پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 506

د عمان د بهرنیو چارو وزیر:راتلونکې اوونۍ به د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې ناسته وشي

0

‏د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې راتلونکې اوونۍ به د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو پر دوام د لوړې کچې ناسته وشي.

نوموړي ویلي، چې د شنبې ورځې ناستې کې دواړو لوریو د متقابل احترام په رڼا کې په پایداره ژمنو ټینګار کړی.

دا مذاکرات داسې مهال کېږي، چې نن د ایران په عباس بندر کې درنه اورلګېدنه رامنځته شوې چې ګڼ ځاني او مالي زیانونه یې اړولي.

فضل محمود فضلي:د نویمو کلونو د جنګسالارانو اوسني ائتلافونه ملي نه؛ بلکې د خپلو ګټو لپاره دي

د جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، د نویمو کلونو جنګسالاران لاهم ائتلافونه جوړوي، چې له څو اوونیو وروسته بېرته نړیږي.

نوموړی وايي، د دغو ائتلافونو موخه نه سیاسي پیغام وي او نه د اوږدمهاله ارزښتونو او ولسواکۍ اصولو ته ژمنتیا؛ بلکې د دوی یوازینی هدف د خپلو شخصي ګټو خوندي کول دي.

فضلي وایي، نوی نسل باید د دوی د ائتلافونو د غټ ښودلو له دام نه ځان وساتي.

هغه ویلي، چې له دوی سره د یوځای کېدو پر ځای باید له خپل فکر او ارادې سره د ملي او سازماني سیاست له لارې ټولنې ته مناسب بدیلونه وړاندې شي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه:افغانستان کې د یو شمېر برخو فعالیتونه ځنډوو

د ژغورنې نړیوالې کمېټې ویلي، چې په افغانستان کې به خپل یو شمېر کارونه وځنډوي.

یادې کمېټې ويلي، چې پر افغانستان د امریکا د مرستو بندېدو له کبله د بودجې له کمښت سره مخ دي.

دوی ویلي، دا فعالیتونه داسې مهال ځنډوي، چې افغانستان کې مور او ماشوم خورا سختو مرستو ته اړتیا لري.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه خلک مرستو ته اړ دي.

پاکستانۍ رسنۍ:د لاهور هوايي ډګر کې اور لګېدنه رامنځته شوې

0

د پاکستان په لاهور هوايي ډګر کې اور لګېدنه رامنځته شوې.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د یادې اورلګېدنې له کبله الوتنې هم لغوه شوې.

تراوسه د دغې اور لګېدنې د علت او زیانونو په اړه څه نه دی ویل شوي.

شیخ هبت‌الله؛د تازه فرمان پر اساس، یوشمېر ټاکنې کړې

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د فرمان پر اساس، یو شمېر ټاکنې شوې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په دغو ټاکنو کې د کورنیو چارو وزارت د سرحدي پولیسو مخکنی رییس شیر محمد شریف د زابل والي، د زابل مخکنی والي حزب الله افغان د سرحدي پولیسو رییس او د تخار مخکنی امنیه قومندان جان محمد حمزه د کابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ګومارل شوی دی.

دغه راز بیا د سرپل د استخباراتو مخکنی رییس سیف الله د حیرتان بندر کمیسار، د کابل د کرنې مخکنی رییس عبیدالله د بلخ د امر بالمعروف او نهې عن المنکر رییس او د حیرتان بندر مخکنی کمیسار حسین الله زاهد د جوزجان د اقچې ولسوال ګومارل شوی دی.

دا ټاکنې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو به اداراتو کې په لوړه کچه تنقیض هم پیل شوی دی.

ایران؛په عباس بندر کې د چاودنې د ټپیانو شمېر ۴۰۶ تنو ته رسېدلی

0

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د عباس بندر په شهید رجايي بندر کې د زورورو چاودنو له کبله د ټپیانو شمېر ۴۰۶ تنو ته رسېدلی دی.

د هرمزگان والي ویلي، چې د چاودنې دقیق علت لا هم نه دی معلوم؛ خو مختلف سناریوګانې د اړوندو چارواکو له لوري څېړل کېږي او د دقیقو پایلو له لاسته راوړلو وروسته به رسمي اعلان وشي.

د والي په وینا، د وسله‌والو ځواکونو، هلال احمر او نورو ارګانونو هیلي‌کوپټرونه چمتو دي څو ټپیان اړینو روغتونونو ته انتقال کړي.

د چارواکو په خبره، اوس د سیمې د وضعیت د عادي کېدو لپاره هڅې دوام لري.

ایران؛په عباس بندر کې د چاودنې د ټپیانو شمېر ۱۹۵ تنو ته رسېدلی

0

د ایران په عباس بندر کې د چاودنې له کبله د ټپیانو شمېر ۱۹۵ تنو ته رسېدلی.

تسنیم خبري اژانس ویلي چې ایراني مسوول چارواکي د دغې پېښې د علت معلومولو په هڅه کې دي.

ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي، چې چې دغې چاودنو ګڼ زیانونه اړولي دي.

ایران؛په عباس بندر کې چاودنو تر اوسه ۴۷ تنه ټپیان کړې

0

د ایران په عباس بندر کې د چاودنې له کبله ۴۷ تنه ټپیان شوي.

تسنیم خبري اژانس د مسوولو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغې پېښې د علت معلومولو هڅې روانې دي.

ټولنیزو رسنیو کې لیدل کېږي، چې سیمې ته یو شمېر امبولانسونه او د اور وژنې ادارې اړوند موټر هم رسېدلي دي.

د ایران؛په عباس بندر کې څلور پرلپسې چاودنې رامنځته شوي

0

د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري آژانس د ایران په جنوب کې د بندر عباس د پېښې په اړه راپور ورکړی چې د بندر رجايي د سون توکو یوه زېرمتون کې د نامعلوم لامل له امله څلور چاودنې شوې دي.

د دغه آژانس په وینا، د پېښې وروسته د چټک غبرګون ډلې سمدلاسه سیمې ته استول شوې دي.

اوس مهال د بندر فعالیتونه درول شوي، څو وضعیت ژر تر ژره د امنیتي او ژغورنې ځواکونو تر کنټرول لاندې راشي.

شهباز شریف:د ترهګرۍ د فعالیتونو په صورت کې له کابل سره سوله‌ییزې اړیکې ناشونې دي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د خیبر پښتونخوا په کاکل سیمه کې د یوې پوځي ناستې پر مهال ویلي، چې پاکستان هڅه کوي له افغانستان سره ښې او پایداره اړیکې وساتي.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت مشرتابه ته واضح پیغام استول شوی دی او ویل شوي چې اسلام‌آباد د سولې پر بنسټ د اړیکو غوښتونکی دی.

هغه ویلي، چې د دوستانه اړیکو هدف تر هغه نه شي ترلاسه کېدای، څو چې د افغانستان خاوره د ترهګرو له خوا د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو حکومت چارواکو هم تر دې وړاندې ویلي، چې غواړي له پاکستان سره ښې اړیکې ولري او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.