جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 515

بریتانیوي سیلانۍ:افغانستان ته له سفر وروسته ډېرو طالبانو راته د واده وړاندیزونه کړي

بریتانیوي ګرځندویه سترید سیبر وايي، افغانستان ته په سفر کې یې له ګڼو طالبانو د واده وړاندیزونه تر لاسه کړي.

هغې ویلي، طالبانو ورسره ښه رویه کوله او په ټوله کې افغانان ډېر مینه ناک خلک دي.

نوموړې زیاتوي، چې په ټولنیزو رسنیو کې «د افغانستان دلربا» په نوم مشهوره شوې.

د ستریډ په خبره، له نورو افغانانو یې هم د ملګرتیا او واده په اړه ګڼ پیغامونه تر لاسه کړي دي.

امریکا؛متحده عربي اماراتو ته د ۱.۴ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور اجازه ورکړه

د امریکا چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو ته د ۱.۴ میلیارده ډالرو په ارزښت د الوتکو او پوځي تجهیزاتو د پلور اجازه ورکړې ده.

د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، دغه پرېکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اماراتو له سفر مخکې شوې ده.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې یاد پلور شپږ عدد CH-47F Chinook هیلي‌کوپترونه او نور پوځي تجهیزات رانغاړي چې ارزښت یې ۱.۳۲ میلیارده ډالره دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي او نظامي چارو دفتر ویلي، دا پلور به د متحده ایالاتو د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت ملاتړ وکړي.

دوی زیاته کړې چې امارات به دا وسایل د ژغورنې، بشري مرستو، طبیعي افتونو کې د غبرګون، او د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو کې وکاروي.

د کینیا محکمې؛امریکا ته د ظاهر قدیر د ورسپارلو خبر ورکړی

د کینیا حکومت امریکا ته د ظاهر قدیر د ورسپارلو خبر ورکړی دی.

هلته نن د قدیر محاکمه شوې او هوکړه شوې، چې نوموړی به امریکا ته وسپارل شي.

بل لورته د ظاهر قدیر وکیل ویلي، هڅه کوي چې دا چاره دوه اوونۍ نوره هم وځنډوي او د دې پرېکړې پر وړاندې قضیه روانه وساتي.

پر قدیر د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق تور دی.

هغه څه موده وړاندې کینیا کې نیول شوی وو.

ډونالډ ټرمپ؛د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسید

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سه‌شنبه سهار د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته ورسېد.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ټرمپ به په دې درې ورځني سفر کې متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.

د ټرمپ دا سفر د منځني ختیځ له متحدینو سره د اړیکو پیاوړتیا او د سیمې پر مهمو موضوعاتو د خبرو لپاره مهم بلل شوی دی.

پاکستانی پوځ:د هند په بریدونو کې مو یو شمیر پوځیان وژل شوي

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې (ISPR) د «مارکه حق» په نوم د عملیاتو په اړه د هند سره د وروستیو نښتو معلومات خپاره کړي دي.

د دوی په وینا، د “بنیان‌المرصوص” په نوم د پوځي عملیاتو پر مهال ۱۱ پوځیان، چې ۶ یې د پوځ او ۵ د هوايي ځواک غړي وو، وژل شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې په دغه نښتو کې د هند له لوري د بې‌دلیله بمبارۍ له امله ۴۰ تنه ملکیان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، هم وژل شوي دي.

هندي چارواکي ادعا کوي چې په پاکستاني خاوره کې د ترهګرو مرکزونه نړول شوي او ګڼ ترهګر وژل شوي.

ډونالډ ټرمپ:کېدای شي د اوکراین او روسیې د سولې خبرو لپاره ترکیې ته لاړ شم

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، کېدای شي د روسیې او اوکراین ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ ترکیې ته سفر وکړي.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې له دې ناستې به ښه نتیجه ترلاسه شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز کړی چې دا خبرې دې استانبول کې د سولې د ټینګېدو په موخه وشي.

زلنسکي هم ویلي چې چمتو دی له پوتین سره د پنجشنبې په ورځ وګوري.

ترکیه د دواړو لورو د سولې د خبرو کوربه‌توب ته چمتووالی ښودلی؛ خو اروپايي مشران تر خبرو مخکې د ۳۰ ورځني اوربند غوښتنه کوي.

د ډونالډ ټرمپ لخوا؛اف‌بي‌آی ته د مهاجرت پر وړاندې د مبارزې نوې دنده ورکړل شوې

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ته هدایت شوی چې له دې وروسته باید د خپلو منابعو یوه مهمه برخه د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې مبارزې ته ځانګړې کړي.

رویټرز د څلورو باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د FBI په وروستیو داخلي غونډو کې مامورینو ته سپارښتنه شوې چې نږدې درېیمه برخه د خپل کاري وخت له دې وروسته د مهاجرتي دوسیو څېړلو ته ځانګړې کړي.

د دې نوي پالیسي له مخې، د اقتصادي فساد او مالي جرمونو څېړنې، په ځانګړي ډول د سپین پوستو او شتمنو کسانو په اړه، تر ۲۰۲۵ کال پورې ځنډول کېږي.

ویل کېږي دا پرېکړه د ولسمشر دونالد ټرمپ د نوې ستراتیژۍ یوه برخه ده، چې هدف یې د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې مبارزه ده.

اندونیزیا؛د مهماتو په زېرمه کې چاودنې ۱۳ تنه وژلي

د اندونیزیا پوځ اعلان کړی چې د دغه هېواد په لوېدیځه برخه کې د زړو مهماتو په یوه زېرمه کې چاودنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي چې ۴ پوځیان هم پکې شامل دي.

دا چاودنه د جاوا په ښار کې هغه مهال شوې، کله چې پوځیانو د زړو مهماتو د شنډولو هڅه کوله.

د اسوشېټډ پرېس د راپور له مخې، د چاودنې دقیق لامل تر اوسه نه دی څرګند، او پوځ یې په اړه پلټنې کوي.

ډونالډ ټرمپ؛له سعودي عربستانه خپل لومړی بهرنی سفر پیل کړ

د این‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ دورې لومړی بهرنی سفر پرون د سعودي عربستان له ریاض ښار څخه پیل کړ.

ټاکل شوې چې نوموړی له سعودي وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.

ټرمپ دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم بحثونه به ترسره کړي.

ټرمپ به د منځني ختیځ له مشرانو سره د غزې جګړې، له ایران سره د احتمالي مذاکراتو او پراخو سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

هغه مخکې له دې، په سپینه ماڼۍ کې ویلي و: «موږ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو هېوادونو امنیت تضمینوو.»

جنرال خوشال سادات:د شمالي ټلوالې د مجاهدینو یو شمېر قومندانانو له ازبکستان څخه د شرابو کاروبار کوه

د جمهوریت د کورنیو چارو امنیتي مرستیال جنرال خوشال سادات وایي، کابل کې د شهید اونۍ یا احمدشاه مسعود ورځې په پلمه د یو کیلي موټرو، اسلحو او مخدره موادو قاچاق ترسره کېده.

د پخواني جمهوریت دغه جنرال چې د ډیوه پتنګ په ایکس سپیس کې خبرې کولې، وویل چې احمد مسعود نه پیژني او نه یې ورسره خبرې شوي.

هغه د شمال ټلوالې د مجاهدینو پر یو شمیر قومندانانو تور ولګوه چې له ازبکستان څخه یې د شرابو کاروبار کوه.