چهارشنبه, اپریل 1, 2026
Home Blog Page 522

خالد ځدراڼ:وزیرستان د افغانستان خاوره دهجلال امرخیل: او پاکستانی پوځ څنګه؟

د ۱۵ دقیقې د کتاب لیکوال خالد ځدراڼ له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې دوي وزیرستان د افغانستان خاوره ګڼي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې په خپل تازه خپاره کړي کتاب کې د طالبانو د ویاندویانو هغه ادعاوې رد کړي چې ګوندې دوی د جمهوریت پر وړاندې په افغانستان کې دننه جګړه تنظیموله وویل:«مونږ وزیرستان د افغانستان برخه بولو او هغه هم د افغانستان خاوره ده.»

د چارو شننونکي جلال امرخېل د خالد ځدراڼ په دې خبرو نیوکه کړې او ویلي، که وزیرستان د افغانستان خاوره ده؛ نو ولې د پاکستاني پوځ پر وړاندې جهاد نه کوئ؟

امرخېل پوښتنه کړې چې:«د پاکستاني فوځ د اشغال خلاف د جهاد د رد فتواوې ولې صادروې.
‏او که نه، پاکستانی فوځ هم ستا خپل فوځ دی؟.»

ندا محمد ندیم:له شیخ هبت الله سره مخالفت د خدای له پیغمبر سره مخالفت دی

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وایي چې د «امیر» اطاعت د خدای حکم دی او سپکاوی ورته د پیغمبر سپکاوی ګڼل کېږي.

ښاغلي ندیم دا څرګندونې د طالبانو د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده له خوا د «ناوړو رواجونو د مخنیوي فرمان» د تشریح په ناسته کې وکړې.

هغه ویلي: «اهانت د امیر المسلمین سره او بغاوت پرې حرام دي. د هغه درناوی پر مسلمانانو واجب دی، ځکه امیر د پیغمبر خلیفه دی.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو په رهبري کې د ژورو اختلافونو راپورونه ورکول کېږي.

سعودي عربستان؛يو افغان وګړی د هيرويينو د قاچاق په تور اعدام کړ

د سعودي عربستان چارواکي وايي چې يو افغان وګړی يې د نشه‌يي موادو د قاچاق په تور د مکې په سيمه کې اعدام کړی دی.

د «نيو عرب» ورځپاڼې د راپور له مخې، اعدام شوی کس پادشاه‌قل سليماني نومېده او د افغانستان تبعه و.

د سعودي د کورنيو چارو وزارت ویلي، نوموړي هڅه کړې وه چې د هيرويينو څو بستې د خپلې خېټې له لارې سعودي ته قاچاق کړي.

چارواکو ويلي چې نوموړی له پلټنو وروسته رسمي تورن وګرځول شو او د سعودي سترې محکمې د هغه د اعدام پرېکړه وکړه.

یاد وزارت په خپل بيان کې ويلي چې دا اقدام د نشه‌يي موادو پر وړاندې د سعودي د جدي دريځ څرګندونه کوي او هدف يې د خلکو امنيت خوندي ساتل دي او په خبره یې دوی به د نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو او وېشونکو پر ضد سختې سزاوې عملي کړي.

حمدالله فطرت:پاکستان دې د خپلو ناسم سیاستونو پړه پر افغانستان نه ور اچوي

د طالبانو حکومت مرستیال وباند حمدالله فطرت په یوه تازه غږیز پیغام کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې اسلام‌اباد دې د خپلو ناسم سیاستونو پړه پر افغانستان نه ور اچوي.

فطرت وایي، دوی د پاکستان ادعاوې یو ځل بیا ردوي او د دغه هېواد پر ضد به هېڅ ډول اقدام او فعالیت ته اجازه ورنه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې په پاکستان کې د امنیتي پېښو مسؤلیت د طالبانو تر ادارې لاندې افغانستان پورې هېڅ تړاو نه لري.

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په تازه څرګندونو کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ټي‌ټي‌پي او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې ژر تر ژره اقدام وکړي.

پاکستان کې د افغان کډوالو مشر:پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه له سره و ارزوي

د پاکستان مېشتو افغان کډوالو مشر له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغان مهاجرو د ایستلو پرېکړه له سره و ارزوي او پر ځای یې د تفاهم او خبرو له لارې د دغو مهاجرو ستونزې حل کړي.

هغه یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د افغان مهاجرو په جبري ډول بېرته شړل د حل لاره نه ده.

نوموړي له پاکستانه غوښتي، چې د تفاهم له لارې دا موضوع حل کړي.

هغه د پاکستان له خلکو او حکومت څخه د تېرو ۴۵ کلونو د مېلمه‌پالنې مننه کړې او زیاته کړې«نن ورځ له ۳.۵ میلیونو څخه زیات افغان مهاجر په پاکستان کې په ۷۲ کمپونو کې ژوند کوي؛ خو دوی هېڅکله د دې هېواد په کومه ستونزه کې ښکېل نه دي پاتې شوي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د غیر قانوني افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

سعودي عربستان؛د سوریې د نوي انتقالي حکومت ۱۵ میلیونه ډالر پورونه پرې کوي

0

درې باخبره سرچینو رویترز خبري آژانس ته ویلي، چې سعودي عربستان هوډ لري د سوریې هغه شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالري پورونه پرې کړي، چې دغه هېواد یې د نړیوال بانک پر وړاندې لري.

سرچینې زیاتوي، چې سوریه د بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخ ده، او پخوانۍ طرحه چې غوښتل یې بندې شوې شتمنۍ د پورونو د تصفیې لپاره وکاروي، ناکامه شوې ده.

د راپورونو له مخې، دا به د سعودي له‌خوا له بشارالاسد وروسته د نوي حکومت سره لومړنۍ ښکاره مالي مرسته وي.

په ورته وخت کې، قطر هم یوه طرحه اعلان کړې چې له مخې یې به له اردن څخه سوریې ته ګاز انتقال شي، څو د دغه هېواد د بریښنا کمښت جبران شي، چې د سرچینو په وینا د امریکا تایید هم ورسره مل دی.

ایران او امریکا؛د اټومي خبرو دوهم پړاو د شنبې په ورځ په روم کې ترسره کوي

0

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني تایید کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي خبرو دوهم پړاو به د شنبې په ورځ، د اپرېل پر ۱۹مه، د ایټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي.

تایاني ویلي، دا پرېکړه د دواړو خواوو او د منځګړي هېواد، عمان، د غوښتنې پر بنسټ شوې ده او ایټالیا یې مثبت ځواب ورکړی دی.

تر دې وړاندې، د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د عمان په پلازمېنه مسقط کې ترسره شوی و، چې دواړو لوریو مثبت او رغوونکی بللی و.

د بلومبرګ خبري آژانس د راپور له مخې، دغه خبرې هممهاله له هغه سفر سره ترسره کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې‌ډي وِنس یې ایټالیا ته لري.

بل‌خوا، امریکا خبرداری ورکړی، که له ایران سره خبرې ناکامې شي؛ نو د پوځي اقدام انتخاب به له اجنډا بهر نه وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت:کابل کې مو د انسان تښتونکو یوه ډله ونیوله

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو یې د انسان تښتونکو یوه ډله نیولې ده.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې ډلې د حاجي انور په نوم یو تن تښتولی وو او د خوشې کېدو په بدله کې د هغه له کورنۍ یو میلیون امریکایي ډالر غوښتل.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ګروپ غړي له بېلابېلو سیمو څحه نیول شوي دي.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې حاجي انور خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د طالبانو د عدلیې وزارت:د ګلبدین حکمتیار د دفترونو د بندېدو او کارکوونکو د نیولو امر کړی

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب د دفترونو د فعالیتونو د بندېدو او د کارکوونکو د نیولو امر کړی دی.

دا خبره د ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب‌الرحمان حکمتیار کړې او د کندز ولایت د عدلیې ریاست یو مکتوب یې خپور کړی، چې پکې ویل شوي اسلامي حزب باید خپل فعالیتونه بند کړي، تجهیزات یې ضبط شي، او کارکوونکي یې تر هغه وخته بندیان شي ترڅو چې توبه وباسي.

په مکتوب کې دا هم ویل شوي چې لا هم د حزب له آدرسه فعالیتونه دوام لري او باید په ټولو ولایتونو کې یې مخه ونیول شي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې طالبانو څو اونۍ وړاندې د ګلبدین حکمتیار دفتر په کابل کې وتاړه او نوموړی یې بل ځای ته ولېږداوه.

هندي رسنۍ:د بالیووډ مشهور ستوري سلمان خان ته د مرګ ګواښونه شوي

0

د بالیووډ مشهور ستوری سلمان خان یو ځل بیا په مرګ ګواښل شوی دی.

د هندي رسنیو راپور له مخې، یوې نابلده شمېرې په یوه پیغام کې د ممبي ټرافیک پولیسو ته ګواښ کړی چې سلمان خان به په خپل کور کې ووژني او د هغه موټر به د بم په کارولو سره وچوي.

د ممبي پولیسو د دې پیغام په ترلاسه کولو سره، د تحقیقاتو د پیل اعلان کړی دی.

سلمان خان چې په ممبي کې ژوند کوي، مخکې هم د دې ډول تهدیدونو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، سلمان خان او د هغه کورنۍ د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې پنځه ځله د مرګ تهدیدونه ترلاسه کړي دي.