په سیمه کې پر یوې پوستې شوی، چې په پایله کې ۲ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

دې جبهې ویلي، چې په دغه بریدونو کې د دوی کسانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

یونیسف:په افغانستان کې ۲۰ میلیونه وګړو ته مو روغتیايي او تغذیوي خدمتونه برابر کړي دي

یونیسف د ۲۰۲۴ کال د کلني راپور په خپرولو سره ویلي، چې سږکال له ۲۰ میلیونو زیات افغانان، چې نیمايي یې ماشومان دي، د دې ادارې تر ملاتړ لاندې مرکزونو کې له لومړنیو روغتیايي خدماتو برخمن شوي دي.

راپور کې ویل شوي، چې نږدې ۱۲ میلیونه ماشومان او میندې له تغذیې اړوند خدمتونو ګټه اخیستې ده.

راپور زیاتوي، چې ۵۶۴ زره ماشومان، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي، د ټولنیزې زده‌کړې له لارې ښوونې ته لاسرسی موندلی دی.

یونیسف په دې راپور کې سره له یادو پرمختګونو، په افغانستان کې پر شته پیچلو ننګونو اندېښنه ښودلې ده.

یوناما:طالبانو د امر بالمعروف قانون له لارې د خلکو ژوند محدود کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کېدو د خلکو پر ازادیو او شخصي حریم ژور منفي اغېز کړی دی.

یوناما وایي، طالبانو په ۲۸ ولایتونو کې د والیانو تر مشرۍ لاندې اجرائیه کمېټې جوړې کړې دي، څو دا قانون تطبیق کړي.

راپور زیاتوي، چې محتسبانو ته پراخ واک ورکړل شوی، چې خلک په خپله خوښه ونیسي او مالونه یې ضبط کړي.

د یوناما په وینا، دا قانون نه یوازې د نارینه او ښځو، بلکې اقلیتونو، ځوانانو او آن غیر سني مذهبي ډلو ژوند هم اغېزمن کړی دی.

عبدالسلام حنفي:پاکستان دې د افغان کډوالو د اسلامي او ګاونډي حقوقو درناوی وکړي

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان او افغانستان سرحد ته نږدې د تورخم کډوالو کمپ ته سفر کړی.

هغه له پاکستان څخه تازه را ستانه شوو کډوالو ته د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان باید د راستنېدونکو افغان کډوالو د بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او ګاونډي حقوقو درناوی وکړي.