جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 510

د سوریې د ځمکنیو او بحري بندرونو اداره:د طرطوس بندر اړوند له دبۍ ورلډ شرکت سره د ۸۰۰ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک شو

د سوریې د ځمکنيو او بحري بندرونو عمومي ادارې اعلان کړی چې له دبۍ ورلډ شرکت سره یې د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم یادداشت لاسلیک کړی دی.

دا تړون د طرطوس بندر د یو څو اړخیز ترمینل د پراختیا، مدیریت او کارونې لپاره دی، چې هدف یې د بندري زیربناوو پیاوړتیا او عملیاتي ظرفیت لوړول دي.

د طرطوس بندر اداره له ۲۰۱۹ کال راهیسې روسي شرکت «ستروي ترانس‌ګاز» ته ۴۹ کلن قرارداد ورکړی و، خو د سوریې نوې حکومت دا قرارداد لغوه کړ.

د ۲۰۲۵ جنورۍ میاشت کې، الوطن ورځپاڼې د طرطوس د ګمرکاتو رئیس ریاض جودي له خولې راپور ورکړی و چې پخوانی قرارداد لغوه شوی او د بندر عواید به د سوریې د داخلي ګټو لپاره ولګول شي.

هندۍ ورځپاڼې:هند ته د لوړ پوړي طالب چارواکي صدر ابراهیم پټ سفر اغېزناک وو

وروسته تر هغې، چې رسنیو د پاکستان او هند د جګړې پر مهال هند ته د لوړ پوړي طالب چارواکي صدر ابراهیم له سفر خبر ورکړ؛ اوس تازه هندي ورځپاڼو ویلي، چې دا سفر اغېزناک وو.

سنډي ګارډین لیکلي، چې لوړ پوړی طالب چارواکی صدر ابراهیم د پاکستان خلاف انتقادي فکر لري او دا سفر ځکه مهم دی، چې له طالبانو سره د نویو او پټو اړیکو چینل جوړ شوی.

دا سفر د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې پرمهال شوی.

تېره شپه بیا جي شینکر هم ویلي و، چې له امیرخان متقي سره یې خبرې کړې دي.

سعودي عربستان او نورو هېوادونو؛له ۵۴۰۰ زیات پاکستاني سوالګر شړلي دي

‏د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ملي شورا ته ویلي، چې سعودي عربستان په تېرو ۱۶ میاشتو کې ۵۰۳۳ پاکستانیان، چې زیاتره یې سوالګر وو، شړلي دي.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له سعودي عربستان سربېره، په پنځو نورو هېوادونو کې ۳۶۹ نور کسان هم د سوال په تور نیول شوي او راشړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې تر اوسه ۵۴۰۲ پاکستانیان له سعودي عربستان، عراق، مالیزیا، عمان، قطر او اماراتو څخه شړل شوي، چې تر ټولو زیات یې د سند ایالت اوسېدونکي دي چې شمېر یې ۲۷۹۵ ته رسېږي، او پنجاب ته ۱۴۳۷ کسان شړل شوي دي.

وزیر یوازې د ۲۰۲۴ وروسته معلومات وړاندې کړي، که څه هم پارلمان ترې درې کلن راپور غوښتی و.

رحمت الله نبیل:افغانان د هغه سخت دریځه تفسیر شوي اسلام بیه پرې کوي، چې کلونه وړاندې عربي هېوادونو پیل کړی و

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل ویلي، چې د اسلام سخت‌دریځه او افراطي تفسیر، چې کلونه وړاندې په ځینو عربي هېوادونو کې پیل شوی و، اوس یې دروند بار د افغانانو پر اوږو ایښی دی.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا تندلاري افکار د کلونو راهیسې د «اسلام په خطر کې دی» او ورته شعارونو لاندې، د خلکو پر ذهنونو تپل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، هماغه هېوادونه، چې دا ډول افکار یې تمویل او ترویج کړل، اوس له دغې لارې شاتګ کوي او دین ته د زغم، عقل او انسانیت له نظره ګوري؛ خو افغانان لا هم له تاوتریخوالي، تفرقه، شاته پاتې‌والي او له ټولنیزو ناخوالو سره مخ دي.

نبیل ټینګار کړی چې اوس د بدلون وخت رارسېدلی، افغانان باید افراطیت ته شا کړي او دین له سیاسي او تاوتریخجنو تفسیرونو خلاص کړي.

جي‌شنکر امیرخان متقي ته:د هند او پاکستان جګړه کې دې غوڅ دریځ ستایم

د هند د بهرنیو چارو وزیر جي‌شنکر د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره تلیفوني خبرو کې د نوموړي هغه دریځ ستایلی، چې پکې یې د افغانستان او هند ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره د ناسمو راپورونو له لارې وروستۍ هڅې رد کړې دي.

شنکر په دې خبرو کې د افغانانو د اړتیاوو پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی.

هغه ویلي د ناسمو راپورونو له لارې هڅه کیده چې د هند او افغانستان اړیکې خرابې شي.

احمد مسعود؛له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره مشهد ته تللی

د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود د ایران مشهد ته تللی دی.

باوري سرچینې وایي، چې دی او یو شمېر نور سیاستمداران د ایران د حکومت په بلنه تللي دي.

ویل کېږي چې مسعود د سپاه پاسداران او د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره هم کتلي دي.

د معلوماتو له مخې، عطا محمد نور لا وار دمخه هلته رسېدلی دی.

زلېنسکي:پوتین خبرو ته حاضر نه شو او د استازي رالېږل یې نمایشي بڼه لري

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلېنسکي روسیې سره د سولې خبرو لپاره ترکیې ته له رسېدو سره ویلي، چې د روسیې پلاوی نمایشي دی او په وینا یې اردوغان سره له لیدو وروسته به د خبرو په اړه پرېکړه وکړي.

زلېنسکي ټینګار کړی چې یوازینی کس چې خبرو ته یې ارزښت ورکوي، پوتین دی.

بل لورته روسیې ویلي چې پلاوی یې استانبول ته رسېدلی او جدي خبرو ته چمتو دی؛ خو د خبرو کره مهال نه دی اعلان شوی.

د فرانسې او استونیا چارواکو هم د پوتین نه‌شتون غندلی او ویلي یې دي چې کرملین د سولې په خبرو کې صادق نه دی.

د طالبانو حکومت:د واخان سړک دویم فاز چارې پیل شوې

د طالبانو حکومت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت اعلان کړی، چې د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ له بروغیل تر بزهای سیمې پورې د جغلي سړک د دویم فاز د جوړولو چارې پیل شوې.

یاد سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري، چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت به ورغول شي.

دغه وزارت زیاتوي، چې یاد سړک به له بشپړېدو وروسته د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پر مهمه لاره بدل شي.

روسیې سره د مذاکراتو لپاره؛د اوکراین ولسمشر ترکیې ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د سولې خبرو لپاره د پنجشنبې ماسپښين استانبول ته رسېدلی دی.

دا خبرې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې زلنسکي لومړی د ترکيې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وګوري.

تمه کېږي چې دغه لیدنه د سولې هڅو ته لاره هواره کړي.

تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ویلي وو، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید له ده سره مخامخ خبرې وشي؛ خو اوس یې ویلي چې ترکیې ته د خبرو لپاره استازی استوي او دی خپله نه ځي.

مسعود پزشکیان:امریکا مونږ ته غله وایي؛ خو خپله یې ټوله نړۍ لوټ کړه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د کرمانشاه په سفر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

نوموړي وویل، چې ډونالډ ټرمپ ایراني مشران او رهبران غله بللي؛ خو خپله دوی نړۍ لوټ کړه.

پزشکیان ټینګار کړی چې د ایران د رهبر ژوند روښانه دی؛ خو د هغو کسانو ژوند هم معلوم دی چې ادعا کوي نړۍ د قانون له مخې اداره کوي.

هغه ویلي:«موږ د خپل رهبر ژوند وینو، هر څه یې څرګند دي، خو هغوی چې نړۍ لوټوي، د هغوی ژوند هم خلکو ته معلوم دی.»

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې ترینګلې دي او دواړه خواوې وخت ناوخت پر یو بل تورونه لګوي.