چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 521

عمر داودزی:جمهوریت ته متحد شخص یم او د درېیم جمهوریت د احیاء غوښتونکی یم

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي د افغانستان انټرنشنل پښتو سپړنې سره په خبرو کې ویلي، نه یوازې چې د جمهوریت خلاف نه دی بلکې متحد شخص او د درېیم جمهوریت غوښتونکی دی.

ښاغلي داودزي زیاته کړې، چې د امریکا سنا کې یې د خبرو موخه دا وه چې د واک متمرکزوالي سره یې ستونزه ده.

نوموړی وایي، چې افغانستان باید د امریکا نظام نه وای کاپي کړی.

هغه ویلي، چې د افغانستان د اساسي قانون ډیری برخې له ایران او ځینې یې د امریکا څخه کاپي شوي دي.

ډونالډ ټرمپ؛د عمان له سلطان سره د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړه غږېدلی

0

د عمان دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ او د عمان سلطان په یوه ټلیفوني تماس کې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي خبرو ملاتړ لپاره د همکاریو پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د راپور له مخې، ټرمپ په دې ټلیفوني تماس کې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په برخه کې د عمان د هڅو قدرداني کړې ده.

بل لورته د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د خپل حکومت او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو اترو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي، چې دا یو سنجول شوی تصمیم و، او د خبرو پیل یې ښه عملي شوی دی.

د یادونې ده، چې د دغو خبرو دویم پړاو به د راتلونکې شنبې د عمان په کوربتوب ترسره شي.

پاکستان؛په پنجاب ایالت کې د پاکستاني پوځ یوه تعلیمي الوتکه غورځېدلې

0

د پاکستان د هوايي ځواک یوه تعلیمي الوتکه د پنجاب ایالت د وهاري ولسوالۍ ته څېرمه د تخنیکي ستونزې له امله را لوېدلې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، الوتکه د روزنیز ماموریت پر مهال د فني خرابۍ له امله کنټرول له لاسه ورکړی او د لودان سړک ته نږدې کرنیزه سیمه کې راپرېوتې ده.

د پوځ په وینا، دواړه پیلوټان د پیراشوټ له لارې له الوتکې راوتلي او یوازې لږ ټپونه یې اخیستي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د پېښې د دقیقو لاملونو د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوي دي.

علي خامنه‌اي:له امریکا سره د خبرو اترو ملاتړی یم او دا یو سنجول شوی تصمیم و

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي د خپل حکومت او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو اترو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي، چې دا یو سنجول شوی تصمیم و، او د خبرو پیل یې ښه عملي شوی دی.

ټاکل شوې چې د دغو خبرو دویم پړاو راتلونکې شنبې د عمان په کوربتوب ترسره شي.

سپینې ماڼۍ هم د خبرو اترو لومړی پړاو مثبت او رغوونکی بللی دی.

په ورته وخت کې، په ایران کې ګڼ شمېر وګړو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د خامنه‌اي له لوري د فشارونو پر وړاندې د نرمښت او خبرو ته د حاضرېدو پر پرېکړه نیوکه کړې او دا یې د شاتګ په توګه یاد کړی دی.

د طالبانو حکومت:له افغانستانه پاکستان ته د وسلو د قاچاق راپورونه بې‌اساسه دي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د واشنګټن پست ورځپاڼې هغه راپور رد کړی، چې پکې ادعا شوې وه چې له امریکا پاتې امریکایي وسلې وسله‌والو ته رسیدلي او د پاکستان پر ضد ترې استفاده کېږي.

فطرت ویلي، دا ادعا بې‌اساسه ده او له حقیقت سره هېڅ تړاو نه لري.

نوموړي زیاته کړې هغه وسلې چې د تېرو شلو کلونو د جګړې پر مهال افغانستان ته راغلې، لا له وړاندې یې په تور بازار کې شتون درلود؛ خو هغه وسلې چې له امریکایانو پاتې دي، اوس د طالبانو له خوا په خوندي ډول په زېرمتونونو کې ساتل کېږي.

د طالبانو حکومت وايي، دوی به هېڅ ډول وسله وسله‌والو ته پرېنږدي چې د نورو هېوادونو پر ضد یې وکاروي.

د ننګرهار د اطلاعاتو ګوښه شوی رئیس قاري ساجد:مشاعره کې د جمپونو نه نیولو له امله له دندې ګوښه شوم

د ننګرهار د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور پخوانی رئیس قاري ساجد خوګیاڼی چې د نارنج ګل مشاعرې وروسته له دندې ګوښه شوی، تازه یې د خپلې فیسبوک پاڼې په تبصره ځای کې منلې چې په مشاعره کې د نه کنټرول له امله له دندې ګوښه شوی.

قاري ساجد خوګیاڼي د ټولنیزو رسنیو د یو فعال پوښتنې ته چې:«قاري صاحب یو سوال راته پیدا شوی چې، دومره وخت ستا د تبدیلۍ غږ نه و؛ خو چې کله د نارنج ګل مشاعره ترسره شوه هر څه تغیر منونکي وو، ایا ته له وضعیت خبر وې؟» قاري ساجد په ځواب کې لیکلي: «هو مشاعره کې لږ جمپونه وو، ما هغه نه وه نیولي.»

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال ورته د په طنزیه ډول لیکلي:« قاري صاحب سره الټو موټر و او جمپونه یې د کروزین وهل»
دې خبرې ته بیا قاري ساجد ګوم غبرګون نه دی ښودلی.
د یادونې ده، چې ساجد خوګیاڼی د شاعر مطیع الله تراب او عزت الله ځواب د شعرونو له امله د ملا هبت‌الله له لوري له دندې ګوښه او پر ځای یې بل طالب ملا مقرر شوی.

حامد کرزی:د کډوالۍ د مخنیوي لپاره دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانېستل شي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د جبري ایستنې او له دوی سره د ناوړه چلند په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي کرزي ویلي، راپورونه ښيي چې له ایستل شویو افغان کډوالو سره ناوړه چلند شوی او آن شتمنۍ یې ترې اخیستل شوې دي، چې دا یوه اندېښمنوونکې چاره ده.

نوموړي له پاکستان غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب، انسان‌دوستانه اصولو او نړیوالو مقرراتو پر بنسټ چلند وکړي.

هغه دغه راز له نړیوالو ادارو، ملي سوداګرو او پانګوالو غوښتي چې له بېرته ستنو شویو افغانانو سره لازمې مرستې وکړي، ترڅو هغوی وکولای شي خپل ژوند له سره جوړ کړي.

حامد کرزي هیله څرګنده کړې چې له هېواده د مهاجرت ټول عوامل، په ځانګړي ډول په لیسو او پوهنتونونو کې د نجونو د تعلیم پر وړاندې محدودیتونه، له منځه ولاړ شي، ترڅو افغانان اړ نه شي چې خپل هېواد پرېږدي او مهاجر شوي هېوادوال په خوښۍ بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

جرمني؛له پاکستانه د ۲۶۰۰ څخه ډېرو افغانانو د انتقال لپاره تیاری نیسي

د جرمني بیلد ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه هېواد چمتو دی له پاکستانه له ۲۶۰۰ څخه ډېر هغه افغان وګړي جرمني ته ولېږدوي، چې د منلو رسمي تضمین یې ترلاسه کړی؛ خو لا هم هلته پاتې دي.

راپور د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکي چې جرمني د دغو افغانانو په اړه یو واضح او مشخص تعهد لري، او باید عملي شي.

که څه هم چې په دې وروستیو کې په جرمني کې نوی حکومت رامنځته شوی او د ائتلافي دولت له‌خوا د کډوالو د داوطلبانه منلو ځینې پروګرامونه بند شوي؛ خو چارواکي ټینګار کوي چې د دې افغانانو انتقال لا هم د دوی له لومړیتوبونو څخه دی.

د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو په وینا، په دې برخه کې داسې حقوقي او بشردوستانه ژمنې موجودې دي چې نه شي له پامه غورځېدلی.

ډیوه پتنګ، بسم الله محمدي ته:جمهوریت هغو ړنګ کړ چې د تاجک، جهاد، شمال ټلوالې او په نورو نومونو یې امتيازات اخېستل

د افغان مېرمنو د برخې فعالې ډیوه پتنګ د جمهوري نظام د ملي دفاع د پخواني وزیر بسم الله محمدي د هغو خبرو چې ویلي وو پخواني ولسمشر اشرف غني د افغانستان اردو ړنګه کړه، په غبرګون کې لیکلي:«جمهوريت نا اهله، متعصبو او سمت پرستو اشخاصو بدنامه کړ چې له جمهوريت څخه به يې د تاجک، جهاد، شمالي ټلوالې او په لسګونو نورو نومونو امتيازات اخېستل او دوی د افغانستان په ملي پوځ معامله وکړه.»

آغلې پتنګ بسم الله محمدي مخاطب کړی او په خپلې ایکس پاڼې یې ورته لیکلي:« تاسې وئ چې خيالي اردو او پوليس مو جوړ کړي ول. همدا تاسې وئ چې د ملي اردو اعاشه مو غلا کوله.»

ډیوه پتنګ د جمهوریت په امنیتي مسولینو نیوکه کړې چې غلط او ناسم معلومات به یې له پخواني ولسمشر اشرف غني سره شریکول.

خالد ځدراڼ:وزیرستان د افغانستان خاوره دهجلال امرخیل: او پاکستانی پوځ څنګه؟

د ۱۵ دقیقې د کتاب لیکوال خالد ځدراڼ له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې دوي وزیرستان د افغانستان خاوره ګڼي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې په خپل تازه خپاره کړي کتاب کې د طالبانو د ویاندویانو هغه ادعاوې رد کړي چې ګوندې دوی د جمهوریت پر وړاندې په افغانستان کې دننه جګړه تنظیموله وویل:«مونږ وزیرستان د افغانستان برخه بولو او هغه هم د افغانستان خاوره ده.»

د چارو شننونکي جلال امرخېل د خالد ځدراڼ په دې خبرو نیوکه کړې او ویلي، که وزیرستان د افغانستان خاوره ده؛ نو ولې د پاکستاني پوځ پر وړاندې جهاد نه کوئ؟

امرخېل پوښتنه کړې چې:«د پاکستاني فوځ د اشغال خلاف د جهاد د رد فتواوې ولې صادروې.
‏او که نه، پاکستانی فوځ هم ستا خپل فوځ دی؟.»